یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدنې...

د بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدنې پلټنه کوو

تاند، جمعه، د جوزا ۱۶مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې د وروستۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېدو په اړه چې درې افغانان پکې ووژل شول څېړنې کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت هم خراب ښودل شوی دی، خو د ژغورل شویو کسانو له ډلې یې یو تن وایي، د دوی پر موټر ایراني ځواکونو ډزې وکړې او اور یې واخیست.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چار وزارت نن جمعه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې د جزئیات په اړه په ایران کې د افغان سفیر په مشرۍ یو پلاوي د پېښې ځای ته سفر پیل کړی دی: “په تهران کې د افغان سفیر تر رهبرۍ لاندی یو هیئت د پيښې ځای ته سفر کړی تر څو د پيښې جزییات وڅيړي او د ټپیانو پوښتنه وکړي.”

ایراني ځواکونو دا ځل له افغانانو ډک موټر ته اور اچولی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه موټر کې ۱۳ تنه افغانان سپاره وو چې درې تنه یې وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

یو شمیر رسنیو د ژغورل شویو کسانو له خولې لیکلي چې دغه پيښه وروسته له هغې وشوه چې د موټر چلوونکي د موټر د درولو لپاره د پولیسو اشارې ته پاملرنه ونکړه او حرکت ته یې دوام ورکړ.

پدغو رپوټونو کې ویل شوي چې موټر د ایراني پولیسو په ډزو کې اور واخیست، خو د ایران دولتي خبري اژانس د هغه هیواد د مقاماتو له خولې ویلي دي چې دغه موټر د سړک د غاړې د محافظتي اوسپنیزې کټارې سره ټکر کړی دی.

دغه پیښه داسې مهال حال رامنځته کیږي چې د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د هریرود په سرحدي اوبو کې د افغان مسافرو د ډوبولو مسله لا هم نه ده حل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب