سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeټولنیزولې؟| امیرشاه یاد

ولې؟| امیرشاه یاد

ولې په عام ډول د یو شي یا پېښې د علت د وضاحت لپاره د پوښتنې په ډول مطرح کیږي.
د ولې کلیمه د یو ټولیز فکر او نظریي پر وړاندې  پراخې پوښتنې رابرسېره کوي، لکه د کایناتو، ګڼو مذهبونو او نورو اډیالوژيکو افکارو پر وړاندې مو تفکر کولو ته اړباسي او اصلي موخو او واقعیتونو ته مو رسوي.
خو د انسان له پېدايښته نیولې تر اوسه د ولې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې دي،
دا ځکه چې د نړۍ حاکمه طبقه نه پریږدي، چې یو فرد دې د یوې کوچنۍ پوښتنې (ولې) سره په یو لوی، عامه او منل شوې نظریه کې لوی درز پیدا کړي او هغه دې باطله وګڼل شي، لکه په تېرو پېړیو کې چې خلک په لرغوني یونان او اروپا کې د پاپ او کلیسا له ظلمونو او د پیوډالي نظام د طبقاتي ویش نه تنګ شول چې په پایله کې خلک د ولې د ځواب لپاره په ګڼو شیانو لکه کایناتو، مذهبي اډیالوژیو او د ژوندانه د ښه والي او حقیقت ته د رسېدو لپاره یو تفکر ته اړ وتل، چې د پاپ کلیسا او د طبقاتي نظام واک یې وننګوو، د ټولنې دغې واکمنې طبقې هڅه کوله، چې هیڅوک د ولې پوښتنه مطرح نه کړي، خو ونه توانېدل چې انسان پر کایناتو له تفکره یعنې له ولې؟ راوګرځوي، چې په پایله کې د ولې له برکته اروپا د فلیسوفانو او ساینسپوهانو نه ډکه شوه. دغې فکر او په هر شي کې د ولې پوښتنې، انسانان د کلیسا او فیوډالي نظام له سرکل نه ازاد کړل او انسان ازادي خپل حق وګاڼه.
د ولې پوښتنه په هر وخت او ځای کې موږ د ریشتیا تر پوړیو رسوي، مخکې له دې چې د کوم ملګري\ ملګرې یا د کورنۍ کوم کس مو د خوښې پر خلاف کوم کار کوي نو لومړی باید ووایو چې ولې؟
که د ژوند هره چاره کې تر هر څه وړاندې ولې ووایو هیڅکله به په خپلو کړنو او عمل خواشیني او پشېمانه نه شو دا ځکه، چې (ولې) د کار له ترسره کولو مخکې د هغه کار په اړه فکر کولو ته وایي چې کوو یې او له کاره روسته (ولې) د هغه کار په اړه چې کوو یې تحقیق کوي (ولې) مو د انساني ژوند د اخلاقي او عاطفې له مستانه کیفه خبروي لکه له ځانه وپوښتو، چې ولې ځانته تر نورو ډېر ارزښت ورکوو او ولې له ځانه نورو ته ډېر ارزښت ورکوو؟ ولې د چا پر شخصي حریم تېری کوو؟
ولې راته د چا ژوند ارزښت نه لري؟ ولې فکر کوو او ولې فکر نه کوو؟ ولې خوشالي خوښوو؟ ولې د بل له رټلو خوند اخلو؟ ولې د بل په ناکامۍ کې خپله بریا وینو؟ ولې بل ملامتوو؟ ولې په هر څه کې موخو ته لومړیتوب ورکوو؟
ولې د بل په خوښه ژوند وکړو؟ ولې فکري خپلواکي نه لرو؟ ولې له پردیو افکارو متاثر کیږو؟ ولې هر څه په پټو سترګو منو؟ ولې هڅه کوو چې خپل فکر پر نورو تحمیل کړو؟ ولې ژوند کوو؟ ولې تعلیم کوو؟ ولې پیسې ګټو او ولې د چا حق خورو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب