دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینمانن د وتلي سینمايي لوبغاړي ټام هنکس د زیږدنې ۵۷ کلیزه ده 

نن د وتلي سینمايي لوبغاړي ټام هنکس د زیږدنې ۵۷ کلیزه ده 

تاند-  نن د جولای نهمه د امریکايي سیمنادلوبغاړي ټام هنکس دزوکړې اووه پنځوسمه کلیزه ده چې دګولډن ګلوب،ګلید اوآسکرجایزې یې د خپل هنري ژوندپه برخه کړې دي .

ټام جفري هنکس د ۱۹۵۶ میلادي کال دجولای په نهمه له یواشپزپلاراودروغتون له یوې کارکوونکې مورڅخه نړۍ ته سترګې وغړولې .

هغه د متعلمۍ په دوره کې خوراشرمیندونکی اوخجالتي و. له لومړنیو زده کړو وروسته د تیاترپه څانګه کې د کلیولنډملي پوهنتون ته بریالی شو او لومړنۍ جایزه چې ده لاس ته راوړه ۱۹۷۸ کال وچې د شکسپیر د اثر (دورونا دوه جنټلمن » په رول کې یې د کلیولنډدفلم له کره کتونکو څخه ترلاسه کړه .

په سینما کې د هنکس جدي کار په ۱۹۸۸ کال د (ستر» له فلمه پیل شو چې ښه تود بازار یې درلود.خو ورپسې فلمونویې چنداني کتونکي نه لرل . په ۱۹۸۹ کال د (Burbs » ،په ۱۹۹۰ کال د (اتشفشان او اوربشې » اوهمدغه راز د(بې ځایه اورلوبې » فلمونه د ټام هنکس د هماغه کال د ناکاموکارونو بیلګې دي .

خو دغو ناکامیو ډېر دوام ونه کړ .په ۱۹۹۲ کال د هغوی دخپل لیګ په نوم په یوفلم کې کار د هالیووډ په تکړه لوبغاړي بدل کړ. دې فلم  ښه بازار وموند. بې له شکه ( په سیاټل کې بې خوبي » او (فیلادلفیا» په فلمونو کې د هنکس رول لوبول دهغه دمدرنې لوبونې نوی عصر وو . اود فیلادلفیا په فلم کې  یې د ترټولو ښه نارینه لوبغاړي  په توګه دآسکرجایزه ترلاسه کړه .

د ټام هنکس بریالیتوب دوام وکړ ، تردې چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د فاست ګامپ په فیلم کې د فوق العاده رول د لوبولو له کبله د ترټولو ښه لوبغاړي داسکردوهمه جایزه ترلاسه کړه اود سینما د لومړني لوبغاړي لقب یې واخیست چې د دوه پرله پسې کلونو لپاره یې دغه ارزښتمن نوم وګاټه .

د ټام هنکس بل فلم (اپولو ۱۳» وو چې په ۱۹۹۶ کال په ۹ څانګو کې اسکر ته کاندید شو .کره کتونکي دغه فیلم د ټام هنکس ترټولو ښه اثر بولي .

د (رایان د سرتیروژغورنه» په فلم کې یې له سټیون سپیلبرګ سره کار وکړ اودهغوی بریالۍ ملګرتیا دغه فلم د سینما په تاریخ کې په  ترټولو ښه جنګي اثر بدل کړ . دټام هنکس عکسونه دلته کتلی شئ

سپیلبرګ ددغه فلم لپاره د خپلې ډایرکټرۍ دوهم اسکر ترلاسه کړ اوټام هنکس هم داسکر د ترټولو ښه لوبغاړي په توګه کاندید شو چې البته بیا یې ترلاسه نه کړای شو  .

په ۱۹۹۹ کال کې دګرین مایل فلم له جوړولو وروسته ټام هنکس بریالی شو چې د رابړټ زمکیس د جوړ(لیرې پروت» فلم لپاره د ګولدن ګلوب د ترټولو ښه نارینه جایزه ترلاسه کړي او یوځل بیا د اسکر جایزې ته کاندید شي .

هغه له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۰۴ کال پورې په سینما کې نه ښکاریده ، خو له راګرځیدو سره په ځینو ډیرو تود بازارو فلمونو لکه د کوئن وروڼو په جوړ  (د ښځې وژونکي » په فیلم او د سپیلبرګ په جوړ د (ترمینال »په فلمونو کې راښکاره شو .

تام هنکس د ۲۰۰۲ کال په جون کې د امریکا دفلم له ټولنې دیوعمرهنري فعالیت دجایزې په ترلاسه کولو سره ترټولو ځوان لوبغاړی شو چې دغه جایزه یې ترلاسه کړې ده .

په ډاډه زړه ویلی شو چې د ټام هنکس د لوبغاړۍ د مهال ترټولو ډیر پلورل کیدونکی فیلم د (د داوینچې شفر » فیلم دی چې د ۲۰۰۶ کال د مې په ۱۹ نندارې ته وړاندې شو او ۷۵۰ ملیونه ډالره یې وګټل .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب