دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهشاهین: د م.م. راپور د امریکا او طالبانو د موافقې د ناکامولو...

شاهین: د م.م. راپور د امریکا او طالبانو د موافقې د ناکامولو په هدف خپور شوی

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۳) د طالبانو د قطر دفتر بې له دې چې د القاعده شبکې موم یاد کړي د دې شبکې د ملګروملتو راپور رد کړ.

د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د ملګروملتو د مې د ۲۹ نېټې په کالني راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ (د جون لومړۍ) خپور شو، د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړیکو د د دوام او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې پر ضد د طالبانو په منځ کې د اختلاف یادونه شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو په تحریک کې دننه د دې ډلې او امریکا ترمنځ د موافقې په مخالفت کې د حزب ولایت په نوم ډله جوړه شوې ده.

راپور وايي چې د موافقې پر سر د طالبانو د مشرانو په منځ کې هم اختلاف دی.

په راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو د قطر دفتر د موافقې جزییات له نورو طالبانو په تېره بیا قوماندانانو سره شریک کړي نه دي.

خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین نن ویلي چې د ملګروملتو په راپور کې د «اسلامي امارت» په اړه ناسمې، استخباراتي او عُقدې څرګندونې شوي دي.

ده ویلي چې طالبان د دې راپور جزییات په کلکه ردوي.

شاهین د طالبانو په منځ کې د درز ادعا هم رد کړې او ویلي یې دي چې «د طالبانو لیکې متحدې او یو لاس، هیڅ راز انشعاب او بېلتون پکې نشته او د اسلامي امارت ټول مجاهدین  د خپلو مشرانو پرېکړې په کلکه رعایتوي او تېر اوربندونه دا حقیقت ثابتوي.»

شاهین همداراز ویلي«موږ له امریکا سره پر لاسلیک شوې موافقه، چې د ملګروملتو امنیت شورا هم تایید کړې ده، کلک ژمن یوو او د ځان له لوري په موافقې کې راغلي ژمنې عملي کوو.»

د م.م. راپور: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

شاهین د ملګروملتو په راپور کې د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو دوام ته اشاره ویلي «د موافقې پر اساس اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا د امنیت پر ضد کار واخلي، یا دلته د چا د تاوان لپاره روزنیز کمپونه جوړ کړي او یا زموږ له خاورې څخه په استفادې د چا پر ضد چنده ټوله کړي.»

شاهین د ملګروملتو د راپور هدف په مجموع کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ناکامول، په هیواد کې د جګړو د اور تود ساتل او د ده په وینا د ځینو دښمنو او استخباراتي کړیو د ناروا ګټو ساتل بللي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی دا هم ویلي چې د امریکا او طالبانو موافقه په افغانستان کې د دایمي امنیت، سولې او د جګړې د پای ته رسېدا مهمه وسیله او وثیقه ده. ده دا هم ویلي چې د ځینو دښمن او استخباراتي کړیو ګټې د جګړې له دوام سره تړلي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبان له امریکا سره له موافقې او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له پیل سره سره حاضر نه دي چې اوربند یا اورکم وکړي.

دا ډله، چې پخوا یې خپله جګړه یوازې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره مشروطه بلله، اوس نورې غوښتنې مطرح کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب