جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د یوویشتمې پېړۍ انسان (لنډه کیسه) حسینه عارف

د یوویشتمې پېړۍ انسان (لنډه کیسه) حسینه عارف

پیشلمي کې لاړ پیسې یې پور کړې، زر زر یې مېرمن(جمیله) روغتون ته کړله؛ کور کې یې زړه مور (ګل ببو ترور) لاس په دعا شوله، خدایه احمد زوی ته مې ښه زوی ورکړې. احمد په منډه منډه ښځه موټر ته کړله؛ روغتون کې ډاکټرې تر معاینې روسته نسخه ورکړه. سړی د زوی په خوشحالی وو درمل یې راوړل ساعت روسته یې کور کې ښکلی ماشوم وزېږید، ناڅاپه شور شو هرې خوا چیغې شوې، احمد لرې ولوېد. وسله وال بریدګر د عملیات په خونه ورننوتل جمیله او ورسره پرتې ناروغانې یې دګولۍ په شلیک ووژلې؛ شاوخوا بربنډې ښځې او ماشومان په وینو لت پت پراته وو ، بریدګرو دالله اکبر نارې وهلې او جنت ته دتګ په پار او دحورو دلمس لپاره یې دنیوی حورې له منځه یوړلې.

پایوازانو بهر منډې وهلې، ناروغانې بېوسه پرتې وې او ماشومان نړۍ دلیدلو پرته دوحشي ځناورو (انسانانو) په وسلو دنړۍ لاړل . ښکاریانو(بریدګرو) یو بل ته د شهادت او جنت مبارکۍ ورکولې، د ځان وژونکو مېندو خپلو زامنو په مرګ اوښکې تویولې. ګل ببو ترور ته خدای ښه لمسی ورکړ.

پرتو ناروغانو او وړو ماشومانو ته هم ملایانو دشهید لقب ورکړ .ځانمرګي او بریدګر هم شهید ونومول شول، ورسره د ښکېل عسکرو په تابوتونو هم دشهید کلمه لیکلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب