شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد ناکامورا لور: افغانانو مې پلار سره ځانګړې مینه وښوده، زه هم...

د ناکامورا لور: افغانانو مې پلار سره ځانګړې مینه وښوده، زه هم افغانستان ته ځم

تاند، جمعه، د جوزا ۱۶مه: افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکتر تیتسو ناکامورا مشره لور اکيکو ناکامورا افغانستان ته راځي.

اکيکو چې د خپلې مور ناوکو سره د اوموتا په فکوکا ښار کې ژوند کوي دا خبره یې د کای ګروپ په دفتر کې د مينيچي شمبون سره په مرکه کې کړې ده.

دا مرکز په پیښور کې دی او ۳۰ کارکوونکي په کې پوره وخت کارکوي او له همدې ځايه په افغانستان کې د ۱۰۰ کارکوونکو د کارونو تعقيب ، همږغي، د تمويل او نورو برخو کې کار مدیریت کوي.

اکيکو پدې دفتر کې په مياشت کې دوه ځلې کار کوي پداسي حال کې چې په يو طبي انستيتوت کې هم کار کوي او همدارنګه په افغانستان کې د ډله یيز تجارت او فعاليتونو په اړه هم زده کړې کوي.

اکيکو وایي، تر دې وړاندي چې پدې سازمان کې شامله شي پټه یې ورسزه علاقه درلوده: ((کله چې مې پلار ژوندی وو ما به يې کتابونه ويل او په پټه به مې د هغه په لکچرونو کې هم برخه اخيسته،خو اجازه يې نه راکوله ځکه چې د شرم احساس يې کاوه.))

دا وايي، کله کله به یې له پلار سره ګډ کار کاوه خو د‌ نه غوښتل د پلار پر لاره ولاړه شي، مګر احساس یې هغه وخت بدل شو چې کله دا د خپلې مور سره يوځای افغانستان ته راغله او د ولسمشر غني له لوري يې تود هرکلی وشو او پر الوتکه د هغې د پلار عکس رسم شو.

اکيکو وايي پلار به یې کله کله ويل، چې د يوه کانال د جوړيدو سره ۱۰۰ کلنيکونو ته اړتیا کمیږي او په وچکالي ځپلي هيواد کې به د اوبو لپاره د لويو ويالو او کانالونو د جوړولو لپاره پخپله کار کوي.

اغلې اکیکو وایي، د افغانستان خلکو یې پلار په ښه ډول پېژندلی و او دې هم افغانستان ته تر تګ وروسته نوی احساس پيدا کړ : ((پدې پوه شوم چې د پلار کار مې څومره اغیزناک و ، له افغانانو سره بايد نورې مرستې هم وشي))

اکيکو له افغانستان سره د خپل پلار د مینې په اړه وايي: (( زما ياديږي چې پلار به مې په کور کې د اوبو د لارو نقشې رسمولې، له ما څخه يې د رياضي کتاب په پور وغوښت او ما ورته د خپل ښوونځي څخه راوړ خو ما ورته وويل چې هر ډول کېږي ساتنه به يې کوې،خو زه لا اوس هم کور کې اکثريت وخت داسي احساس کوم چې پلار مې په اوږدې رخصتۍ افغانستان ته تللی او بيرته راځي.))

خو ددې په خبره دا به د خپل پلار پر قدمونو قدم ږدي، ارمانونه به يې پوره کوي او په افغانستان کې به د پخوا په څير د دوی کارونه جريان ولري.

ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور و تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له لوري له خپلو څلورو ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل شو او بیا د کاکا مراد د جسد د وړلو لپاره يې مېرمن او مشره لور افغانستان ته راغله او په خورا درنښت او تشريفاتو سره يې مړی جاپان ته انتقال کړ.

ناکامورا شاوخوا ۳۰ کلونه د روغتيا او کرنې په برخه کې د افغانانو لپاره خورا نه ستړي کېدونکې کارونه کړي وو او د تېرو ۱۳ کلونو را په دې خوا یې د ننګرهار لپاره د اوبولګونې او زیات شمېر کانالونو په ایستلو سره بې ساري خدمتونه وکړل،چې د ولسمشر اشرف غني له لورې د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکول شو.

3 COMMENTS

  1. اوس لدی منطقوی او کورنی منافقینو،ظالمانو او شرانګیزو استخباراتی ملیشواو اجرتی قاتلانو څخه چی انسانیت یی شرمولی ،افغانستان ناکامورا ته اړ او ټول انسانیت ته د منلو نه یواځیی بلکی د تقدیر وړ دی

  2. په پښتو کي يو متل چه ښه ښه زيږوي او بد واښه زيږوي داده اوس يي ګورو چه د خدای بښلي ډاکتر تیتسو ناکامورا لور هم دد بي وزله اولس خدمت ته لستوڼي را ټول کړي او افغا نستان ته راځي او د کاکا مراد ارمان پوره کوي کوم چه ا. اس. ا په ډيره ناځواني سره وواژه.
    د داسي يوي کورني ايمانداري، مينه ،اخلاس او زړه سوزنه لکه د کاکا مراد چه له افغان اولس سره يي لري په خيال کي نه راتلونکي ده.
    داسي يوه لوړمقام د انسانيت ته ځان رسول داسي يو شصيت رسيدلای شي لکه کاکا مراد کورنی يي.

  3. کاکا مراد د افغانستان د اوبو نه قربان شو او ددی وطن شا زلمی !!! د پرودو د گتو لپار خپل وطن سره خیانت کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب