یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريد اردو یا وسله والو ځواکونو تاریخ

د اردو یا وسله والو ځواکونو تاریخ

لیکوال: جنرال دولت وزیري

دا چې تاریخ یو داسې علم دی چې په يوه ټاکلې او ځانګړې علمي طريقه د بشر تیر طبعي او اجتماعي حادثات او حالات په هر اړخيزه توګه او په خاص ډول تر څيړنې لاندې نیسي، نو کیدای شي دغه تاریخي معلومات او څیړنې راز راز ډولونه وي. کیدای شي عمومي او یا د يوې ځانګړې موضوع په هکله وي، د بيلګې په توګه د ادبياتو تاریخ، د اقتصاد تاریخ او یا هم د اردو یا وسله وال پوځ تاريخ وي.

د اردو تاریخ هغه علم دی چې د پوځي ژوندانه اغیز د بشري ټولنې د کړو وړو په ټولو برخو کې لکه سیاست، افتصاد، جغرافیه، تکنالوژي، دود او دستور، ستراتیزي، اوپړاسيون، تکتيک، انجینیري، اداره، ادبیات او داسې نور د محاربوي فعالیت په تر سره کولو کې تر څيړنې لاندې نیسي.

د قومانانانو خاطرې، د پوځي شنونکو ويناوي، مقالي، پوځي انځورونه، فلمونه، پوځي تاریخي او لرغونې اثار او داسې نور د پوځي تاریخ د سرچينو په توګه یادولای شو. د اردو د تاریخ بیا مهم عناصر له مادي ځواک او معنوي ځواک څخه عبارت دي.

په ستراتیژیکه برخه کې یو لړ اصولو، نظریاتو او کړنو ته پوځي دکتورين وايې لکه احضارات، محاربات، اجرا او پلان، کمپاین او اوپراسيون او بیا پوځي ستراتيژي په حرب کې د احضار او سوق او ادارې له هنر څخه عبارت ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب