یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاد معدني اوبو په ځای د نلونو اوبه په ګیلاس کې وڅښئ

د معدني اوبو په ځای د نلونو اوبه په ګیلاس کې وڅښئ

احمد الله ناصري –

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هم په بوتلونو کې د اوبو څښل دود شوي دي د نیویارک ښار مسولانو فیصله کړې ده چې خلک دې ته وهڅوي چې د بوتلونو او معدني اوبو په ځای د نل اوبه په ګیلاسونو کې وڅښي .

د نیویارک ښاروالۍ په درست ښارکې د تبلیغاتو په پیلولو سره د ښارله خلکو غوښتي دي چې د چاپېریال ساتنې لپاره دې د اوبو له بوتلونو لږه استفاده وکړي. د نیویارک ښار رستورانټونه هم له دغې پروژې سره د ملګرتیا لپاره تشویق شوي دي .

د نیویارک چارواکي وايي د اوبو له بوتلونولږه استفاده هم د ژواک چاپېریال لپاره ګټه لري او هم د خلکو د جیبونو په ګټه ده. پر دې سربیره د روغتیا لپاره هم د نل اوبه ګټه لري البته لومړني دوه دلیلونه کفایت کوي چې د نل له اوبو استفاد ه وشي او هغه هم په ګیلاسونو کې وڅښل شي.

په افغانستان کې خو لا د نل له پاکو ابو خلک بې برخې دي . او تاسو هم ښايي ووایئ چې زمونږ په هیواد کې خو د نل اوبه هم نه شته خوکه حکومتي چارواکيٍ دغه تحقیق لوستی وي یوه ورځ به مټې روانغاړي او د کابل ا ونورو ښارونو اوسیدونکو ته به د څښاک سمې اوبه برابرې کړي بیا به اړتیا نه وي چې په بوتلو کې له معدني اوبو استفاده وشي هسې هم د کابل ښار ډیر ککړ دی خو که د معد ني اوبو د بوتلونو ککړتیا هم پرې زیاته شي چاپېریال به نور هم زیانمن کړي ځکه چې پلاستیکونه ژر له منځه نه ځي او په چاپېریال کې د ډیرې مودې لپاره پاتې کیږي. د ژواک چاپېریال د ډلوله لوري د ترسره شویو څیړنو په اساس د اوبو له هرو پنځوبو تلونو څلوربوتلونه بیرته نه شي تجزیه کیدای چې بیا استفاده ترې وشي او لیرې غورځول کیږي دغه څیړنې د دې ښودنه کوي چې د بوتلونو د تولید او ویش بهیر دځمکې له ګرمیدو سره هم مرسته کوي.

البته د نیویارک ډیر اوسیدونکي چې اوس د دوبي تودوخه زغمي دغو سپارښتنو ته پام نه نه کوي ځکه چې باوري دي چې د نیویارک ښار د نلونو اوبه پاکې نه دي البته په کلیفورنیا کې له یوې مودې راهیسې ځینې رستورانتونه دغو سپارښتنو ته پام کوي. په نیویارک کې هم ځینونو رستورانټونوپه بوتلونو کې د اوبو خرڅلاو بند کړی دی خو هغه کسا ن چې د بوتل له اوبو د څښاک پلویان دي د نیویارک د ښاروالۍ دغه فیصله له انصافه لیرې بولي او وایي چې یوازې باید د دغه صنعت په ضد اقدام ونه شي او د چاپېریال ساتنې نور کارونه دې هم وشي .

احمدالله ناصري
احمدالله ناصري

حقیقت دا دی چې د اوبو د بوتلونو د تولید صنعت د سترو تولیدي شرکتونو هدف دی او نه غواړي خپل دغه تجارت له لاسه ورکړي د کلرکاس، کوکاکولا، او پیپسي کولا شرکتونه په دغه بازار کې څو ستر پانګه وال دي. کلرکاس په امریکا کې د معدني اوبو د بوتلونو ستر تولیدونکی شرکت دی په دغه برخه کې هره ورځ ملیونونه ډالره مصرفیږي او تبلیغ کوي چې دغه اوبه له ډيرو رڼو اوغرنیو چینو راوړل شوي دي په داسې حال کې چې ډیرې ېې د ښار د نل له اوبو ډک شوي وي .

په امریکا کې د بوتلونو د اوبو لپاره اصول په دې ډول دي چې تولیدونکي ژمنوي چې د بوتلونو اوبه دې یوازې د نل اوبو په شان ښې وي او ضروري نه ده چې د بوتلونو اوبه دې د نل تر اوبو ښې وي .

د1999 کال په مارچ کې دطبیعي زیرمو ددفاع شوارNRDC یوراپورخپورکړ چې عنوان ېې ؤ دبوتلونو اوبه خالص څښاک که خالص اعیتاد ؟ دغه راپور ېې دامریکا دخوړو او درملو ادارې ته ورکړ دNRDC راپور وښودله چې دبوتلونو داوبو څلویښت فیصده په حقیقت کې دنلونو اوبه وې او هسې ېې دمعدني اوبو ټاپه پرې وهلې وه .

دغه راپور دغه راز وښودله په امریکاکې 60 یا 70 فیصده خرڅې شوې معدنې اوبه دامریکا دخوړو او درملو دادراې سټندرډ نه لري په هر صورت دامریکا خلک دهرګیلن معدني اوبو لپاره له یوه تر څلورو ډالرو ورکوي خوددغو اوبو کیفیت د نل له اوبو سره چې وړیا دي هیڅ توپیرنه کوي او دبوتلونو داوبو کیفیت هم نه دی معلوم هیله کوو چې افغان جارواک هم دڅښا ک اوبو ته توجه وکړي او تصفیه خانې جوړې شي چې بیا څوک د معدنی اوبو ډپ ونه کړي او دملت ډیرې پیسې په غونډو او سیمیناورونو کې په معدنې اوبو ونه لګیږي.

1 COMMENT

  1. ګرانه وروره ما اوریدلی چی د تروو اوبه د خیټی د وازګی په ویلی کیدو کی ډیر ښه رول لری که مهربانی وکړی د دی په هکله را ته معلومات راکړی چه جانی عوارض لری او کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب