لېکنه : امما نویل کانت (۱۷۲۴-۱۸۰۴) جرمنی فیلسوف
له ا لما ني ژبا ړه : اشرف جاوید
روښا نتیا د فکري وړوکتوب اوځا ني پړتوب څخه وتون ته وایې. وړوکتوب د سړی دعقل اوپوهې کمزورتیا ښیې
چې تل د بل لارښود نې ته سترګې په لاروي. ځا ني پړ تو ب بیا یو ډ ول کوچنېتوب دی او نه د سړی نا پوهي ، بلکې د پرېکړې په وخت کې په زړه ورتوب او ډا ډه توب سره د خپلې پوهې اوعقل څخه کار نه اخېستنه اود بل په لارښودنه عمل کول دي
.«په آزادۍ او ز ړه ورتیا سره د ځاني پوهې اوعقل څخه کاراخېستنې ته روښا نتیا وایې »
لټي او ویره هغه سرچینې دي چې د ټول انسا ني ژوند د شتون ډیره برخه، ددې پرځای چې د پیر، ملا او لارښود د واک او آغېز څخه آزا د ه او وژغورل شې، هماغسې وړوکی ماشوم غوندې یې ترخپل اغېزلاندې ساتې. ځکه نو وړوکی غوندې پاتې کېدنه اسا نه خبره د ه. کله چې زه په دې اندیم، زما لپاره یو کتاب شته اوهرڅه مخکې له مخکې په کې لېکل شوې او زما پرځای هم فکر کوي، داسې پیر، ملا اولارښود شته، چې زما د عقل او پوهې پرځاې هم فکرکوي، داسې ډا کتر شته چې نسخه ( خواړه، دوا، پرهېز او رژېم ، ژباړن) را ته لېکې. طبعآ اړنه یم چې ځان ته کړاو ورکړم او زحمت وبا سم. کله چې پوه شم، نورزما د ژوند چارې ، کاروبار په غاړه اخلې او پیسې یې هم ورکوي، په داسې حال کې چې د ورکړې توان یې هم لرم او یا ورسره په دې کار کې جوړاو یا کوږ اوسم. هغه پا لند وي چې په ډیرې مېنې اودوستۍ سره د نورو پا لنه په غاړه لرې ، فکرکوي چې د نړۍ ډ یره برخه البته د ښځو په شمول با ید د بلوغ پړاو ته ونه رسېږې او هغه د دې لپاره چې دا یوستونزمن کاردی . خو دوۍ پر دې خبره نه غږېږې، ولې د ډ یر زیان خبره یې تل کوې
دغه امامان او لارښودي، انسانان د رمې غوندې ساتې او دا سې رسۍ ورته په غاړه کې اچولې وې چې د یوې شېبې لپاره یې له نظره نه لرې کوې. ورته وایې که چېرې د ټاکلې داېرې او چوکاټ بهرشوۍ، زیان ګورۍ ، ژوند دی د خطر سره مخامخېږې، ناڅرګندو بلاو سره مخامخ کېږۍ او ویروي یې. نه یې پرېږدي چې د دایرې بهرد لوړو، ژورو، څملاستنې او پاڅېدنې سره اشنا شې، تګ اوتجربه زده کړې، د پوهې څښتنان شې او په زړورتیا اومېړانه د ژوند په لور نوې ګامونه واخلې او ویاړ یې ترلاسه کړې
ځکه نو ډیرو ته ستونزمنه ده چې ځان د دغه ډول فکري کوچنېوالې وژغورې، کوم چې یې د زېږون نه روسته دوېم سړېتوب ( شخصیت) ګرځېدلې دی. دا چې د خوې یوه برخه یې ګرځېدلې نو ډیر یې خوښېږې . پداسې حال کې چې دغه چا ره یې په لاره کې سترخنډ دی او نه یې پرېږدې چې د ځانپوهاوي او ځانخبراوي پړاو ته ورسېږې. دا ډول کېنې، کرکي او بې ځایه پوچ خیا لونه او باورونه ددې پرځاې چې د ذهن اواند په وده او بشپړتیا کې مرسته وکړې د دیوال په شان یې مخې ته درېږې. نه یې پریږدي چې د فکري کوچنېوالې یوګام وړاندې واخلې او ځان ترې آزادکړې. هغه څوک چې دا ډول زاړه او وراسته انځورونه او چوکاټونه د خپل ذهن نه لرې کول اوپاکول غواړې، لومړی په ډیره ناباورۍ ، نا ډاډ منۍ سره ګام اخلې او د ا ځکه چې لا تراوسه د دغه ډول خویونوآزاد شوې نه دی. ډیره لږه شمېره خلک دي چې په ډا ډمنه او باوري توګه په دې لاره کې ګامونه اخیستی شې او ځانونه یې د فکري کوچنېوالې آزادکړې او خپل ذهن او فکرکې یې د عقل اوهوښیارۍ تخم کرلي دی
هرګوره د ا کار د عادې خلکو لپاره چې خپل ځانونه روڼاندي ګڼې نا شونی دی، که چېرې آزادي او روښانتیا هم ورکړل شې. دلارښودو اومشرانو په مېنځ کې تل بیا داسې لږه شمېره، چې ځانونه هوښیاران، د فکرڅښتنان اوخپلواک کسان بولې پېداکېږې، چې د فکري کوچنېتوب چغ یې لا پراوګو باراو ځان یې ورڅخه نه دي آزاد کړې . نورو ته د روڼا ندی، آزاد او په ځان متکی فکر لارښود نه هم کوي او د پراختیا لا پې شاپې یې هم وهې. دا با ید تر پامه ونه باسو چې تېرمهال هم دغه ډول مشرانو او لارښودو، چې د روڼاندۍ څرک یې نه لګېد اوخپله د فکري غلامۍ تر چغ لاندې یې ژوند کاوه ، نورمشران، لارښودي، ولس او خلک یې هڅول چې د دوۍ ومنې او ورته په ګونډ و شې. دا خبره په رښتیا سره دا څرګندوي، چې ترکومې کچې سړی ته کېنه او سختچاري ډ یر زیا ن رسوي
دلته د سختچارۍ او کېنې ډک اند له لارې د ولس او خلکو په مېنځ کې ورو ورو د بد ل او غچ اخېستنې دودهڅول
کېږې او رواجېږې. په دې کار کې دوۍ له هېڅ څېز ډ ډ ه نه کوي او د پخوانیوهم کار اخلې. پا یله کې عام ولس د روڼاندي داسې کچې ته رسېږې چې باید بد لون پیل کړې. کېداې شې شخصي زورواکي، سود خوري او یا نورو نا خوالو ته د پاې ټکی کېږدې، خوهېڅکله په ولسي اند توګه کې رښتېنی سمون نه راځې او د سختچارۍ او کېنې نوي بڼې زیږېږې اود پخوانیو ځای نېسې او ځان د نویو سختچارو واکمنو او زوروا کو په چوپړکې ګمارې اودا نوي تګلاره چې لا تر اوسه یې د ولس په مغز کې ځاې نه دې نېولی، ځاې نېسې.
روښا نتیا لهآزادۍپرته بل څېزته اړتیا نه لرې. ډیرشمېر نا چاره خلک د آ زا د ۍ کلېمه د ټوکو او مسخرو سره پرتله کوي او آزادي یې بولې: ،، آزادي ،، یانې په ټول کړاوکارکې دعقل څخه ګټه اخېستنې ته وایې. اوس موږ له هرلوری دا ډول آوازونه اورو لکه : پوځی وا یې : استلال مه کوه ، تمرېن وکړه ! ما لي اداره وایې: دلېل مه وا یه، مالیه ورکړه ! ملا او روحاني مشروایې : دلېل مه وایه، عقېده ولره ! ( نړۍ کې یواځېنی ښاغلی چې وایې : استدلال کوه، هرڅه او هرڅومره چې غواړې وایه، خو سربه ټیټوې !) دلته ده چې آزادي له هرې خوا ایسا ره او بندي ده. اوس د لته خبره د روڼاندۍ او روښانتیا ده. کوم بندېز یې زیانمنوي او کوم یې نه زیانمنوي اود پرمختګ او ودې سره یې مرسته کوي؟ اوس دغه پوښتنه ځوابوم: د سړی عقل باید د تل لپاره آزاد وی. یواځې له دې لارې کېداې شې چې انسان روڼاندۍ ته لاره پېدا کړې او ورسېږې
بل لورې ته ځانګړی عقل داسې چوکا ټ کې وساتل شې او ګټه ورڅخه واخیستل شې چې په هېڅ بڼه دروښا نتیا د ودې او پرمختګ خنډ نه شې . کله چې زه د« عا مو خلکو ځانګړی عقل څخه ګټې اخېستنې» خبره کوم، موخه مې د ځانګړی شخص څخه پوهان دي، چې با ید تل د خلکو په وړاندې خپل نظرڅرګند کړې. کله چې د« خصوصي عقل» خبره کوم، موخه مې په کارونو کې د شخص ځا نګرې مدني دنده ده چې باید ترسره یې کړې
په ځېنو چارو کې سړی باید د ځان او نورو په وړاندې داسې هنرمند چلند او لاره غوره کړې چې له یوه پلوه ځان له پړتیا اوملامتیا وژغورې او بل پلوټولنېزو ګټو، موخو او ټولنېزپوهاوي ته زیا ن و نه رسوي. په دې چاره کې که د د لېل او زبات غوښتنه هم و نه شې، اړېنه نه ده او باید ومنل شې . له هغه ځایه چې یو پوه اوعاقل هم لکه د ماشېن پرزې غوندې له یوې خوا د خپلې ټولنې او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې غړی دی او د لېکنو له لارې خپله دنده او مسؤلیت تر سره کوي، باید د پوه لارښود په څېر خپله ونډه داسې پرمخ بوځي چې ځان د پړتیا او ملامتیا آزاد کړې. دا به لویه بد مرغۍ وې چې د جګړې په حالت کې یو سرباز د خپل لوی پاسوال (قومندان) له آمراو قومندې سرغړونه وکړې او د رښتېنې، سمې پرېکړې او چارې پوښتنه مخکې له مخکې د خپل امراو قومندان وکړې او بیا یې ومنې. مګر یو پوهوا ل باید د پوځی غوندې په یو پوځې نظام کې د نا خوالو او تېروتنو سترګې پټې نه کړې او چوپ پاتې نه شې . یووګړی که د مالی د ورکړې سرغړونه کوي، عمومي قانون تر پښو لاندې کوی او باید جزا ووینې. مګر که یو پوهوال د ما لیاتی کچې او زورزیاتی سرغړونه کوې او نه یې منې، د عادی وګړی په شان یې دنده تر پښو نه ده لاندې کړې
همدا ډول د کلېسا په استازیتوب یوملا خپلو زده کونکو او کلېساوو ته د دیني اومذهبی لارښوونو برابر، هغه څه یې چې زده دي تبلېغوي . مګریو پوها ند بیا په پوره آزادۍ سره دا یې دنده ده هغو دینی اومذهبی ښوونو، ارزونو اولارو په هکله چې د تېروتنو او نا خوالو ډکې وي څېړنې وکړې، ګوته ورته ونېسې او د ښه والی اوسموالی په اړه یې خپل رغنده وړاندېزونه او نظرونه د نورو سره شرېک کړې. خو ملا مخکې له مخکې د چمتو شوو لېکنو او فکری کرښو یو ګام بل خوا نه شې اخیستلې او نه د خپل فکر له لارې د چارو ارزونه اواستازیتوب کولې شې. ځکه ملا آزاد نه دی او نه په ازاد ډول څه ویلې شې . د نورو مامورینو غوندې د یومامور په توګه ویلې شې چې زموږ ډلې داسې اوهاغسې وکړل او موږ ته دا را ښود ل شوي دي. دا خپله د چارې ثبوت او زبات ښکاره کوی چې تر کومه برېده د خپلې ډلې پورې غوټه او تړلې دی. یواځې د خپلې دیني ډ لې په استازیتوب غږېــږې. دا هم شونې ده ، څه چې وایې خپله ورباندې باور ونه لرې، خو دا چې همدغه یې زده کړې، باید ووایې. ځکه ده ژمنه کړې او دا یې منلې چې دا ډول ښوونې د ټولو نېمګړتیا و او نا خوالو سره سره نورو ته وروښایې. که چېرې دغه ډول ښوونې اواصول په دننه کې هم د نېمګړتیاوو او تضادونو ډکې وي، دی باید ورباندې پوه نه وي. که چېرې دی یې په ناخوالو او تضادونو پوه شو، بیا خو خپله دنده په پاک وجدان سره پرمخ نه شې بیولې او له دندې تېرشې. کله یو پوها ند د خپلې پوهې اوعقل څخه خپلواورېدونکو ته، لږ وي که ډ بر، له دا ډول لارې چارې کار واخلې، هماغه ملا ته ورته دی چې نه آزاد دی، نه آزادي لرې او نه یې باید ولرې. دا ځکه چې د نورو فرمان پلې کوي
له بل لوری هغه پوها ند اوعاقل چې خپل ولس او نړۍ ته د خپلې پوهې او لېکنو له لارې ګټه رسوې او خپله دنده پرمخ بیایې، با ید په پوره آزادۍ د خپلې پوهې څخه برخمن اوسې. د ځېنو لارښودو دغه خبره چې ولس او خلک وړوکې او کوچنیان دی، یوه پوچه او بې مانا خبره ده
روحاني ټولنه داسې پوښتنه کوی : ایا کلېسایې شورا یا ټولنه دا حق لرې ، له هغه حکمونو اواصولو چې د بدلون وړنه دی او دوۍ یې د پلې کولو سوګند خوړلې اوخپلو پلویانو،غړواو خلکو ته یې دداوم لارښودنه کوي، سرغړونه وکړې او یا یې پلې نه کړې؟ زه وایم دا نا شونې ده. ددې لپاره چې دوۍ یوه داسې لاره غوره کړې چې د انسانی روڼاندۍ او روښانتیا په وړاندې خنډ ده. که چېرې د لوړو حکو متي مقامونو او پارلمان لخوا یې هم حق ومنل شې، دوۍ یې نه منې. دوۍ ته هېڅکله داسې ژمنې د منلو وړنه دي، کومې چې د اوږد مهال لپاره د روښانتیا سره ملګري کوي . دا ځکه چې راتلونکی نسل و نه شې کولې، ددوۍ په تېروتنواو نا خوالو پوه شې.نوځکه یې مخې ته خنډېـږې او د پرمختګ مخه یې نېسې. داډول چلند په خپل ذات کې د انسانی طبیعت، شتون او هستۍ په وړاندې یو ستر جنایت دی. په دې توګه راتلونکی نسل حق لرې چې دغه ډول پرېکړې ونه منې او د رد کرښه پرې وباسې. دا ډول ټولنو بنسټ چې په داسې پرېکړو ولاړ وي او قانوني بڼه غوره کړې، ایا د منلو وړدی؟
کله کله داسې کېږې چې د لنډ مهال لپاره د ټولنېز نظم سره د مرستې لپاره یو ټاکلی جوړښت په کارواچول شې، څو یووګړی، لکه ( په لومړې سرکې یو روحاني شخص د لارښود په تو ګه) آزا د پریښودل شې چې نېمګړتیاوو، تېروتنواو ناخوالو ته ګوته ونېسې. دا کارترهغې دوام وکړې ، ځو د ولس د پوهاوي کچه دومره لوړه شې چې بیل بیل ځانګړي دیني علماّ ( ټول نه) همغږي شې او لوړو مقاماتو غوږونو ته په دین کې د اړېنو سمونونوغږ داسې ورورسوي، پرته له دې چې پخوانی زاړه بنسټونه یې په وړاندې خنډ شې، لاره پرانېزې. هغه دیني بنسټونه چې د ولس غوښتنو ته غوږ نه ږدي او اجازه ورکول کېږې، دا به د انسانی پرمختګ او بشپړتیا په لاره کې سترخنډ او بندېز وی چې باید ترسره نه شې.
یوڅوک د لنډ مهال لپاره کولې شې روښا نتیا ځنډنۍ کړې ، خو د تل لپاره پرې سترګې پټونه نا شونې ده. دا باید له پامه ونه باسې چې په دې کار سره یې د انسانی حقوقو د ډلې څخه هغه پاکترېن حقوق تر پښو لاندې کړې دي. کله چې یو شخص په یواځې ځان پرېکړه نه شې کولې، څه رسې یو نوموتی واکمن ته چې د ولسي ارادې پرته داسې پرېکړه وکړې. موږ ګورو چې په مدنی نظم کې د دینی چارو سمونو په هکله د وګړو لخوا وړا ندېزونه وړاندې کېږې ، باید وګړي خپلې خوښې ته پرښودل شې او څوک یې خنډ نه شې. د واکمن دنده د خلکو روحی ژغورنه نه ده ، بلکې د هغو زورواکو په وړاندې درېدل دی چې د خلکو او ځانګړی وګړی روحي آزادي زیانمنوې او په وړاندې یې خنډ کېږې. دا د یو واکمن سختچاري او کېنه ښیې چې په داسې چارو کې لاسوهنه وکړې او یا په هغه لېکنو بندېز ولګوې چې د دیني سمونونو به اړوند خپرېږې. هغه په خپل دې کار سره که ډیر ژور هم وي ، نه شې کولې، ګته تر لاسه کړې. دلته د رومیانو هغه نامتو خبره رښتېنې کېږې چې وایې : « شاهنشاه هغه چا با ندې چې د ژبې ګرامرلېکې ، هم برلاسی شې ». دا به د زورواکۍ بده بڼه وې چې دهېواد د پولو دننه دداسې دیني زورواکانو برلاسی ومنې او پایله کې یې د واکمنۍ ستنې نورې هم کمزورې او سستې شې.
کله چې موږ پوښتنه کوو، ایا موږ د روښانتیا پیرکې ژوند کوو ؟ پوښتنه منفي ده. مګر موږ ویلې شو چې د روښانتیا پیرکې لویـيـږو. رښتیا هم دا مهال انسان د هغه مهاله ډیر لرې واټن لرې ، چې په رښتېنې او ډاډه ډول د بهرنیو لارښودو د لارښودنې پرته ګټه پورته کړې. اوس موږ ځېنې ښکاره نښې ګورو چې د هغې موخې پر لور روان یو، کومه چې دیني رښتیا ته لاره پرانېزې. هغه چاره چې په دې اړه ډیره اړېنه برېښې داده، چې په ټولېزه توګه ټول هغه د وړوکتوب خنډونه اوبندېزونه چې د روڼاندۍ په وړاندې پراته دي ورو ورو له مېنځه ځې او ړنګېږې. له دې امله دغه مهال د روښانتیا پیراو د فرېدرېښ سلېزه نومولې شو
دا د شازاده د نده نه ده چې په دینی چارو کې خلکو ته لارښودنه وکړې او یا ورته په ټېټه سترګه وګورې ، په دې هکله ولس باید خپلې پرېکړې ته پوره آزاد پریښودل شې. که چېرې دغه کار وکړې د « زغم» مفهوم ته به یې په ښه توګه پام شوې وی. له یوې خوا به خپله د ځا نچارۍ وژغورل شې او بل لور ته به د نړېوالو د ستاینې وړ وګرځې. ددې لارې به لومړنی سړې وی چې بشر په دولتي برخه کې د غلامۍ وژغوري اوټولو ته د خپل عقل او وجدان له مخې د پرېکړې واک ورکړې.
د یوې داسې واکمنۍ لاندې به د قدر وړ روحانیون د پوهانو دنده په غاړه واخلې او بې له دې چې له رسمي دندو په آزاده توګه د خپلو اندونو په خپرولو کې پاتې راشې وبه وکولې شې چۍ دلته او هلته د دینی ښوونو او اصولو څخه
اد سرغړونو نړیواله څېړنه اوارزونه وکړې. دغه کار د ټولو هغو لپاره چې حکومتی چارواکې نه دي هم د پلې کېدو وړدی. دغه د آزادۍ روح به د پروسین دولت نورهم پیاوړې کړې او دا وړتیا به تر لاسه کړې چې ټول هغه بهرني خنډونه او بندېزونه له یوه سره لرې کړې. پروسین ته به ډیره ګټه ورسوی. پروسین فرېدرېښ یواځېنی استازی دی چې تر اوسه یې د ټولنې یووالی ساتلی او ټولېز نظم یې ګډوډۍ ته نه دې پرېښی. که چېرې په قصدي توګه انسانان په پنجره کې بندیان او ایسار ونه ساتل شې، دوۍ خپله د ځانونو د آزادي او بدلون چاره کوی.
ما د روښانتیا په جوهر ټېنګار وکړ او هغه ځکه چې انسان باید ځان د ځاني پړتیا او وړوکتوب څخه وژغورې. دا
کار په دیني چارو کې ډیر اړېن دی . سبب یې دادی چې زموږ لارښودي او مشران د خلکو د پوهې او هنر په برخې کې پوره ونډه نه اخلې. تر ټولو دمخه په دینی چاروکې فکري کوچنېوالی ډیر زیانمن او د شرم خبره ده. خو د یو دولتي واکمن اند توګه د پوهې او هنر په هکله چې هرڅومره هر اړخېزه اوغنی وي ، هماغه اندازه ولس او خلک د دې زمېنه پېدا کوي چې د خپل عقل او پوهې له مخې په ټولنېزو ټولګټو چارو، اساسي قانون اود هغې په تړښت تند او هر ډول انتقا دونه وکړې او دا کار هېڅ زیان نه لرې. موږ ددې کار لپاره ښه ځلانده بېلګه لرو چې بل هېڅ پاچا ورته نه شې رسېدلې.
هغه څوک چې ځان هوښیاراو روښانه بولې، هېڅکله د سیوری و نه ډارېږې او داسې پوځي اردو ولرې ، چې ټولنېزه سوله او امنیت ډاډمن کړې ، کولې شې څه ووایې او کولې شې د آزاد او خپلواک دولت واکمن وې. په داسې حال کې چې نور یې نه شې ویلې.
«څومره او څه په هکله غواړۍ استدلال وکړۍ ، یواځې فرمان به منې»
موږ په انسانی چارو کې دلته او نورو ځا یو کې د ډیرو نېمګړتیاوو او ستونزو سره آشنا او سروکار لرو، چې ځېنې یې د وړاندوینې وړنه دي ، خو ګورو چې ترکومې کچې مد ني آزادي موږ ته اجازه راکوې ، څو دغه آزادي د خلکو په افکارو کې ځای ونېسې. دې ته هم باید ځېرشو چې په دې لاره کې کله کله ډیرستر سکندري خنډونه او بندېزونه شته او سرراپورته کوی. دلته د ویلو وړ ده چې دې لاره کې لږه مدني آزادي هم د روحي آزادۍ د پراختیا
سره مرسته کوی. طبیعت او شتون ورو ورو په ډ ېرې پاملرنې سره د فکری آزادۍ تخم په خپل زړی کې کري او دغه فکري آزادي بېرته پر ولسي اند توګه ورو ورو خپل اغېز شېندي او سړی ته د آزادې کړنې او چاپیریال زمېنه
برابروي
پاې کې آزاد اندونه دي چې ځان واک ته رسوي او حکومت با ید درک کړي، چې نننی انسا ن ، انساني درنا وي ته په کتو سره یوځای د ما شېن په پرتله ډیر ښوالی لري
پر و سین کونېښبرګ، د1784 کال د دسمبر 30 نېټه
امـمـا نویل کا نت
ښکلې لیکنه- آزادي په ټول کړاوکارکې دعقل څخه ګټه اخېستنې ته وایې.