جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناروې وايي، له افغانستانه خپل ځواکونه نه باسي

ناروې وايي، له افغانستانه خپل ځواکونه نه باسي

 (جمعه د قوس۲۱) ناروې وايي، سره له دې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي، دا هیواد به د ناټو د یوه غړي په توګه خپل پوځیان له افغانستانه ونه باسي.

د ناروې (نیوز این انګلیش) ویبپاڼې د خپل هیواد د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر اساس وویل چې ناروې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې خپل حضور ته دوام ورکوي خو اړتیاوو ته په پام کېدای شي چې د خپل ماموریت او ونډې په څرنګوالي کې بدلون راوړي.

دفاع وزارت دغه راز ویلي چې له ناټو سره یې په دې اړه خبرې روانې دي چې د ټرمپ له اعلانه وروسته به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه څه پرېکړه وشي.

د ناروې دفاع وزارت ویلي، حتي که د افغانستان له دولت سره د طالبانو د سولې خبرې ښه پرمخ لاړې شي او بریالۍ هم شي بیا هم افغانستان د تروریستي ډلو له خطره خوندي نه دی.

دغه وزارت ویلي، تر څو چې په افغانستان کې جګړه روانه وي د تروریزم خطر له منځه نه ځي.

په افغانستان کې د ناروې ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا هیواد په کابل کې ۱۰۰ پوځیان لري او هر کال له افغانستان سره ۶۰ ملیون ډالره مالي مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب