یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريلطفا امریکایانو ته یو غږ ور وکړئ چې د بشر حقوقو ته...

لطفا امریکایانو ته یو غږ ور وکړئ چې د بشر حقوقو ته مو پام وي

دولت وزیري

لطفا امریکایانو ته یو غږ ور وکړئ چې د بشر حقوقو ته مو پام وي

افغانانو که یو وار دموکراسي او د بشر حقوق ومنل بیا به د ټولې نړۍ سره حساب وکړي.

کله چې افغانان زردشتيان وه، د نړۍ تر ټولو ستر معبد په بلخ کې و.

کله چی بودايان شول بیا د نړۍ تر ټولو لوی معبدونه د ننګرهار د اډې، د بامیانو بوتان، د بګرام، د پروان استوپه دره او د بلخ نوبهار بلخ معبدونه وه.

عربانو په دولس کلونو کې په ایران کې د اسلام سپیڅلی دین خپور کړ، په افغانستان کې يې بیا نیږدې څلور سوه کاله وخت ونیوه، خو چی کله افغانانو د اسلام سپیڅلی دین ومنلو بیا يې په ډير کم وخت کې تر ډهلي پورې ورساوه او اوس هم د عربانو پر ځای افغانان الحمد لله د اسلام د سپیڅلي دين د ساتلو سرتیري دي.


کله چی افغانانو د پخواني شوروي اتحاد دوستی پیل کړه بیا به يې په روسانو پورې خندل او ویل به يې چې روسان د شوروي اتحاد د نظام اصولو ته پابند نه دي.


اوس د دموکراسۍ دور دی، خدای دې خیر کړي چې د دموکراسۍ له منلو وروسته امريکا شاته نه کړو.. وايې دموکراسي همدې ته وايې چې ټول ملت په واک کې ځان وګوري. هغه دی اوس زموږ ټول یاران په واک کې بې له کوم تبعیضه ځان ګوري. حتی د مور او پلار پوښتنه هم ترې نه کوي ځکه چې امريکايې دموکراسۍ ته زیان ونه رسیږي.


اوس دې افغانان په امریکایانو غږ وکړي چې مظاهري کول د خلکو حق دی امریکایان باید د خلکو حق د پښو لاندې نه کړي. ځکه له دې وروسته افغانان د دموکراسي ساتونکي دي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب