دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپمپیو: ارام نشو کیناستلای، له داعش سره به مو جګړه روانه وي

پمپیو: ارام نشو کیناستلای، له داعش سره به مو جګړه روانه وي

تاند، جمعه، د جوزا ۱۶مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د کورونا وبا له کبله د رامنځته شوي بد اقتصادي وضعیت سربیره خپل متحدین هڅولي څو د داعش ډلې د ماتولو لپاره مالي ملاتړ وکړي.

پمپیو دا خبرې د ایټالیا او امریکا متحده ایالاتو په کوربه توب د ۳۱ هغو هیوادونو هغې غونډې کې وکړې چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.

د کورونا وبا له کبله، دغه غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دغه ویډیويي کنفرانس کې وویل: ((د داعش پر وړاندې زموږ جګړه ادامه لري او د راتلونکې یوې مودې له پاره به همداسې ادامه ولري. موږ آرام نه شو پاتې کیدلی.))

تیر کال وروسته له هغې چې ولسمشر ترمپ د جګړې په ډګر کې د داعش ډلې د شکست خبر ورکړ، د امریکايي ځواکونو د یوه پلان شوي برید په پایله کې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي ووژل شول.

پمپیو په دغه ویډيويي کنفرانس کې یادې موضوع ته په اشاره د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: ((موږ باید د داعش ډلې شبکې او حُجرې له منځه یوسو او په سوریه او عراق کې د آزادو شویو سیمو د ثبات له پاره مرسته وکړو.))

پمپیو په خپلو خبرو کې د کورونا وبا له کبله رامنځته شوي بد اقتصادي وضعیت ته په اشاره ویلي: ((دا حقیقت دی چې دغه وبا زموږ د ټولو هیوادونو پر بودیجو باندې ستر فشار راوړي، لیکن موږ ستاسې ملتونه هڅوو څو د ۲۰۲۰م کال له پاره د شاوخوا ۷۰۰ میلیونو مالي مرستې له پاره ژمنه وکړي.))

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په حواله، د سوریې او عراق له پاره د داعش پر ضد د ائتلاف مالي تمویل د تیرې مودې په پرتله ۲۰۰ میلیونه ډیر شوی دی.

دغه نړیوال ائتلاف غواړي چې د دغو مالي مرستو پرمټ په سوریه او عراق کې ثبات رامنځ ته کړي.

امریکا متحده ایالاتو د سوریې د شمال شرقي سیمو له پاره د ۵۰ میلیونو ډالرو مالي مرستو ژمنه کړې او د عراق له پاره یې بیا د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مالي مرستو اعلان کړی دی. په داسې حال کې چې داعش ډله تر ډیره پورې په منځني ختیځ کې کمزورې شوې ده، خو په افغانستان او غربي افریقا کې د داعش ډلې د اغیز د پراخیدو په هکله خبرداري ورکړل شوي دي.

امریکا، داعش ډله په پلازمینه کابل کې پر یوه زیږنتون د برید مسووله ګڼي او زیاتوي چې دغه ډله غواړي په دغه راز بریدونو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

داعش پر وزیر اکبر خان پر جومات د برید مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی چې پکې د جومات د ملا امام ایاز نیازي په شمول دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور پکې ټپيان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب