دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ژغورنې نړیواله کمېټه: کورونا په افغانستان کې ناورین رامنځته کوي

د ژغورنې نړیواله کمېټه: کورونا په افغانستان کې ناورین رامنځته کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۳) د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر هغه څه چې رسماً اعلان او ثبت شوي، په ځلونو ډېرې دي.

دې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې په مې میاشت کې د کورونا مثبتې پېښې په سلو کې ۶۸۴ زیاتې ثبت شوي دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ټیست امکانات خورا لږ دي، په دې وایرس ډېر اخته کسان تر پایه نه معلومېږي.

دې کمېټې همداراز ویلي چې ملیونونه افغانان له خوراکي ناامنۍ سره مخامخ دي او د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله اقتصادي فشار نور هم پرې زیات شوی او دا په دې بېوزله هیواد کې د انساني ناورین سبب کېدای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له وروستیو شمېرو سره سم، په دې هیواد کې د کورونا ۱۶ زره ۵۰۹ پېښې ثبت شوي او تراوسه د هغو له منځه ۴۲۸ تنه روغ شوي او ۲۶۵ نور مړه شوي دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په کورونا د نژدې ۱۶ زره تنو ثبت دا معنا نه لري چې په افغانستان کې دا وایرس لږ خپور شوی دی بلکې د دې اساسي دلیل دا دی چې په افغانستان کې لږ کسان ټیست کېږي.

د نورو هیوادونو خلاف په افغانستان کې د هغو کسانو، چې ټیست یې اخیستل کېږي، د لوی اکثریت کورونا مثبته وي.

تېره اوونۍ د هرات د روغتیا ریاست وویل، په تېر ۲۴ ساعتونو کې یې د ۹۳ تنو د کورونا ټیبست وکړ چې د ۸۵ تنو کورونا مثبته وه.

نن د هرات چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۲۳۳ تنو ټیست اخیستی خو په دې منځ کې د ۲۱۲ تنو کورونا مثبته ده.

اوس اکثره افغانان دې ته حاضر شوي چې کورونا وایرس ومني. په لومړیو کې ډېرو ویل چې کورونا نشته یا پر دوی اغېز نه لري خو له دې سره سره لا هم اکثره افغانان د کورونا وایرس د مخنیوي اصولو ته پام نه کوي.

1 COMMENT

  1. او س په کرونا احته کسان د کنړ ولایت په تول ساحو په زیاته انددازه خلک زنانه په دغه مرض مبتلا شوی دی او اکثره د دیرو اقتصادی مشکیلاتو د وجی داکتر انو ته هم مراجعه نه کوی نه ورسره پیسی وی او نه ورسره د ګاړی کرایه اوس ولس په دیر بد حالت کی قرار لری نه دولت سه مرسته کوی او په دولتی شفاحانه کی د علاج سه درک وی نه په روغتون کی هر مریض ته سه پاملرنه شته اونه دچا پروا کوی او چه دیر غذر او زاری وکړی هسپتال ته دی نه بریدی نو غږ دی تولو نړیوالو ته ورسوی چه اوس اولس سه وکړی داسی داکتر هم نه لیدل کیږی جه د خپل مرض په رابطه ورسره مشوره وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب