لیکوال: جنرال دولت وزیري
وايي په 1837 میلادي کال د سکانو مشر رنجیت سنګ خپل لوی درستیز هري سنګ ته له 80 زره لښکرو سره د افغانستان د نیولو امر وکړ. هري سنګ ژمنه وکړه چې په یوه اوونۍ کې به افغانستان تس نس کړي.
هري سنګ پیښور ته راغی او د جمرود په کلا کې يې واړول. کله چې امیر دوست محمد خان خبر شو، هغه هم خپل 8 زره منظم او 12 زره غیرمنظم لښکر ته د جمرود پر خوا د مارش امر وکړ.
افغانانو د جمرود د غرو سرونه ونیول، هري سنګ پوره 12 ورځې په خپل ټول توان وډزېده، کومه نتیجه يې لاس ته رانه وړه، دا ځکه چې افغانانو د خپل سر په بیه د خپلو مورچلو دفاع کوله.
هري سنګ چې په پهلوانۍ او یو په یو جګړه کې ډېر غښتلی او نامي و، ده په یو په یوه جګړه کې د پنجاب ډیر راجاګان له پښو غورځولي وو، دی دومره نامي و چې پنجابیانو به خپل بچیان د ده له نامه ویرول.
وايي د جګرې په دوولسمه ورځ د ۱۸۳۷ میلادي کال د اپریل پر شلمه نیټه هري سنګ پر خپل عربي اس سپور او د جمرود د غرو سرو ته راغی په لوړ اواز يې نارې کړې: افغانانو که ستاسو په ډله کې کوم نارینه وي نو ډګر ته دې یو په یو جګړې ته حاضر شي.
ښاغلی پوهاند ډاکتر بشیر احمد زکریا د امیر د امریکايي مشاور ښاغلی فیتز جیرلد له قوله لیکي، موږ ټولو سردار جبار خان، سردار محمد افضل خان، د جنګ وزیر میرزا سمیع خان یو او بل ته وکتل حیران شوو، چې اوس به څه کوو؟
ومو لیدل چې د امیر ۲۱ کلن زوی شهزاده محمد اکبر خان پر خپل ازبکي اس پښه واړوله. سردار جبار خان نارې کړې هلکه را وګرځه، افضل خان هم نارې کړې چې راوګرځه. امریکايې لیکي ما اکبر خان ته وویل:
«ستا دې زما پر دوستۍ قسم وي چې راوګرځه، میرزا سمیع خان غږ کړ د خدای د پاره راوګرځه، هري سنګ غټ ځناور او غښتلی پهلوان دی. خو محمد اکبر خان سره د دې ټولو، د جګړی په ډګر کې و. هري سنګ غږ کړ هلکه له خولی دې د شیدو بوی ځي لاړ شه مور ته دې او په زانګو کې و زانګه، شهزاده په ځواب کې غږ کړ سنګ ته زما لپاره مخکې تر مخکې یو بوی ناک مردار یې.»
امریکايې لیکي: دواړو د پړانګانو په څیر په یوه او بل ور ودانګل میرزا سمیع خان خپلې سترګې پټې کړي.
هري سنګ غږ کړ چې ظفر کرو او اکبر خان غږ کړ چې الله اکبر، د هري سنګ عربي اس په دوه پښو ودرید او سنګ په خپله توره په اکبر خان ګزار وکړ ګزار خطا لاړ.
د اکبر خان اس را تاو شو په دوو پښو ودریده او اکبر خان په خپله بریالۍ توره پر سنګ ګزار وکړ، د سنګ کیڼه اوږه يې سورۍ کړه. سنګ له ډګره وتښتید، موږ نارې کړې چې الله اکبر، میرزا سمیع خان خپلې سترګې خلاصې کړې او د خدای ج شکر يې ادا کړ.
دوه ساعته وروسته د جمرود په کلا کې د اور په لمبو کی سنګ ایرې شو.
وايي: د امیر نه چا پوښتنه وکړه چې بریالۍ توره (شمشیر ظفر) دې ولې اکبر خان ته ډالۍ کړ؟
هغه وویل: دا ځکه چې هغه میړنی او نه ماتیدونکی د ی.
نو ځکه وایي: مېړني دي چې یادېږي، په سندرو هم په ویر