شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې په لومړي ځل یوه ورځ کې نږدې زر کورونا پېښې...

افغانستان کې په لومړي ځل یوه ورځ کې نږدې زر کورونا پېښې ثبت شوې

تاند، جمعه، د جوزا ۱۶مه: د عامې روغتیا وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ورسره د ټول هیواد په کچه د کورونا ویروس ۹۱۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸زره او۹۶۹ تنو ته ورسېد.

د وزارت د معلوماتو له مخې وروستیو مثبتو پېښو کې یې ار ټولو زیاتې ۴۲۳ پېښې په کابل، ۲۰۱ هرات، ۱۱۶ بلخ، ۲۹ کندوز، ۲۳ کونړ، ۲۱ـ۲۱ سرپل، کندهار او فراه، ۲۰ هلمند، ۱۵ سمنګان، ۱۱ پکتیا، ۷ ننګرهار، ۴ وردګ او ۳ کسان لغمان کې ثبت شوې دي.

وزارت همداراز وایي چې په افغانستان کې له دې وېروس څخه تر دا مهاله ۳۰۹پورې کسان مړه شوي دي او همدارنګه له دې وېروس څخه د روغو شویو کسانو شمېر هم پورته تلی دی او په ټول هېواد کې له دې ناروغۍ څخه ۱۷۶۳ تنه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې روغتیايي چارواکي په یوه ورځ تر نهه سوو ډېرې کورونا پېښې تاییدوي.

روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب