سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو پر افغانستان سلامشوره وکړه

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو پر افغانستان سلامشوره وکړه

تاند (چهارشنبه، د جوزا۱۴) روسیې، چین، امریکا او پاکستان نن د افغانستان په اړه د ویدیو له لارې سلامشورې وکړې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته وویل، څلور هیوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره به تروسه وسه هڅه کوي.

د دغه روسي خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف همداراز وویل «د دغو خبرو اصلي پایله دا وه چې زموږ ټولو ګډه هڅه به دا وي چې د کابل او طالبانو ترمنځ د جګړې اسیران تبادله شي او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي. د بندیانو د تبادلې بهیر دوام لري. خو تر هغه څه چې موږ غواړو ورو دی، مګر روان دی او اوس پکار ده چې د نورو ګامونو لپاره لومړنۍ خبرې وشي.»

ظاهراً د ده اشاره د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو پیلېدو ته وه.

د افغانستان په اړه د چین، روسیې، امریکا او پاکستان په څلور اړخیزو خبرو کې، چې د ویدیو کنفرانس له لارې یې وکړې، د ۳ هیوادونو ځانګړو استازو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ګډون کړی وو.

1 COMMENT

  1. اول باید طالبان اوربند و منی که رښتیا هم د صلحی د راوستلو صادقانه اراده لری او د جګړی د ددوام اراده ونلری ، بیا وروسته د بندیانو موضوع ده چه په مذاکراتو کی مطرح کیژی . په دغه غونډه کی ولی د اوربند په اهمیت او اولیت خبره نه کیژی ؟ ځکه به دی خبرو کی د طالبانو نماینده د پاکستان وزیر خارجه د جنګی سیاست د زاویی نه د بندیانو آزادولو ته اولیت ورکوی نه اوربند ته ، خکه د پاکستان دولت د جنګ درول نه غواړی . دادی اوس تر ۲۰۰۰ طالب زندانیانو آزاد شوی ، خو اوربند درک نه لری اوطالب د پاکستان ددولت په اشاره او مشوره جنګ ته نور هم شدت ورکړی ، څوک تضمینوی چه دغه آزاد شوی بندیان بیرته د جنګ لیکو ته نه لیژل کیژی ؟ دا واقعیت خو په تکرار تجربه شوی هم دی . نو ځکه اول باید اوربند وشی و بیا د زندانیانو د آزادولو موضوع د نورو موضوعاتو تر څنګ په مذاکراتو کی تر بحث لاندی راوستل شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب