دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهنامتو افغان مولانا او بیدل شناس حیدري وجودي ومړ

نامتو افغان مولانا او بیدل شناس حیدري وجودي ومړ

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۱ مه: د دري ادبیاتو نامتو شاعر او بیدل پېژندونکی حیدري وجودي د ۸۱ کلونو په عمر ومړ.

مولانا، بیدل پېژندونکی او د دري ادبیاتو نامتو شاعر او عارف حیدري وجودي د ۸۱ کلونو په عمر نن له دې نړۍ سترګې پټې کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم دغه پېښه تاییدوي.

د دې وزارت ویاند صابر مومند تاند ته تایید کړه چې حیدري وجودي د ۸۱ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله نن ومړ.
حیدري وجودي د افغانستان د لمریز کال د درېیمې لسیزې وروستۍ شاعر او عارف و.

هغه له تیرو څو کلونو راهیسې د کابل د عامه کتابتون کار کوونکی و.

د معلوماتو له مخې حیدري وجودي نیمه پېړۍ په دري ادبیاتو کې شعر لیکلی دی.

ښاغلی حیدري وجودي د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب