دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeمقالېد جلال اباد ښار نوی پلان او زړې اندیښنې| ظریف نظر

د جلال اباد ښار نوی پلان او زړې اندیښنې| ظریف نظر

د ښه قانون یوه مهمه ځانګړنه عمومیت ده. عمومیت دا مانا چې پر ټولو یو شان تطبیق شي. دلته چې خلک له قانونه تښتي او یا ترې کرکه لري؛ یو لامل یې دا دی چې همدې اصل سر خوړلی.

وګورئ؛ عین جرم وي، خو که یو عادي او کمزوری یې وکړي نو د قانون توره ورپسې له تیکې راوکاږل شي؛ خو که زورور یې مرتکب شي ؛ نو توره ورکه شي.

د قانون نه عمومیت مفسدینو او په رشوت روږدو کسانو ته هم د فساد زمینه برابروي او هم خلک پر عدليي ارګانونو بې باوره کوي.

دا تمهید د جلال اباد ښار د نوي پلان په اړه دی. د دې پلان له مخې د ښار داخلي واټونه، د سړک د غاړې له پلورونکیو یو ځل بیا صفا کیږي او له دې سره ښار نوې بڼه غوره کوي. تګ راتګ اسانه کیږي، د جنايي پیښو ګراف تر یوه حده راټیټیږي او که ،خدای مکړه ، اړتیا پیښه شي نو امبولانس او اطفایه په خپل وخت د پیښې ځای ته رسیدلی شي.

خو خلک شکمن دي. شک یې بې ځایه نه دی. دا شک له تیرو تجربو سرچینه اخلي. زه د دې ښار د یوه اوسیدونکي په توګه شاهد یم چې بار بار د ښار د صفايۍ لپاره د دغه شان پلان عملی کول پیل شوي، د سړک د غاړې پلورونکي شړل شوي؛ خو څو ورځې وروسته همدا ځایونه بیرته په نورو خلکو پلورل شوي. یا ځینو ته د ورځني باج مقابل کې اجازه ورکړل شوې ده.

زما په یادښت، وچه ډنډه څو ځلې د سړک د غاړې له پلورونکیو خالي شوې؛ خو بیرته یې پخوانۍ بڼه غوره کړې او د څو ورځو خالي کیدو په بدل کې په زرګونو او حتی په لکونو پیسې شخصي جیبونو ته تللي دي.

حتی یو وخت چې ښار کې غټې رکشاوې نه پریښودل کیدې، نو بیا به هم مخابراتو او تالاشي څلور لاري کې ځینې ولاړې وې، چې پوښتنه به مې وکړه، نو ویل به یې دوی پولیس – ټرافیکو ته پیسې ورکوي او یا د همدوی دي!

همدا اوس هم چې د ښار د صفایۍ پلان د عملي کیدو په درشل کې دی، له ځینو مې واوریدل چې استفاده جویه حکومتي کارکوونکیو ته د فساد زمینه برابره شوې ده او له خلکو د پیسو تقاضا کوي.

څه کول په کار دي

د ښار پاکول مهم دي. سړکونه د ټرانسپورټي وسایطو لپاره دي او پیاده روونه د پیاده خلکو لپاره؛ خو متاسفانه چې په دواړو کې بازارونه جوړ دي او دې کار ستر خطرونه رامنځ ته کړي.

وګورئ همدا کوچني ښار کې چې څو ځلې اور لګیدلی؛ نو د ګڼه ګوڼې له کبله اطفایه په وخت نه ده رسیدلې او دې کار په میلیونونو افغانۍ زیان پیښ کړی دی.

دغه شان ځینې وخت عاجل ناروغان د ګڼې ګوڼې له کبله په موټرو کې بند پاتې شوي او روغتون ته په وخت نه دي رسیدلي.

پر سړکونو خرید او فروش او یا پیاده روونو کې دوکانداري، هم یو ډول غصب دي، فساد دی او د عامه نظم په تاوان دی.

له بلې خوا خلک مجبور دي. له کلیو بانډو او له نورو ولایتونو څخه د ناامنیو له کبله د جلال اباد کوچیني ښار کې راټول شوي دي. دوی ټول شتمن او غټ کاروباریان نه دي. مجبور دي په کمه پانګه د ښار منځ کې د سړکونو تر غاړو کار وکړي او خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ پیدا کړي. چې ښار ته رانشي نو چېرته لاړ شي؟

اړونده ادارو ته په کار ده چې دا ستونزه جدي وګڼي. د دوی د کارو بار لپاره ځایونه ځانګړي کړي؛ خو د تیر په څیر نه چې ځینې ورته منتقل شي او ځینې د پیسو او له زورورو سره د شناخت له کبله بیرته منځ ښار کې پاتې شي.

له بلې خوا، د جلال اباد له حده وتلې ګڼه ګوڼه یوازې د لاسي کراچیو او د سړک د غاړې پلورونکیو له کبله هم نه ده. په دې تنګ ښار کې ګڼې فرعي کوڅې زورواکیو ، دولتي مقاماتو او دفترونو بندې کړي. که موخه د ګڼې ګوڼې لرې کول وي؛ نو په کار ده چې هیچا ته د فرعي سړکونو او کوڅو د بندولو اجازه ورنکړل شي. لاره او سړک عامه ملکیت دی؛ هیڅوک یې د بندولو اجازه نه لري. که خبره د امنیت وي، نو په امنیتي سیستم دې کار وشي، په امنیتي سیستم کې دې د فساد مخه ونیول شي. په کار پوه او مسلکي کسان دې وګومارل شي. داسې خو نه کیږي چې یو څو کسان دې خوندي وي او د نورو دې اولادونه اختطاف کیږي، منځ ښار کې دې لوټ کیږي او وژل کیږي.

د حکومت ضعف

ښه مې یادیږي؛ یو سوداګریز نندارتون جوړ شوی و. هیڅ مې باور نه کاوه. ګڼ وطني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي وو او په هر جنس د افغانستان لیکل شوی نوم داسې خوږ لګیده چې زړه مې غوښتل هر یو راواخلم او ښکل یې کړم. له ډیرې خوښۍ مې سترګې راډکې شوې؛ خو د یوه پلورونکي خبرو د خوښې اوښکې په غم رابدلې کړې.

هغه ویل:

موږ ډیر نور تولیدات هم لرو؛ خو ګڼ مولدین خپل تولیدات له ویرې نندارې ته نه ږدي. باجګیران یې تعقیبوي او بیا ترې په زوره پیسې غواړي. موږ هم ترې ویریږو. که ور یې نکړو نو د اختطاف او حتی د ترور له خطر سره مخ کیږو!

له ګڼو ښاریانو مې هم اوریدلي چې غټ شرکتونه او غټ کاروباریان باج ورکوي او که ور یې نکړي نو کیسه یې ختمه ده. دا دومره مظلوم باج ورکوونکي دي چې له ویرې بیا حال هم نشي ویلی. رښتیا، چاته یې ووايي؟

مشرقي ګڼ شتمن لري؛ خو په دغه شان یو حالت کې به څنګه پانګونې ته زړه ښه کړي؟ مجبور دي له دې غریب وطنه خپله پانګه نورو هیوادونو ته انتقال کړي چې د سرمایې فرار بیا دغه شان بیکاري رامنځ ته کوي.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځینو صرافانو، شتمنو د کاندیدۍ یو لامل دا و چې که وکیلان شي نو له باج ورکولو به خلاص شي؛ ځکه یې پریمانه لګښتونه وکړل.

ښه،

حکومت چې په دومره ډيرو او پراخه امکاناتو محدود باجګیران پیژندلی او نیولی نشي، نو بیا اصلي دنده او مسوولیت یې څه دی؟ دا دومره مصارف ولې؟

په هرصورت؛

دا ځل باید اړونده ادارې خلکو ته پوره ډاډ او تضمین ورکړي چې د ښار له صفايي به د درامد د ذریعې په توګه استفاده نه کیږي. خالي شوي ځایونه به بیرته په نورو نه پلورل کیږي. که کوم کارمند یې له هټیوالو پیسې غواړي هغه ته به سزا ورکوي. د صفايي پروګرام به عمومیت لري او د خلکو اقتصادي ستونزې به هم په نظر کې نیول کیږي، هغوی ته به بدیلې او معقولې لارې سنجول کیږي.

هسې نه د تیر په څیر، دا ځل هم خلک په قانون او اجرایه ارګانونو بدګومانه شي. د دې بد ګومانۍ جبران بیا ډیر سخت دی.

 

نعمان دوست

 

——-

عکسونه: د سړک د غاړې له پلورونکیو څخه د ښار د واټونه پاکولو جریان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب