چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeجنرال وزیريد تاریخ پاڼه| جنرال دولت وزیري

د تاریخ پاڼه| جنرال دولت وزیري

د 1371 لمریز کال د ثور پر اتمه نیټه ( 1992 د اپریل 28 مه ) د مجاهدینو واکمنې پیل شوه.

 په دې ورخ ښاغلی حضرت صبغت الله مجددي د دوو میاشتو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

له ده سره یو ځای جمیعت اسلامي او څو نورو تنظیمونو پر کابل، حزب اسلامي پر چهاراسیاب او د مولوي خالص اسلامي ګوند پر جلال اباد خپلې منګولې ټینګې کړې. د کابل لوېدیزه سیمه د هزاره ګانو د وحدت ګوند په برخه شوه.

وسله وال پوځ، د کورنیو چارو وزارت، د دولتی امنیت وزارت او د خاص ګارد قطعات او جزوتامونه چې په ډېرو مډرنو او عصري وسلو لکه پرمختللو سپکو وسلو، درانه توپچي، درانه ځمکې نه ځمکې ته راکټونو «لونا او سکاټ» ري اکتیف راکټونو «BM – 21 او BM – 40»  درانه زرهدار ((72 ,  PB  70. PB60،T – 62 , T))  درانه توپچي دافع هوا (( 100 mm , 85,mm ,37,mm , 23 ,mm )), د دافع هوا راکټونه «ستریلا یو او ستریلا دوه، دوینا او پیچورا« انجنیرۍ مډرنو وسایلو او وسایطو، د کیمیا او ګاز مډرنو وسایلو، د اطفائې مډرنو وسایطو، هوايي مدرنو قواوو «جټ الوتکې، ترانسپورټي الوتکې او ډېرې مدرنې چورلکې، رادارونه او نورو…» سمبال وو او د ګولیو ډېرې زېرمې يې درلودې، د ولایتونو او سیمو په څېر د تنظیمونو او ګوندونو تر منځ وویشل شول.

ـ  د ننګرهار قول اردو یوه برخه او سرحدي لوا د مولوي خالص د اسلامي ګوند په برخه شول؛

ـ د ننګرهار قول اردو یوه برخه، نهمه فرقه، د پولیسو پنځمه فرقه، د پولیسو اتمه لوا، د تنګي واغجان د پولیسو لوا، 29 نمبر تعلیمي غونډ، په ریشخور او باګرامیو کې قطعات او جزوتامونو اسلامي ګوند ونیول؛

ـ د کندهار قول اردو او ځینې نور قطعات مولوي نقیب ته تسلیم شول؛

ـ د هرات قول اردو، څلورمه زغره واله لوا او د پولیسو جزوتامونه د ښاغلي اسمعیل خان په نصیب شول؛

ـ په غزني کې ټول قطعات او جزوتامونه قاري بابا د ځان کړل؛

ـ په شمال کې 18 مه، 70 مه، 80 مه، 20 مه، 54 مه، 53 مه، او د رسول پهلوان فرقې، راکټ لوا، هوائي قطعات، د امنیت او پولیسو قطعات او جزوتامونه ټول د ښاغلي جنرال دوستم په نصیب شول؛

ـ د پکتیا قول اردو، 15 مه زغره واله لوا او نور قطعات او جزوتامونه د جلال الدین حقاني مال شو؛

ـ د راکټ 99 مه لوا، د امنیت 96 مه فرقه، په قرغه او مهتاب قلعه کې قطعات او جزوتامونه د وحدت ګوند برخه شول؛

ـ تخنیک اکاډمي او 75 تعلیمي غونډ د ښاغلي پیر صاحب د تنظیم مال شو؛

ـ  د خاص ګارد د ټانک فرقه او د پلچرخي ډیپوګان د مولوي شفیع الله په بر خه شول؛

ـ د استاد سیاف اتحاد اسلامي ګوند هم بې برخې نه شو. په کابل، ننګرهار او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې يې ځینې قطعات د ځان په خوا کړل؛

ـ په کابل کې اتمه، لسمه، د پروان دویمه فرقې، د خاص ګارد ټول قطعات او جزوتامونه، د کورنیو چارو وزارت ټول قطعات او جزوتامونه، لونا، سکاټ، حربي پوهنتون، د خواجه رواش او بګرام ټول هوايې او د هوايي مدافع قطعات او جزوتامونه د استاد برهان الدین رباني مال وګرځېد.

پر دې سربېره ځینې قطعات او جزوتامونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځینو قوماندانانو په لاس ورغلل. هغوی بې له درنګه ټولې وسلې کباړ او پر پاکستان وپلورلې.

په کابل کې د مجاهدینو د واکمنۍ له لومړۍ ورځې څخه د دوی تر منځ خپلمنځي جګړې پیل شوې.

د ښاغلي مجددي صاحب دوه میاشتې او بیا د ښاغلي استاد رباني څلور میاشتنۍ واکمنۍ په جګړو پای ته ورسېده.

له دې وروسته هم جګړې پای ته ونه رسېدې، جګړو تر هغو دوام وکړ تر څو چې کابل د طالبانو لاس ته ورغی. له دې وروسته د جګړو شکل بدل شو، جګړې د طالبانو او د شمال ډلې تر منځ دوام وکړ.

په پايله کې تر 2001 زېږدیز کاله پورې د افغانستان د وسله وال پوځ وسلې یو پر بل وکارېدلې، تر څو چې ښاغلی کرزی د امریکایانو د الوتکو لاندې صاحب واک ته ورسېد.

تر دې مهاله پورې ډېره برخه وسلې یا کباړ شوې وې او یا له منځه تللې وې، هغه برخه چې د افغانستان د ملي اردو د جوړېدو له پیله اردو ته تسلیم شوې، هغه هم په ازاده هوا کې او لمر ته ډیپو شوې، چې پوره له منځه لاړې.

 له دې سره د نواز شریف او پنجابیانو هغه ستره هیله چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو ويجاړول او د جنرال ضیاالحق او جنرال اختر عبدالرحمن هیلې چې د کابل سوځول وو، تر سره شوې.

افغانان او نړيوال ټول په دې پوهېږي چې د افغانستان په دې ستره غمیزه کې په ښکاره د پاکستان لاس او د دې ويجاړونکې لوبې لوبوونکي دی.

نړیوال د خپلو ګټو په خاطر پرې سترګې پټوي او د لوبې دوام ته په ښکاره اوښکې تویوي، خو د پردې تر شا ورته لاسونه پړکوي او دوام يې غواړي.

افغانان د هېروئینو د نشه یانو په څېر ټول په دې پوهېږي چې جګړه د هیواد په ګټه نه ده، جګړه د دوی په اراده او د دوی په خوښه دوام نه لري. په دې هم پوهېږي چې په جګړه کې د چا لاس او د چا له خوا ورته پکی وهل کېږي.

په پارلمان کې د نوازشریف هغه خبرې مو هم په ياد دي چې ویل يې: «له دې ستر خدمت پاکستان ته کوم دی چې د افغانستان وسله وال ځواکونه مې دری وری کړل؟»

د افغانانو دا هم له یاده نه دی وتلي چې جنرال ضيا او جنرال اختر به ویل: «کابل ته اور واچوئ او په اور کې يې لمبه کړئ.»

خو چاره څه، هیروئین بد دي او ټول ورته بد وايي، خو په میلیونونه افغانان پرې اخته دي او هغه چې په روږدي نه دي هغوی هم په رډو- رډو ورته ګوري او له څنګه يې د یو (( به ما چی)) انسان په توګه ترې تېرېږي.

جګړه هم له هيروئينو بدتره ده، د هېڅ افغان نه خوښېږي، خو زموږ په خپل لاس او د بل په ټوپک دوام لري.

                                 په درنښت

                          جنرال دولت وزیري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب