دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندوز کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۳) د کندوز د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالي کې د ماین په چاودنه کې لږترلږه ۷ کارګر وژل شوي دي.

د کندوز د والي ویندوی عصمت الله مرادي وویل چې دا پېښه پرون مازدیګر د خان اباد ولسوالي په ځنګل باشي سیمه هغه مهال وشوه چې د کارګرو د موټر په لار کې ښخ شوی ماین وچاودېده.

د مرادي په وینا په دې پېښه کې ۷ کارګر وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د کندوز د والي ویاند او د روغتون مسوولان وايي چې د دوو تنو ټپیانو حال په نسبي ډول د ډاډ وړ و نو د خان اباد په روغتون کې بستر شول خو ۴ نور، چې حال یې نازک و، د کندوز حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د ځنګل باشي سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان عموماً دې سیمې ته پر غځېدلو لارو د دې لپاره ماینونه ږدي چې دولتي ځواکونه پکې عملیات ونه کړي.

طالبانو تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه د ي ویلي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر تېره میاشت د اپریل د میاشتې د ملکي تلفاتو شمېر ۲۰۸ تنه اعلان کړ او ویې ویل چې دا شمېر د تېر کال د اپریل په پرتله په سلو کې ۲۵ زیات دی.

د ملګروملتو په راپور کې د اکثرو ملکي مرګ ژوبلو مسوولیت د طالبانو په غاړه اچول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب