د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه
لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
منځلارې فقه د توندلارې فقهې په مقابل کې
قرضاوي له پیله ټینګار کوي چې د جهاد موضوع د مناقشې موضوع ده، ځینو ډلو په کې افراط کړی دی او ځینو تفریط. هغه هڅه کوي چې منځنی نظر چې د ده په باور د اسلام سم تعبیر دی، وړاندې کړي. هغه وايي: د جهاد حقیقت د دوو ډلو یعنې د افراط او تفریط تر منځ تر پښو لاندې کېږي، یوه ډله چې غواړي {د مسلمانانو په فرهنګ کې} جهاد مړ کړي او بله ډله چې له ټولۍ نړۍ سره جنګ اعلانوي.» د قرضاوي په باور، منځنۍ لاره دا ده چې: «د دې موضوع {جهاد} په اړه اساسي څېړنه وشي او د قرآن او سنت خپلو ټینګو اصولو ته وروګرځول شي، او د دې موضوع او د تعبیرونو په اړه یې بیا فکر او تدبر وشي، په دې کار کې باید د دین د اصولو او د شریعت د مقصدونو ، همدارنګه د علمي او عقلي مسلماتو او منل شویو قواعدو په رڼا کې د پخوانو ویناوې بیا وڅېړل او وارزول شي، او قوي نظرونه یې غوره وګڼل شي، بې له دې چې یوازې په هغو خبرو بسنه وشي چې د هر چا په خوله کې دي، ځکه چې ډېر ځله داسې کېږي چې د ځینو نظرونو شهرت د دې سبب کېږي چې لوستونکی فکر وکړي چې یوازینی نظر همدا دی او په دې اړه بل هېڅ نظر نشته، حال دا چې که مطالعه وکړي او مختلف لیدلوري وارزوي چې غوره یې معلوم کړي، بیا به ورته ښه روښانه شي چې په هغه مسأله کې لوی اختلافونه شته او هغه څه چې مشهور شوي دي، خامخا تر ټولو قوی او تر ټولو سم نظرونه نه دي.» (قرضاوي، فقه الجهاد، 30)
قرضاوي په دې کې باک نه لري چې مقابله ډله “المتطرفین” یعنې توندلارې وبولي. هغه په دې باور دی چې: «د دوی عمده تاوان دا دی چې په تېر کې اوسېږي، نه په حال کې او د کتابونو په نړۍ کې ژوند کوي، نه د واقعیت په نړۍ کې.» (هماغه اثر: ۴۲) هغه ځینې توندلاري چې سره تنظیم شوي دي، د “جماعات العنف” په نوم یادوي یعنې هغوی خشونتپالې ډلې بولي. دی د ځینو داسې ډلو نومونه اخلي او د فقهې په اړه د هغوی تصور نقدوي: «خشونتپالې ډلې لکه جماعت الجهاد، الجماعة الاسلامیة، جهادي سلفیت، جماعت انصار الاسلام، او القاعده {…} {په خپلو فقهي انګېرنو کې} محکمات پرېږدي او متشابهات راټینګوي، له کُلیاتو تېرېږي او پر جزئیاتو تکیه کوي، پر مقاصدو سترګې پټوي او په ظواهرو منګولې لګوي، او هر شی چې د ظواهرو خلاف وي، څنډې ته پورې وهي، هغه که شرعي نصوص وي او که فقهي قواعد، او ډېر ځله دلیلونه په داسې ځایونو کې کاروي چې اصلي ځایونه یې نه وي او دلیلونه له خپلو اصلي سیاقونو او چوکاټ څخه رابېلوي، خو په هر حال، هغوی د خپلې ادعا فقه لري چې خشونت توجیه کړي او د پخوانو له فقهي میراث سره یې وتړي. دوی غواړي خپله فقه په شرعی نصوصو تقویه کړي او د ځینو خام فکرو ځوانانو او برسېرنو شیانو ته کتونکو خلکو په منځ کې باب کړي. دوی خپل نظر د داسې خلکو په منځ کې رواجوي چې د مسایلو په سطح کې پاتې کېږي او د عمق په څېړلو کې یې پاتې راځي. د دې فقهې اساس هماغه د پخوانیو خوارجو فقه ده، هماغه ډله چې قرآن به یې لوسته خو قرآن به یې له حنجرو څخه هاخوا نه تله.» (هماغه اثر: ۱۱۳۲-۱۱۳۳) د قرضاوي په نظر، د خوارجو د فقهې نیمګړتیا په څو شیانو کې ده: «د جهاد په فقه کې نیمګړتیا، له نامسلمانانو – په تېره بیا له اهل ذمه – سره د اړیکو په باره کې نیمګړتیا، په زور سره د منکراتو د تغییرولو په فقه کې نیمګړتیا، د حاکمانو پر ضد د قیام په فقه کې نمیګړتیا، او بالاخره د تکفیر په فقه کې نیمګړتیا.» (هماغه اثر: ۱۱۴۲) قرضاوي په دې برخه کې د علي بن نفیع العلیاني په نوم د یوه لیکوال نظرونو ته اشاره کوي چې د “اهمیة الجهاد فی نشر الدعوة الاسلامیة” په نوم کتاب یې کښلی دی او دا کتاب اصلاً د هغه د دکتورا رساله ده چې د مکې مکرمې د ام القری پوهنتون ممتازه درجه ورکړې ده. قرضاوي د هغه د ځینو نظرونو – چې د ابو عبدالله المهاجر لیدلوري ته ورته دي – تر را اخیستلو وروسته، لیکي: «هغه تاوان چې دا لیکوال او د ده په شان نور کسان یې اسلام ته رسوي، تر هغه زیان خورا زیات دی چې د اسلام ښکاره دښمنان یې رسوي، او داسې خلک بې له دې چې وپوهېږي، د اسلام دښمنانو ته خدمت کوي، ان د میسحیت د مبلغانو او مبشرانو تر خدمتونو زیات. دوی په هماغه لاره چې غواړي دین ته ګټه ورسوي، تاوان وراړوي او له هماغه ځایه چې دین باید آباد کړي، ورانوي یې؛ پخوانو لا ویلي دي چې هوښیار دښمن تر ناپوهه دوست ښه وي، او لا عجیبه خو دا ده چې دا بند ذهنه انسان د دې دور هغه علما او دعوتګران چې د اسلام د حقایقو دفاع او د اسلام د دښمنانو باطلې خبرې ردوي، په دې تورنوي چې ګواکې دوی د استعمار روزل شوي کسان دي.» (هماغه اثر: ۲۷۲)
قرضاوي د خشونتپالو د فقهې په وړاندې د فقهې داسې نمونه وړاندې کوي چې د اجتهاد رنګ او بوی ولري، نه دا چې یوازې دې د پخوانو پل واخلي. هغه د داسې فقهې په اړه وايي: «حقیقي فقه دا نه ده چې له دې کتاب او هاغه کتاب څخه نقلونه وکړو، ځکه چې کتابونه د خپل وخت او خپل خاص چاپېریال د وضعیت استازي دي. حقیقي فقه دا ده چې فقیه دې د خپل زمان او مکان او جهان لپاره اجتهاد وکړي، هماغسې پخوانیو د خپل وخت او مکان او جهان لپاره اجتهاد کړی و، ځکه څه چې د یوه وخت لپاره مناسب وي، د بل دور لپاره هم خامخا مناسب نه وي؛ او څه چې د یوه محیط لپاره ښه وي، د بل محیط لپاره به خامخا ښه نه وي.» (هماغه اثر: ۳۷) خو څنګه مو چې ولیدل، ابو عبدالله المهاجر هم پر انتحاري عملیاتو باندې د انتقاد په باره کې شکایت کاوه چې دغه انتقاد پر ظاهر د جمود او د شریعت پر مقصدونو د نه غور کولو په وجه کېږي!
جهاد فرض دی؟
قرضاوي په هماغه تګلاره چې مخکې ورته اشاره وشوه، د جهاد موضوع راسپړي او هڅه کوي چې په خپل فقیهانه درایت سره د دې موضوع باریکۍ راوسپړي چې د توندلارو له لاسه وسله واخلي. په هغو خبرو کې دی يې په ټینګار سره وايي، یوه دا ده چې: «جهاد د ځینو مقصدونو او هدفونو لپاره وسیله ده، نه دا چې پخپله دې هدف او مقصد وي.» (هماغه اثر: ۱۳۳۵) هغه توضیح کوي چې د وسیلې اهمیت د هدف تر اهمیته کم وي او که هغه هدف په نورو وسیلو پوره شي، د دې وسیلې اهمیت به لا پسې کمېږي. مقابله ډله پر یوه دودیز باور تکیه کوي او وايي چې جهاد کفايي فرض دی او هر مسلمان دې په خپل ژوند کې باید په جهاد کې ونډه واخلي او یا دې لږ تر لږه ورته چمتو خو وي. قرضاوي هغه ادعا چې مقابله ډله یې کړې ده او وايي چې په دې کې اجماع شته، ردوي او وايي چې په دې اړه هېڅ اجماع نشته، بلکې برعکس، ځینو پخوانیو فقیهانو باور درلود چې جهاد اصلاً فرض نه دی او یوازې یو مستحب او نافله عمل دی. قرضاوي وايي: «جصاص د ابن شبرمه او {سفیان} ثوري او ځینو نورو دا خبره نقل کړې ده چې جهاد تطوعي عمل دی، نه فریضه.» (هماغه اثر: ۷۷) ټولې جهادي ډلې او واړه سیاسي اسلامکاري په پیغمبر پورې منسوب یو حدیث روایت کوي چې مضمون یې دا دی: هر څوک چې مړ شي او جهاد یې نه وي کړی او په زړه کې یې هم د جهاد نیت نه وي کړی، هغه به د نفاق د شعبو په یوه شعبه کې مړ شوی وي. قرضاوي وايي: «عبدالله ابن مبارک په دې باره کې ویلي دي چې موږ په دې نظر یو چې دا موضوع د اسلام د پیغمبر د ژوند په زمانې پورې تړلې ده {او تر هغه راوروسته زمانې نه رانغاړي} نووي ویلي دي او څه چې ابن مبارک ویلي دي، کېدای شي احتمال یې وي{…} نو ځینو عالمانو ویلي دي چې جهاد یوازې پر صحابهوو واجب و، نه پر هغو کسانو چې تر دوی وروسته راغلي دي، څرنګه چې ابو جعفر نحاس له عطا څخه نقل کړی دی.» (هماغه اثر: ۸۳-۸۴)
قرضاوي د دې موضوع د بیان لپاره د جهاد په اړه هغه مشهوره ډلبندي یادوي چې د «جهادِ طلب» او «جهادِ دفاع» په نوم پېژندل شوې ده. جهاد دفاع هغه حالت دی چې نامسلمانانو پر مسلمانانو حمله کړې وي. په دې حالت کې پر ټولو هغو کسانو باندې جهاد فرض دی چې دا خطر دفع کولی شي، او په دې کې هېڅ اختلاف نشته. او قرضاوي وايي چې مشروع دفاع په ټوله نړۍ کې منل شوی اصل دی او څوک پرې اعتراض نه کوي. اساسي اختلاف په جهاد طلب کې دی. جهاد طلب دا دی چې په عادي شرایطو کې، یعنې هغه مهال چې مسلمانانو ته هېڅ خطر هم نه وي، خو دوی په نړۍ کې د اسلام د خپراوۍ لپاره جهاد وکړي. قرضاوي وايي: «څوک چې په مسلمانانو پورې کار ونه لري او تعرض ورباندې ونه کړي، نو مسلمانان هم باید غرض ورسره ونه کړي او برید ورباندې ونه کړي، او که چا له مسلمانانو سره په سوله او مسالمت چلند وکړ، مسلمانان دې هم ورسره همداسې وچلېږي.» (هماغه اثر: ۹۳) هغه دا خبره هم کوي چې: «په خواشینۍ سره، په ډېرو خلکو کې دا نظر خپور شوی او مشهور شوی دی چې اسلام له ټولو مخالفانو سره د جګړې امر کړی دی، هغه که بت پالونکي مشرکان وي، که اهل کتاب {یهود او نصاری} او که له دیانت څخه منکره ملحدان، او که هغه ناخبره وګړي وي چې د دین په باره کې هېڅ فکر نه لري او نه د دین د اثبات په فکر کې دي، نه یې د رد په فکر کې. دا مخالفان که له اسلام سره په سوله کې پايي او که جنګ ورسره کوي، په هر حال به له دې ټولو ډلو سره تر هغې پورې جنګېږو چې مسلمان شي او یا په خوارۍ او ذلت سره د جزیه ورکول ومني.» (هماغه اثر: ۲۵۷) قرضاوي جهاد طلب یو مخ نه ردوي او په خواشینۍ سره وايي چې توندلاري غواړي منځلاري په دې تورن کړي چې ګواکې له جهاد طلب څخه منکر دي. دی دا تور ناروا بولي او بیا توضیح کوي چې: «هر څوک چې د دغو منځلارو نظرونه ولولي، وبه ویني چې هغوی د طلب جهاد تأیید کړی او د دښمن په کور د ننه د جنګ کولو اجازه ورکوي خو د مشخصو هدفونو لپاره، لکه: د دعوت د آزادۍ تر لاسه کول او د هغې فتنې {د خلکو شکنجې} مخنیوی چې له خلکو سره د خپلې عقیدې په خاطر کېږي، د هغو کسانو په مقابل کې مقاومت چې په زور د اسلامي دعوت مخه نیسي. د اسلامي دولت او د دولت د پولو د سلامتۍ تأمینول، که چېرې ورته ګواښ وي، د هغو کمزورو وګړو ایله کول چې دښمن یرغمل کړي دي – هغه که مسلمانان وي او که د اسلامي هېواد غیر مسلمان اقلیتونه، او د ځمکې له فاسدو او جګړهمارو مشرکانو څخه د عربستان د ټاپووزمې پاکول…» (هماغه اثر: ۲۵۸ – ۲۶۰). قرضاوي، لکه څنګه چې وبه یې ګورو، د دولتونو ملي حاکمیت په ځنډ سره مني خو دا نه ده معلومه چې له دې سره سره، څنګه وايي چې که د خپلو پولو په دننه کې یې اسلام ته د دعوت اجازه نه ورکوله، باید ورسره وجنګېږو!
په هر حال، قرضاوي باورمن دی چې زموږ په عصر کې د جهاد طلب بڼه د پخوا په پرتله بدله شوې ده. د جهادِ طلب نننۍ بڼه چې دی یې تأییدوي، داسې ده چې: «که مسلمانان غښتلی پوځي ځواک ولري چې د نورو ورنه سترګه وشي، پرمختللې وسلې ولري او په خورا ښه ډول روزل شوي وي، نو خپل عسکر دې په خپلو ټولو ځمکني او سمندري پولو کې خپاره کړي چې هېڅ زیان منونکی ټکی پاتې نه شي، او په هر ځای کې دې د دښمن د مخنیوي اسباب برابر کړي چې دښمنان {پر مسلمانانو د حملې له فکره} لاس په سر شي او هېڅکله پر دوی د برید نیت ونه کړي. » (هماغه اثر: ۱۰۵) د قرضاوي په نظر، جهاد پراخه معنا لري او وسلهوال جهاد یې یو ډول دی. د هغه په باور، هغه یوازینۍ جګړه چې اسلام یې د جهاد په نوم جایز ګڼي: «هغه جګړه ده چې د ځانګړي هدف لپاره تجویز شوې وي او دغه هدف د خپل دین په خاطر د چا د شکنجه کولو او ځورولو منع کول، له خلکو څخه د مادي او معنوي جبر او فشار لرې کول، او د اسلام دین ته د دعوتګرانو آزادي دي.» (هماغه اثر: ۴۶۹) قرضاوي وايي دا غلطه خبره ده چې څوک دې ګومان وکړي چې جهاد د کافرانو د ختمولو او د ځمکې له مخ څخه د کافرانو د پاکولو لپاره دی. هغه ټینګار کوي چې ابن تیمیه او ابن القیم هم دا خبره تأیید کړې ده. (هماغه اثر: ۴۰۳) که داسې وي، نو په صدر اسلام کې ولې مسلمانانو فتوحات کول؟ هغه وايي: «هاغه جګړې د دې لپاره وې چې د اسلامي دولت د ملاتړ لپاره د خطرونو مخه ونیسي.» (هماغه اثر: ۲۸۷) او دا خبره هم کوي چې: هغه جګړې چې له پادشاهانو او سرغړوونکو سره کېدې، هدف یې ښکاره و او هغه دا چې د نوي دین د دعوت له مخې څخه د خنډونو لرې کړي چې ملتونو ته د اسلام پیغام نېغ په نېغه ورسېږي.» (هماغه اثر: ۲۸۷) دا د هماغه نظر پخلی دی چې وايي د دعوت د رسولو لپاره د جنګ اجازه شته!
قرضاوي د یوه معاصر عالم، شیخ محمد غزالي پر تحلیل استناد کوي او وايي چې ان د اسلام د پیغمبر جنګونه هم همدغسې وو او دا نه مني چې هغه جنګونه دې محض یرغلیز وي. غزالي په یوه کتاب کې د حزب التحریر د مؤسس د لیدلوریو د ردولو لپاره یې لیکلی دی، د جهاد یزغلیز ګڼل مردود بولي او وايي چې هغه د صدر اسلام پېښې برسېرنې څېړلې دي. شیخ تقي الدین نبهاني د حزب التحریر بنسټوال ویلي دي: «د قریشو د کاروان د نیولو په خاطر د بدر خوا ته د اسلام د پیغمبر ورتګ، جنګ ته ورتګ و او دا یرغلیز جنګ و ځکه چې قریش دولت و او د اسلام پر پیغمبر او مدینې باندې یې برید نه وکړی، بلکې دا پیغمبر و چې له هغوی سره یې جنګ پیل کړ … {همچنان} کله چې پیغمبر د «مؤته» خوا سپاهیان په دې واستول چې له روم سره وجنګېږي او پخپله هم د روم پولې ته نژدې تبوک خوا ته د جګړې لپاره وخوځېد دا بېخي ښکاره خبره ده چې دا کارنه د جګړې د پیلولو لپاره وو.» شیخ غزالي دا نظر داسې رودي: «د پېښو په اړه داسې تصور تر ډېره ټوکې ته ورته دی، نه جدي خبرې ته، او نه پوهېږم چې د یوه انسان عقل دا څنګه مني چې له خپل وطنه د شړل شویو هغو کسانو په اړه چې د خپلې عقیدې په خاطر ځپل شوي وو، دا ادعا وکړو چې هېڅ تېری ورباندې نه و شوی … دا خبره تر ټولو حیرانوونکې خبره ده چې به اړه یې کولی شو… د ځینو داسې صاحب نظرانو د عقل د بندوالي په وجه اسلام ته سخت زیان رسېدلی دی، دوی پېښې تحرفوي، ان تر دې چې وايي قریش د بدر په جنګ کې او د روم استعمارګره امپراتوري په تبوک جنګ کې مظلوم وو او تېری ورباندې شوی و… زموږ پخوانیو کتابونو د یوې موضوع په باره کې خورا ډېر نظرونه راخیستي دي، ځینې یې سم دي، ځینې ممکن سم وي، ځینې یې معیوب، او ځینې نور یې بېخي بې معنا دي، بیا نو ځینې کسان چې برسېرن فکر کوي، همدا نظرونه لولي او تر ټولو بې معنا نظرونه یې انتخابوي…» (هماغه اثر: ۲۷۷-۳۷۹)
په دې حساب، قرضاوي د جهادِ طلب یا د مسلمانانو له لوري د یرغلیز جنګ په باره کې لیکي: «په دې بڼه جهادِ طلب ته موږ په اوسنیو شرایطو کې اړتیا نه لرو، ځکه چې دا کار د ځمکې {پر مخ انسانانو} ته د اسلام د پیغام د رسولو یوازینۍ وسیله نه ده.» (هماغه اثر: ۱۳۳۷)
لنډکی یادښت:
د ښاغلي محب زغم دي کور اباد شي، زحمت یې ایستلی، لیکن له ده څخه د ژباړي په برخه کې د ښه متن تمه کیږي. لاندي متن ((چې)) او ((او) اغیزمن کړی او متن یې بې خونده کړی هم لاندي یې د لومړي پاراګراف یوه برخه را اخلم:
((د قرضاوي په باور، منځنۍ لاره دا ده چې: «د دې موضوع {جهاد} په اړه اساسي څېړنه وشي او د قرآن او سنت خپلو ټینګو اصولو ته وروګرځول شي، او د دې موضوع او د تعبیرونو په اړه یې بیا فکر او تدبر وشي، په دې کار کې باید د دین د اصولو او د شریعت د مقصدونو ، همدارنګه د علمي او عقلي مسلماتو او منل شویو قواعدو په رڼا کې د پخوانو ویناوې بیا وڅېړل او وارزول شي، او قوي نظرونه یې غوره وګڼل شي، بې له دې چې یوازې په هغو خبرو بسنه وشي چې د هر چا په خوله کې دي، ځکه چې ډېر ځله داسې کېږي چې د ځینو نظرونو شهرت د دې سبب کېږي چې لوستونکی فکر وکړي چې یوازینی نظر همدا دی او په دې اړه بل هېڅ نظر نشته، حال دا چې که مطالعه وکړي او مختلف لیدلوري وارزوي چې غوره یې معلوم کړي، بیا به ورته ښه روښانه شي چې په هغه مسأله کې لوی اختلافونه شته او هغه څه چې مشهور شوي دي، خامخا تر ټولو قوی او تر ټولو سم نظرونه نه دي.» (قرضاوي، فقه الجهاد، 30))
بدیل یې:
د قرضاوي په باور، منځنۍ لاره دا ده چې: «د دې موضوع {جهاد} په اړه بنسټیزه څېړنه وشي، د قرآن او سنت ټینګو اصولو ته وروګرځول شي، د موضوع او تعبیرونو په اړه یې بیا فکرې تدبیر وشي. په دې کار کې باید د دین د اصولو، د شریعت د مقصدونو، همدارنګه د علمي و عقلي مسلماتو، منل شویو قواعدو په رڼا کې د پخوانو ویناوې بیا وڅېړل شي، وارزول شي، او قوي نظرونه یې غوره وګڼل شي. بې له دې چې یوازې په هغو خبرو بسنه وشي چې د هر چا په خوله کې دي. ځکه زیاتره وخت د ځینو نظرونو شهرت د دې سبب کېږي، ترڅو لوستونکی فکر وکړي، ګواکي یوازینی نظر همدا دی. په دې اړه بل هېڅ نظر نشته، خو که مطالعه وکړي، مختلف لیدلوري وارزوي، غوره یې معلوم کړي، بیا به ورته ښه روښانه شي چې په هغه مسأله کې لوی اختلافونه شته، څه چې مشهور شوي دي، خامخا تر ټولو قوی یا تر ټولو سم نظرونه نه دي.» (قرضاوي، فقه الجهاد، 30)
والسلام
د سهوې یا تخنیکې ناسمیو تر سمښت وروسته
لنډکی یادښت:
د ښاغلي محب زغم دي کور اباد شي، زحمت یې ایستلی، لیکن له ده څخه د ژباړي په برخه کې د ښه متن تمه کیږي. لاندي متن ((چې)) او ((او) اغیزمن کړی او متن یې بې خونده کړی هم :هم دی.لاندي یې د لومړي پاراګراف یوه برخه را اخلم
((د قرضاوي په باور، منځنۍ لاره دا ده چې: «د دې موضوع {جهاد} په اړه اساسي څېړنه وشي او د قرآن او سنت خپلو ټینګو اصولو ته وروګرځول شي، او د دې موضوع او د تعبیرونو په اړه یې بیا فکر او تدبر وشي، په دې کار کې باید د دین د اصولو او د شریعت د مقصدونو ، همدارنګه د علمي او عقلي مسلماتو او منل شویو قواعدو په رڼا کې د پخوانو ویناوې بیا وڅېړل او وارزول شي، او قوي نظرونه یې غوره وګڼل شي، بې له دې چې یوازې په هغو خبرو بسنه وشي چې د هر چا په خوله کې دي، ځکه چې ډېر ځله داسې کېږي چې د ځینو نظرونو شهرت د دې سبب کېږي چې لوستونکی فکر وکړي چې یوازینی نظر همدا دی او په دې اړه بل هېڅ نظر نشته، حال دا چې که مطالعه وکړي او مختلف لیدلوري وارزوي چې غوره یې معلوم کړي، بیا به ورته ښه روښانه شي چې په هغه مسأله کې لوی اختلافونه شته او هغه څه چې مشهور شوي دي، خامخا تر ټولو قوی او تر ټولو سم نظرونه نه دي.» (قرضاوي، فقه الجهاد، 30))
بدیل یې:
د قرضاوي په باور، منځنۍ لاره دا ده چې: «د دې موضوع {جهاد} په اړه بنسټیزه څېړنه وشي، د قرآن او سنت ټینګو اصولو ته وروګرځول شي، د موضوع او تعبیرونو په اړه یې بیا فکرې تدبیر وشي. په دې کار کې باید د دین د اصولو، د شریعت د مقصدونو، همدارنګه د علمي و عقلي مسلماتو، منل شویو قواعدو په رڼا کې د پخوانو ویناوې بیا وڅېړل شي، وارزول شي، او قوي نظرونه یې غوره وګڼل شي. بې له دې چې یوازې په هغو خبرو بسنه وشي چې د هر چا په خوله کې دي. ځکه زیاتره وخت د ځینو نظرونو شهرت د دې سبب کېږي، ترڅو لوستونکی فکر وکړي، ګواکي یوازینی نظر همدا دی. په دې اړه بل هېڅ نظر نشته، خو که مطالعه وکړي، مختلف لیدلوري وارزوي، غوره یې معلوم کړي، بیا به ورته ښه روښانه شي چې په هغه مسأله کې لوی اختلافونه شته، څه چې مشهور شوي دي، خامخا تر ټولو قوی یا تر ټولو سم نظرونه نه دي.» (قرضاوي، فقه الجهاد، 30)
والسلام