جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد ملاهبة الله د مړینې خبرونه په ۲۰۱۵ کې د ملاعمر د...

د ملاهبة الله د مړینې خبرونه په ۲۰۱۵ کې د ملاعمر د مړینې په شان سوله ګواښي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۳) د کورونا وایرس په ناروغۍ د طالبانو د مشر ملا هبة الله اخوندزاده د مړینې خبرونه په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د سولې لپاره هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

۵ کاله پخوا د ۲۰۱۵ م کال په جولای کې د افغانستان ملي امنیت (استخباراتو) د ملا عمر د مړینې خبر څو ورځې وروسته له دې اعلان کړ چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګوټي کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې او ویې ټاکله چې د جولای میاشتې په پای کې به بیا سره ویني.

د دې خبر له خپرېدو وروسته طالبانو د افغانستان له حکومت سره د خبرو دوام ودرواوه.

فارن پالیسي خپرونې، چې تېره اوونۍ یې په کوټه او کابل کې د طالب، د افغانستان د دولت او لوېدیځو استخباراتي سرچینو په قول په کورونا وایرس د ملاهبة الله او سراج الدین حقاني په شمول د طالبانو د یو شمېر مشرانو د اخته کېدو خبر خپور کړی و، د دې اوونۍ په ګڼه کې ادعا کړې چې ملاهبة الله اخوندزاده په کورونا مړ شوی دی.

فارن پالیسي د طالبانو د یوه قوماندان مولوي محمدعلي جان احمد په شمول په کوټه کې د یو شمېر طالب مشرانو په قول ویلي چې ملا هبة الله اخوندزاده مړ شوی دی.

د طالبانو مشر او مرستیال په کورونا اخته شوي او مشري ملا یعقوب ته پاتې شوې

مولوي محمدعلي جان احمد مخکې د هبة الله اخوندزاده ناروغي هم تایید کړې وه.

خو طالبانو د تېر ځل په څېر د مولوي هبة الله د مړینې خبر سمدستي رد کړ، ویې ویل چې د طالبانو مشر او نور غړي هیڅ راز ناروغي نه لري او دا د لوېدیځو رسنیو بې اساسه تبلیغات دي.

د طالبانو ویاند په کورونا د خپلو مشرانو د اخته کېدا راپور رد کړ

تېره اوونۍ په تاند کې د فارن پالیسي د راپور له خپرېدو وروسته د اسلامي امارت عالي شورا په نوم له ادرسه تاند ته یوه څو ثانیه يي ویدیو راواستول شوه. په دې ویدیو کې د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخوندزاده ته ورته یو تن په یوه غونډه کې له لېري ښکاري. خو د طالبانو د اسلامي امارت شورا دا نه و لیکلي چې دا ویدیو د کوم وخت ده او چیرې ثبت شوې ده.

که څه هم فارن پالیسي د بېلابېلو سرچینو په قول ادعا کړې چې د هبة الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ځای د طالبانو د بسټګر ملامحمد عمر زوی ملا یعقوب نیولی او نوموړی سولې ته لا ډېر لېوال دی خو دا خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ له امریکا سره موافقه لاسلیک کړې، امریکا د خپلو ځواکونو پر ایستلو پیل کړی او تمه ده چې په څو اوونیو کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

که د ملاهبة الله مړینه تایید شي، ممکن یو وار بیا د سولې په پروسه کې ټول پرمختګ د ۲۰۱‍۵ م کال په شان له خطر سره مخامخ شي.

3 COMMENTS

  1. الله د ټول پري اخته کړي که طالب ده که مولا ده که مولوي ده اوکه دا ورسره تړلي نور ټول ددوی شانته ځناور د آ س آ د ارمانونو پلي کونکي جاسوسان.

  2. رب دې ټول دا پنجابي ربوټان مردار کړي،دا خر تر مخه مرادرسوی و په يو چاؤدنه کې،خو اوس يې د خر عمر په څير ويروس په نوم مردار کړ.

  3. پاکستان، کرونا ځپلي یو لک ته رسېږي، سیاسیون یې هم وژلي
    https://khabarial.com/archives/4346
    ګاونډي او ترهګر سالار پاکستان کې د کرونا مثبتې پېښې کابو سل زرو ته رسېږي او ګڼ شمېر سیاسیون یې هم پرې ککړ دي.

    کرونا وبا په ګاونډي پاکستان کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه کابو یو لک کسان په کرونا وبا اخته شوي دي چې له ډلې یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي هم دي.

    د پاکستان د روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا ۹۸ زره او ۹۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲۰۰۲ کسان چې ډېری یې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.

    ویل کېږي کرونا وبا د پاکستان له پوځ او پولیسو سربېره د دغه هېواد په یو شمېر سیاسیونو کې هم ګډه شوې ده او تر اوسه یې ورڅخه یو شمېر هلاک کړي هم دي. تېره اونۍ یې د دغه هېواد د پنجاب اسامبلۍ غړی شوکت چیمه هم د کرونا وبا له امله هلاک شو.

    نوموړی د پنجاب اسمبلۍ غړی او د دغه هېواد د مسلم لیګ نواز ډلې وتلی سیاستوال ؤ چې ډېری وخت به یې د افغانستان ضد څرګندونې او سیاست کاروي هم کوله.

    د پاکستان پخواني لوموړي وزیر او د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې وه او دا یې د هېواد لپاره ستره ضایع بللې وه.

    د سرچینو په حواله د پاکستان په پوځ او نورو ملېشو کې هم د کرونا وبا په ډېره چټکۍ د خپرېدو په حالکې ده او تر اوسه یې ګڼ شمېر افسران هم وژلي دي خو د پاکستان ریاستي نظام یې معلومات پټوي. ویل کېږي له دوی څخه په دغه هېواد کې طالبانو ته هم دغه ویروس خپور شوی دی او تر اوسه یې سلګونه کسان په دغې ویروس باندې ککړ شوي دي چې یو شمېر مشران یې ورڅخه وژل شوي هم دي خو دپاکستان د پالیسۍ سره سم یې معلومات پت کېږي.

    تېره اونۍ خبریال ته د طالبانو د یو شمېر هغو کسانو په هکله معلومات رسېدلي وو چې په کرونا وبا اخته شوي وو او یو شمېر یې ورڅخه وژل شوي هم وو.

    یو شمېر روغتیا پالان وایي چې په پاکستان کې د کرونا وبا چټک خپرېدل د افغانستان لپاره نور هم خطرناک کېدالی شي ځکه په وینا یې له دغه هېواد څخه په ځینو قاچاقي لارو او ځینې وخت په رسمي لارو د زرګونه افغانانو تګ راتګ د دغې وبا د لا زیاتېدو لامل شوې ده.

    په پاکستان کې کرنتین او ګرځبندیز د دغه هېواد اقتصاد په تدریجي توګه ځپلی دی او ویل کېږي چې د بل هر ګاونډي هېواد په پرتله په کې د توکو نرخونه لوړ شوي دي او د حکومت په ګډون خصوصي سکټور یې ملیاردونه ډالره زیان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب