جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد وزیراکبرخان جومات خطیب او مشهور دیني عالم ډاکتر محمدایاز نیازی ووژل...

د وزیراکبرخان جومات خطیب او مشهور دیني عالم ډاکتر محمدایاز نیازی ووژل شو

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۳) د افغانستان مشهور دیني عالم او د وزیراکبرخان جومات خطیب ډاکتر محمدایاز نیازی نن د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته په یوه چاودنه کې ووژل شو.

راپورونه وايي چې د ماښام په ۷ بجې او ۳۵ دقیقې یو انتحاري ترهګر د وزیراکبرخان جومات ته ننوت او ځان یې والوزاوه.

په دې پېښه کې د ډاکتر نیازي په ګډون لږترلږه ۳ تنه ټپیان شول خو نیازي وروسته په روغتون کې سا پرې کړه.

له دې پېښې وروسته ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه کې دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي«پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی.»

ډاکتر محمدایاز نیازي په مصر کې د دوکتورا تر کچې دینې زده کړې کړې وې او یو معتدل او خوله ور دیني عالم ګڼل کېده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې دا برید غندلی او هغه یې جنایت بللی دی.

تراوسه کومې پلې تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې وسله والو طالبانو هغه دیني عالمان چې د دې ډلې خلاف یې څرګندونې کړي وي یا یې د دولت ملاتړ کړی وي، وژلي او مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی.

ډېری دیني عالمان وايي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په اړه د دې لپاره څه نه وايي چې دا ډلې تر بل هر چا په دوی ژر حمله کوي.

په کندهار کې چاودنې ۴ ملکیان ژوبل کړل

له دې جلا نن مازدیګر د کندهار ولایت په شا ولیکوټ ولسوالي کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ۴ ملکي وګړي ژوبل شول.

د کندهار چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې د مازدیګر په شاوخوا ۵ بجې د ملکیانو یو موټر، چې په فرعي لاره روان و، په نیکه شلې سیمه کې پر ماین برابر شو.

ویل شوي چې په ټپیانو کې د یوه حال نازک دی.

تر دې پیښي څو ورځي وړاندي هم د کندهار په میانشین ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماین چاودني د یوې کورنۍ پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

همداراز نن د کندوز په خان اباد ولسوالي کې په ورته چاودنه کې ۷ تنه ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول.

طالبانو تراوسه د هیڅ چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په کندوز کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

6 COMMENTS

  1. إنا لله وإنا إليه راجعون
    د افغانستان مشهور دیني عالم او د وزیراکبرخان جومات خطیب شهید ډاکتر محمدایاز نیازی هم د دیی پانی دنیا څخه ولاړو.
    کورنی، خپلوانو او دوستانو ته یی جمیل صبر او حوصیله غواړم، او هر چا چی د وزیراکبرخان په جومات کی دغه وحشی او غیر اسلامی چاودنه کړی وی، الله ج دیی تری خوګان او موږکان جوړ کړی.
    په ټولو طالیبانو او وحشی داعیشیانو کی به د شهید ډاکتر محمدایاز نیازی په شان پوهه مسلمان، پوهه افغان او پوهه ملا پیدا نکړی.
    په اخر کی بیا هم د شهید ډاکتر محمدایاز نیازی کورنی ته تسلیت وایم.
    والسلام

  2. انا لله و انا اليه راجعون

    ددې وژنو۔ د داعش او د طالبانو او ټولو وحشتونو اداره او سوق يوازې او يوازې يو ځای دی۔ هرڅه ای ای اي اداره کوي۔
    ولې سر نه خلاصوی افغانانو?

  3. انا لله و انا الیه راجعون .
    د الله رب العزت نه
    شهید د. ایاز نیازی ته د شهادت اعلی درجه او فامیل اودوستانو ته یی اجر او صبر جمیل غواړم .الله ج دی ددین او علماوو دښمنانو ته جزا ورکړی او د ټولو مظلومو شهداوو انتقام هغه عزیز ذوانتقام ذات ته سپارو او د دی ملت او امت اجرتی قاتلان دی ذلیل او تباه کړی.

  4. انا لله و انا الیه راجعون.ط الله ج د خدای بښلی نیازی ته د فردوسجنت په نصیب کړی.که څه همطالبانودغه کړنه غندلې ده مګر دوی پدی دنیا خپله غاړه له داسې پیښونشی خلاصولۍ ،همدوی وو چی ځانمردارو تروریستی بریدونو ته یی شرعی جامه جوړه ور وراغوستله او نن صبا دا يو بزنس ګرځیدلۍ دۍ، د تنکیو،احساساتی،بیوزلو اوناپوهو ځوانانو د مغزونو وینځل په پاکستانی مدرسو اوهم د دوی د کویټي او وزیرستان په روزنځایونو کې تر سره کیږی او بیا دغه ځانمرداری د پیسو په وړاندې خرڅیږی اوهرڅوک یی د خپلوموخو لپاره رانیولۍ شی.

  5. نن ورځ دا ستر عالم یواځې ندی مړ، بلکې ټوله نړۍ مړه شوه .
    ډیر زیات غمژن شو، ربه ته د خپلو نیکانو او مظلومان تپوس وکړه ..
    ځکه چې مونږ بې وسه یو، او ته دغه ظالمان هلاک کړه ، چې ستا په کور کې ستا د دین استازي وژني..
    ربه دا اور د هغو کورته یوسه ، چا چې زمونږ کور راوړی .

  6. إنا لله وإنا إليه راجعون,
    دداسي تيرو او اوسنی ترا جيدي او ماتم نه زموږ افغان اولس تر هغو بچ کيدای نشو تر څو چه افغان اولس په خپله ټوپک را وانخلي او د ځان ساتنه ونکړي. په ماتم خو داده هره ورځ موږ ناست يو. موږ يي په رڼا ورځ وينو چه تالب د آ س. آ. په هدايت زموږ افغانانو د لونګی او پوه شخصيتونه وژني کوم چه زموږ اواز پورته کوي او دد اولس په غم او چوپړ کي اخته دي. موږ خو نن غلي يو او وايو چه هغه يي مړ کو خو ليکن دا سوچ له ځان سره نه وهو چه څنګه يي شهيد او څنګه دداسي ماتمنو مخه نيولياي شو په تآسف سره بايد ووايم چه دداسي مهمو شخصتونو ساتنه افغان مسولين نه غواړي کنه په ديرو ارزانه او ساده تدابيرو داولس په کومک او کار داسي درانه شخصيتونه له قتله ساتل کيداي شي. محترمين سياسيون خداي خبر څوره باډي ګارد زري موتري د ځان د ساتني لپاره لري کورونه ته ۲۴ ساته پيره ولاړه وي ليکن داسي ملي شخصيتونو دومره دولتي مسلينوته دومره ګرانه بريښي دښمن پاکستان چه دداسي شخصيتونو د مړني په هکله داسي سرګردانه او لالوانده ده هغه داده چه دا ملي او پوه وشخصيتونه افغان اولس ويښه وي او ملي ګټي يي ساتي . که چيرته دا شخصيتونه او پوهيالي موږ نن ونه ساتوتر سبا به څوک نه وي چه موږ وساتي

    ماتم دد قربانيانو هيڅ د قربانيانو درد نه خوري خوچه ژوندي وي ساتنه يي لازمه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب