شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاد حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګي پر وخت د روغتیا ساتنې شرایط

په روغتیا ساتنه کې مهم اصل پاکوالی یا نظافت دی او پاکوالی د ایمان یوه برخه ده او ځنې اسلامي علما وايي چې نیم ایمان دی. پاکوالی(نظافت) په هر شرایطو کې د انسان د بدن جسماني او رواني حالت ته ګټه رسوي او په پاکوالي سره رواني ستړیاوې ورکېږي او د فزیکې ښکلا سبب هم ګرځېږي.

د خوښۍ ځای دا دی چې مونږ مسلمانان یاستو او په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، نو زمونږ عبادات هم د پاکوالي سره تړلی دی که مونږ لمونځ کوو که مو جامې یا مو ځان پاک نه وي او یا د لمانځه ځای پاک نه وي نو زمونږ لمونځ نه کېږي. له دې سر بېره هر هغه څو ک چې خپل ځان پاک ساتي هغه په ټولنه کې هم د عزت وړ دی او که یو څوک دغه اصل ته پام نه کوي هغه ته هم په ښه سترګه څوک نه ګوري او هم د اسلام پر وړاندې ښه ځای نه لري.

حامله میرمنې هم باید پاکوالې ته پام وکړي، ځکه دا یوه حساسه مرحله ده او ډول ډول مکروبونه د پاکوالي په نه مراعت کولو سره د انسان بدن ته داخلیږي چې هم مور او هم ماشوم له روغتیايي ستونزو سره مخ کوي او حتی کیدای شي ماشوم له منځه لاړ شي او مور هم د جدي ستونزو سره مخ شي.

په همدې اړه لوی او بښونکي رب اوبه د انسان د پاکوالي او نظافت وسیله پیدا کړې ده چې فرمايي((وینزل علیکم من السماء ماءً لیطهر کم به ویذهب عنکم رجز الشیطان. سوره انفال ایه ۱۱

ژباړه(( خدای(ج) تاسو ته له اسمان څخه اوبه رالیږي، چې تاسي پاک کړي او د شیطان مرداري له تاسو څخه لرې کړي)). یعنې د انسان د پېدا کېدو نه مخکې خدای (ج) انسان ته د پاکي وسیله پېدا کړې وه ترڅو انسان د بې لمانځي، جنابت او داسې نورو ناپاکیو څخه ځان پاک کړي او خدای(ج) ته ځان نژدې کړي.

کله چې خداي (ج) بابا آدم (ع) او بي بي حوا لومړي ځل له پاره پیدا کړل نو هغوی یې په یو پاک ظاهر او باطن سره پیدا کړل او هغوی په یو پاک محیط(جنت) کې میشته کړل او هغوی ته یې پاکې جامې، پاک خوراک او څښاک ورکاوه.

خدای (ج) په قران کې فرمایلي: (( ان الله یحب التوابین و یحب المتطهرین. ژباړه: (( یقیناً چې خدای (ج) توبه کونکي او پاکي کونکي کسان خو ښوي.))(اسلام و خانواده: ۱۶۷ مخ).

اسلام د بدن هرې برخې له پاره پاکوالی ضروري بللی دی چې ځنې برخو ته په لاندې ډول اشاره کوم:

۱ – د لاسونو پاکوالی: اسلام د لاسونو په پاکوالي تاکید کړی چې مخکې د خوړو او وروسته د خوړو دې ومینځل شي.

     په حدیث شریف کې راغلي کله چې به حضرت محمد (ص) غوښتل چې خواړه وخوري، نو دواړه لاسونه به یې مینځل. همدا ډول یې ویلی کله چې مولاسونه په ناپاکو شیانو ککړ شي خپل لاسونه باید ومینځئ او لاسونو په ویځلویې ډېر تکرار کړی دی.

۲ ـ د سترګو پاکوالی: سترګې د انسان له مهمو عضو یا برخو څخه دی چې باید په ښه ډول یې ساتنه وشي. د عایشي (رض) څخه روایت دی چې ویلي (( کان لرسول الله(ص) اثمد یکتحل به عند منامه فی کل عین ثلاثا)) ژباړه(( د حضرت محمد (ص) له پاره د رنجو ځانګړې کڅوړ(رنجومه) وه چې خپلې سترګې به یې تورولی په هره سترګه به یې درې ځلې توروله.))(اسلام و خانواده: ۱۷۱ مخ).

همدا ډول پوهانو ویلي چې لمر په لور مستقیم کتل د انسان سترګې زیانمنوي، نو رانجه هم حکمت لري او له داسې نور ستونزو څخه ژغوري. او د شنو برخو او اوبو ته کتل د انسان عصاب هم رامه کوي.

د سر د ویښتانو پاکوالی: د سر د وییښتانو د پاکوالي په اړه حضرت محمد (ص) فرمایلي(( من کان له شعر فلیکرمه)) ژباړه(( هر څوک چې ویښته لري باید پاک یې وساتي)). د ویښتانو پاکوالی په روغتیا کاملاً تاثیر لري د دې تر څنګ د ښکلا سبب هم ګڼل کېږي.

د پزې پاکوالی: د پزې پاکوالي په اوداسه کې سنت دی او حضرت محمد په دې اړه فرمایلي(( کله چې تاسو اودس کوئ، نو پزه د اوبو سره پاکه کړئ)). په یو بل حدیث کې ویلي چې درې ځلې باید په اوبه سره پاکه شي.

د غوږونو پاکوالی: غوږونه هم د بدن یو حساسه برخه ده چې د هغې ساتل هم ضروري دي او د اوداسه پروخت لمدې ګوتې د غوږنو په داخل او خوا کې مښل کېږي تر څو هلته موجود ګرد او غبار له منځه لاړ شي او کوشش باید وشي چې اوبه ورته داخلې نه شي ځکه د ګون کېدو سبب کېږي همدارنګه باید لوړ او تیز غږونو څخه غووږنه و ساتل شي.

       همدا ډول د غاړې په مسحه کولو سره چې دواړه لاسونه پرې راکاږل کېږي هم روغتیا ته ستره ګټه رسوي هغه رګونه چې د انسان په غاړه کې د سر او زړه سره وصل دي په مسحه کولو سره نوی ځواک اخلي او د رګونو په داخل کې د وینې جریان ښه کوي.

د غاښونو او خولې پاکوالی: د خولې پاکوالی ضروری دی، ځکه که په کوم مجلس کې څوک ناست وي د هغه له خولې څخه بد بوی ځي او غاښونه هم خرابېږي په دې اړه حضرت محمد (ص) فرمایلي (( کله چې اودس کوئ نو خوله مو ومینځئ)) رویات اوبوداود

   همدا ډول راغلی چې حضرت محمد د اصحابو کرامو سره خیبر ته راغی خواړه یې وغوښتل، توت یې راوړل وروسته د خوړلو یې اوبه وڅښلې او بیا یې اوبه وغوښتلی خپله خوله یې ویمنځله

(اسلام و خانواده : ۱۷۸ مخ).

د دې تر څنګ مسواک وهل سنت دی چې هم د غاښونو د پاکوالي باعث کېږي او هم د خولې بوی له منځه ځی او له ناروغۍ څخه مخنېوی کوي.

د بدن پاکوالی: په اسلام کې د بدن پر پاکوالي باندې هم زیات تاکید شوی همدا علت دی چې د جمعې او د اخترونو په ورځ د بدن وینځل(غسل) سنت دی او هر انسان باید په اونۍ کې یووه ورځ خپل بدن په پاکو اوبو باندې ومینځي، ځکه د انسان بدن خولې کوي که پاک ونه ساتل شي هغه سوري چې د پوستکي له لارې خولې ترې راوزې بنديږي او انسان په سختو ناروغیو اخته کېږي.

دجامو پاکوالی: په دې اړه خدای(ج) په قران کې داسې یادونه کړې: (( وثیابک فطهر)) د مدثر سورة ایات ۴، ژباړه(( لباس پاک وساتئ)). په دې اړه جضرت محمد (ص) فرمایلي (( خپل لباسونه اصلاح او پاک وساتئ)) د ابوداو او ابن ماجه په روایت. همدا ډول د لباس په پاکوالي سره هم انسان په ټولنه کې لوړ ارزښت لري او په عباداتو کې پاکوالی شرط دي چې لباس باید د انسان پاک اوسیږي.

د کور او چاپیریال پاکوالی:

کور هغه ځای دی چې انسانان په کې ژوند تېروي او خپلې روحي ارامتیاوې په کې وینې . که یو کور یا یو چاپیریال پاک وي د هغه ځای په خلکو هم ښه اغیز کوي نه دوی رواني ځوریږي او نه کوم جسمي ناروغتیاو سره مخ کېږي ، خو برعکس که ناپاک وي دوی هم په روحي اوجسماني ناروغیو باندې اخته کېږي.

په دې اړه په سپیڅلي کتاب قران عظیم الشان کې راغلي: (( والله جعل لکم من بیوتکم سکنا)) د نحل سورة ایت ۸۰ . ژباړه (( خدای(ج) ستاسي کورونه د ارمش وسیله ګرځولي دي)).

همدا ډول حضرت محمد (ص) ویلي دي: (( خپل کورونه پاک وساتئ)). د ترمذي په روایت( خانواده اسلام: ۱۸۷-۱۹۷ مخ).

همدا ډول له کورونو پرته ټول چاپیریال باید پاک وساتل شي اوسمهال زمونږ پلازمینې(کابل) سر بېره یو شمېر نور ښارونه د هېواد هم د ککړتیا سره مخ دي د هوا د پاکوالي له پاره مونږ تر اوسه کوم وسایل په لاس کې نه لرو چې له هغې نه استفاده وکړو ، خو بیا هم که سړکونه پاخه ولرو، د ډیزلي بریښنا پر ځای ابي بریښنا ولرو، نوي موټر ولرو ښه ښارولۍ موجوده وی او یو څه زمونږ د ښار اوسیدونکو دې برخې تا پام کړی وای.

     نو کابل یا به د ځینې نورو ښارونو هوا دومره ککړه نه وه چې د همدې ستونزې ته په کتو سره مریضان هم ډېر شوي او دا مریضان په سږو او د زړه په تکلیفونو اخته شوي، نو چاپیریال ساتل د انسان د روغتیا له پاره مهم دی که پاک چاپیریال نه وي نو دا معنا لري چې د ګل په پانه غوړ مښل شوی او پاڼه به د وخت په تېرېدو سره زېړه او له منځه لاړه شي همدا سې مثال انسانان په ناپاکه چپیریال کې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب