Home+«هیله، تمه د چا ورکه مه کړې»| شاه زلمی

«هیله، تمه د چا ورکه مه کړې»| شاه زلمی

انسان هغه مهال خپل راتلونکی تیاره او ویجاړ ویني، کله چې د ژوند مزل په نهیلۍ پیل کړي یا په داسې چاپېریال کې راګیر شي چې د ناامېدۍ سیوری پرې خپور وي.
هیله هغه رڼا ده چې انسان د همدې روښنايي په برکت تر لوړو لوړو موخو رسېږي. کله چې د یوه انسان په زړه کې هیله مړه شي، هغه په رواني، فزیکي او روحي لحاظ ځان ورک، مات او بې‌ وسه احساسوي.
د یوه ځوان لپاره هیله دا مانا لري چې په خپل هېواد کې خپلو موخو، ارمانونو  ته ورسېږي. مور او پلار هم د خپلو اولادونو د هوسا او روښانه راتلونکي په هیله ژوند کوي. هغوی غواړي خپل اولادونه داسې وروزي چې ښې زده کړې وکړي، ښه دنده ولري، په مړه خېټه ویده شي او په امن او سوکاله چاپېریال کې ژوند وکړي.
پښتانه متل کوي: «هیله، تمه د چا ورکه مه کړې.» دا متل موږ ته دا درس راکوي چې د انسان هیله او باور باید هېڅکله مات نه کړو، ځکه هیله د ژوند تر ټولو ستره پانګه ده.
ناهیلي ولسونه هغه وخت د ژوند له خوږو او ځواک څخه بې‌ برخې کېږي، کله چې یې د امید سترګې ړندې شي او د هیلو څلي یې ونړېږي.
د والدینو هیله له خپلو اولادونو سره، د اولاد هیله له مور او پلار سره، د ځوان هیله له خپلې کورنۍ سره، د کورنۍ هیله له خپلو ځوانانو سره، د ولس هیله له  حکومت سره او د حکومت هیله له ولس سره تړلي وي. دا ټولې هیلې  یوې ګډې هیلې، باور او همکارۍ ته اړتیا لري؛ هغې هیلې ته چې ټولو ته پیاوړتیا، انګېزه او د پرمختګ لاره ورښيي.
هیله د ژوند رڼا ده. تر هغه چې هیله ژوندۍ وي، انسان د هرې ستونزې پر وړاندې د درېدو توان لري؛ خو کله چې هیله مړه شي، د بریا او روښانه راتلونکي لارې هم تتې کېږي. د هیچا هیله دې نه مري.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...