یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې له ۲۲ زرو تېرې شوې

افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې له ۲۲ زرو تېرې شوې

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۱ مه:افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر ۲۲۱۴۳ ته ورسېد، خو خلک پر حکومت نیوکې کوي چې مبارزه یې پڅه ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلو لابراتوارونو کې ګڼې مشکوکې پېښې ارزول شوي چې له دې ډلې ۶۸۴ یې مثبتې وې.

د وزرات د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان د کورونا له امله مړه شوي او ۳۲۴ کسه نور ترې جوړ شوي هم دي.

د دغه ویروس له امله تر اوسه په تول افغانستان کې ټول ۴۰۵ تنه له کورونا مړه او نږدې درې زره روغ شوي دي.

بل لور ته د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم رسنیو ته د دې ولایت د کرونا د تازه ارقامو په اړه معلومات ورکړي دي

دوی وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ولایت کې د کورونا ویروس ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر هرات کې ۴۱۰۴ ته ورسید چې له ډلې یې ۵۹۷ تنه روغ شوي هم دي.

بل لور یو شمیر هیواد وال په عامې روغتیا وزارت او حکومت نیوکه کوي چې له دغه ویروس سره یې مبارزه پڅه او غیر منظمه ده.

خو د عامې روغتیا سرپرست وزیر، جواد عثماني بیا تازه ویلي چې، غواړي له کورونا ویروس سره د مبارزې تګلاره بدله کړي څو اغېزمنه ثابته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب