یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېپښتانه او تبدیلی/ اسدالله مایار

پښتانه او تبدیلی/ اسدالله مایار

په ۲۰۱۸م کال کې چې په پاکستان کې انتخابات کېدل نو تر ټولو زیات ورته پښتانه خوشاله وو، دوی فکر کاو چې په هېواد او خیبر پښتونخوا کې به یې ریښتونې تبدیلي راشي. پښتانه هسې هم بدلون ته زیات لېواله وي. او په دې وروستیو کې دوی ګرم هم نه دي ځکه چې حالات یې دوی ته داسې جوړ کړل چې ځینو پښتنو ورله ووټ ورکړو، او د زیاترو پښتنو ووټونه پېریانو غېب کړل.

که څه هم دغه تش په نوم تبدیلي په پښتنو پنځه کاله مخکې په ۲۰۱۳م کې تپل شوې وه، خو ولې بیا هم د نور پاکستان  غوندې زموږ په صوبه کې  هم په ۲۰۱۸م کال کې یو وارې بیا د تبدیلۍ حکومت جوړ کړل شو، ځینې مخونه پکې بدل شول، څوک یو وزیر شو څوک بل، لږه موده پس بیا بدل رابدل شول، او روان کال بیا لږ بدل رابدل شول، کېدای شي راروان وخت کې بیا لږ بدل رابدل شي، نو دغې ته چې وګورې نو تبدیلي خو شته، لکه پرمختګ او د خلکو ښېګړه نه سهي خو وزارتونه خو بدلیږي رابدلیږي کنه. پښتنو دا هم یوه تبدیلي ده.

که څوک پرې نه خپه کیږي نو لږ دې بدلون ته به کتنه وکړو.

۱:چې د کله نه په خیبر پښتونخوا کې تبدیلۍ واله راغلي دي نو دا یې اتم کال دی چې هر کال ترې د صوبې بجټ لېپس کیږي، یعني پوره خرچ نه شو، چې له کبله یې په تېرو اتو کالو کې په پښتونخوا کې هیڅ قسم ترقیاتي کارونه ونشول. نه کومه لویه پروژه سر ته ورسېده. بلکې د پېښور د بي ار ټي پروژې په شکل کې یې د پېښور ولس له د تبدیلۍ تحفه ورکړه. او درې کاله وشو چې د پوره کېدو تاریخونه یې بدلیږي رابدلیږي. بسونو یې زنګ ووهو او د سړکونو جنګلې یې پوډریانو یوړې.

۲:د صوبې پوهنتونونه یې له مالي ستونزو سره مخ کړل، بجټ یې ورله کم کړ، په ځینو کې پوځیان کېنول په دې خیال چې ادارې مضبوطې شي. او اوس خو خبره دې حده پورې راغله چې وایي د پېښور او د مردان د عبدالولي خان پوهنتونونو پشمول ډېرې تعلیمې ادارې به خپلو استادانو ته په راتلونکیو میاشتو کې تنخاګانې برابرې نکړای شي.

۳:د سکولونو استادان یې روډونو ته راوښکل، دوی د خپلو ترقیانو لپاره احتجاجونه وکړل او زما په فکر لومړی خوند د تبدیلۍ نه تعلیمي ادارو او استادانو واخېست او مالومه شوه ورته چې تبدیلي په اصل کې څنګه وي.

۴:که د پنجاب د پارلمان یو غړی د هند پنجابي ته ورور وایي او د فواد چودري په خبره دوی له هند سره پر دې هم جنګ نه غواړي چې اخوا هم پنجابیان دي او دېخوا هم. او رنجیت سنګ مجسمه یې د لاهور په میوزیم کې ولګوله او دغه لا څه کې چې د پېښور په بالاحصار کې یې هم د رنجیت سنګ عکسونه لګولي دي، خو که یو قام پرست پښتون خپل افغان ته ورور وایي او د امن خبره کوي نو پرې د غدارۍ ټاپې لګول کیږي او په اسمبلۍ کې کېنول شوي تبدیلۍ واله پښتانه پرې تنقیدونه کوي او د کله به ځې نعرې وهل کیږي.

د تبدیلۍ دغو پښتنو ته د سایل صېب دا شعر ډالۍ

دا ته د خپله نومه ولې دومره لرې تښتې

خو بس که ځان ته دې افغان ووې افغان به شې

۵:د صوبې روغتونونو  ته به راشو، د پېښور لیډي رېډنګ روغتون چې د ټولې صوبې زیات بوج وړي. مشر یې نوشیراوان برکې دی، برکې د تبدیلي سرکار خپل دی او په موجوده وخت کې د لکونو روپو د تنخا سره غېب دی، په صوبه کې دا وخت په روغتونو کې هیڅ انتظام نشته. دلته یوه خبره ډېره مهمه ده، د تبدیلې زیات اثر په ډاکټرانو هم وو. د بهر ملکونو نه به ډاکټرانو ویډیو ګانې خپرولې چې موږ به درځو بس یو ځل چې خان صېب نوی پاکستان جوړ کړي. ډاکټران یې اول په کوتکونو ووهل او اوس یې کورونا ته پرېښودي دي.

۶:د صوبې فنکاران ژاړي وایي کار نشته. او د تبدیلۍ فالورز لیکي ښه ده چې کار يې نشته دوی به کوم داسې ښه کار کو، نو اې لکه تاسو ورله ښه کار ورکړئ کنه. د پېښور د سرکاري ټي وي دفتر بند دی، ډرامې نه جوړیږي ، او تبدیلی سرکار ورته وایي ارتغرل وګورۍ چې د دنیا د حاله خبر شئ خو زه به ستاسو د حاله خبر نه شم.

۷:دا د پښتنو خوب وو چې یو ځای شي او د خپل وحدت لپاره یې ۷۰ کاله مبارزه وکړه، او پخوانۍ فاټا یې له خیبر پښتونخوا سره یو کړه، او د قبایلو سره د کال سل اربو روپو ورکولو لوظ وشو خو د پاسه نه پرې تبدیلي راغله ، هغه سل اربه خو پرېږده چې تبدیلۍ واله د صوبایي اسمبلي نه په نومبر ۲۰۱۹ کې یو بیل منظور کړو چې د قبایلو د پلرونو او نیکونو د غرونو ، ځنګلونو او زمکو ملکیت یې په قانوني توګه د حکومت ملکیت وګرځوو. او تبدیلۍ واله دې خبر وي چې په پاکستان کې د حکومتي ملکیت څه مطلب وي.

۸:پر ټولنیزو رسنیو یې کنځل عام کړ، سیاست یې د دوو پېسو کو، نن یوه خبره سبا بله. که سمه خبره هم وکړې نو په جالي اکاونټونو او حته د وزیرانو د تصدیق (ویریفایډ ) شوو اکاونټونو او پاڼو  نه پرې تنقید او بدې ردې ویل کیږي. وزیران حته دې پورې راشي چې وایي په خوبونو کې د دې تبدیلۍ خبر شوی وو، چې یو داسې وزیراعظم به راځي.

۹:ګڼ پښتانه او بلوڅان لا درکه دي. د ادریس خټک تر اوسه هیڅ پته نه لګي. د بشیر بلور، هارون بلور سره په سوونو زرګونو پښتانه ووژل شول، او په تېره تېره  عارف وزیر چې د خپل کور ۱۸م غړې وو چې ووژل شو، او د قاتل پته یې ونه لګېده.

د وفاقي حکومت وزیران د امریکا د ولس د هغو مظاهرو ستاینه کوي چې د یو تور پوستی امریکايي د وژل خلاف راپورته شوي دي، او وایي چې په داسې پېښو احتجاج د امریکایانو بنیادي انساني حق دی خو د علي وزیر او نورو پښتنو بلوڅانو د خپلو خپوالوانو او ملګرو د لادرکی په اړه خبره کول ورته کفر ښکاري. او داسې ګڼي چې په دې اړه غږ پورته کولو سره به پاکستان مات شي.که څوک پر انساني حقونو خبره کوي نو هم په اسمبلۍ کې يې ورته یو بل د تبدیلې واله پښتون وزیر ساتلی وي،هغه راپاڅي او وایي تاسو پاکستان ماتوئ.

۱۰:کورونا وایرس هم تبدیلي سرکار ته ګرانه پرېوته، وزیراعظم قام ته په خپله وېنا کې وایي چې دا یو معمولي تبه ټوخی دې،خو تاسو به یریږي نه. او ټول بند یا لاک ډاون ضرورت نشته خو دوه ساعته پس په ټول ملک کې د پوځ له طرفه لاک ډاون اعلان شي.او تبدیلي سرکار یې تماشه کوي او وایي چې په ملک کې فېصلې اشرافیه کوي. نو تبدیلۍ واله دې خبر وي چې په پاکستان کې  اشرافیه یوازې پوځ دې.

بله دا چې په بهر ملکونو  په خاصه توګه په خلیجي  هېوادونو کې پښتنو به د تبدیلۍ ډېرې ترانې ویلې. او دا ذکر به یې کوو چې څنګ تبدیلي راشي نو روزګار له خپل وطن ته راځي، تبدیلي خوراغله، خو دا اوس د کورونا له وجې د سعودي عرب او د ګڼو نورو هېوادونو نه د پښتنو مړي راوړل هم ګران شول، ځکه چې د تپوس یې څوک نشته. هغه مړي یې له څه چې ژوندي یې په توبو توبه ګار کړل، او د باچا خان اییر پورټ یې ورته دوه میاشتې تړلی وو. د پښتنو اول په سرکاري جازونو کې نمبر نه راځي او که راشی نو لاهور، فیصل اباد او یا ملتان ته یې رسي ، او هلته يې ۱۴ ورځې په هوټلونو او نورو ځایونو کې اېساروي،د ټسټونو او خوراک ټوله خرچه ترې بیله اخلي. ټکټ خو يې په پور اخېستی وي خو د خرچې غم به جدا کوي. او په پور پسې رایاد شول چې هغه یو به وېیل چې عمران خان څنګه وزیراعظم شي نو په دویمه ورځ به په بهر ملکونو کې پرتې دوه سوه اربه ډالره راوړي، سل اربه به د ايي اېم اېف په خوله ر اولي او سل اربه به په ولس تقسیموي. او پښتنو ورته داسې پړقي ووهلې.او هغه دوه سوه خو به لا راوړي خو  خبر شوي به یئ چې تبدیلي سرکار په دوو کالو کې دومره قرضونه اخېستي چې پخوانو حکومتونو په تېرو ۱۵ کالونو کې نه وو اخیستي.

۱۱:په تازه تبدیلي کې یې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر پولیسو ته د شېرو لقب ورکړ، چې نن نه پس به پولیس ته شېرو وایۍ. دا د هغه صوبې پولیس دي چې د تېرو څو کالونو راهېسې یې د دې صوبې لپاره ګڼې قربانۍ ورکړې. د صفت غیور، ملک سعد،عابد علي او طاهر داوړ پشمول ګڼ افسران یې شهیدان شول. خو د تبدیلۍ واله په حکومت کې دغه ویاړلۍ ځواک هم د خنده شو.

تبدیلۍ واله دې خبر وي چې شېرو د دوی د وزیراعظم د یو سپي نوم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب