جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د الیاس داعي او ملالې میوند قاتلان ونیول شول

چارواکي: د الیاس داعي او ملالې میوند قاتلان ونیول شول

تاند(جمعه د قوس۲۱) افغان چارواکي ادعا کوي چې په هلمند کې یې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي او په جلال اباد کې د انعکاس راډیو تلویزیون د ویاندې او خبریالې ملالې میوند قاتلان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په لشکرګاه کې د الیاس داعي د وژلو په تور د یوه طالب د نیولو د ادعا ترڅنګ د هغه ویدیويي اعتراف په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ.

نیول شوی کس ځان د اروزګان د چارچینو اوسېدونکی ښيي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي چې د ملالې میوند د وژلو په تور یې ۲ تنه نیولي او دواړو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

امرخېل نه دي ویلي چې نیول شوي کسان په کومه ډله پورې تړاو لري خو د دې حملې مسوولیت داعش سختدریځې ډلې په منلی دی.

د ملالې میوند له وژل کېدو سره په روان کال کې د تروریستي ډلو له لوري په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمېر لسو ته ورسېد.

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.

3 COMMENTS

  1. قاتلین ونیول شول او اوس به وګرو چې څومره مکافات ورکول کېږي. څو ورځې به یې بند ته واچوي او بله ورځ به یې د طالبانو د بندیانو په نوم خوشې کړي. که داسې نه وي نو د دوی دوسیې دې په کلونو نه ځنډوي او په په عام محضر کې دې په دار وځړوي. مننه

  2. د چارواکو لخوا داسې خبرونه په دې خاطر ورکول کيږي تر څو پر دوي د خلکو فشار کم شي.

  3. د آی اس آی نوکران هرچېرته فعاله دي ، حتی زمونږ په رسنیو کې . یاقوت خان شینواري هم د وحدت پنجابي ورځپاڼي له چلوونکو نه ده چې اوس چېرته په یوروپ کې د غربت شپې تېروي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب