Homeخبرونهعبدالله: له جنرال باجوه سره مې لیدنه رغنده وه

عبدالله: له جنرال باجوه سره مې لیدنه رغنده وه

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۱مه: د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله وايي، د پاکستان له لوی درستیز جنرال باجوه سره یې لیدنه رغنده وه.

عبدالله تېره شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان مشرانود سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول اقدامات ترسره کړي دي، خو زیاته کړې یې ده په دې برخه کې د سیمې او په تېره د پاکستان رول ډېر مهم دی.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر، د استخباراتو مشر او افغانستان لپاره د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت ګډ استازی کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره تر ناستو وروسته يې د مصالحې شورا له رئیس سره هم لیده کاته کړي دي.

ارګ وايي، په دغو لیدنو کې له سولې څخه د پاکستان ملاتړ او د یو بل پر ضد د خاورې نه کارېدلو باندې بحث شوی دی.
د عبدالله دفتر بیا وايي، له جنرال باجوه سره په اوربند او بین الافغاني مذاکراتو خبرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...