ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.
سریزه:
تاریخ د بشري ژوند د تېر سفر هغه ستره پاڼه ده چې د انسانانو، ټولنو او ملتونو تېرې تجربې، کړنې، بریاوې او ناکامۍ پکې خوندي ساتل کېږي. د تاریخ په مطالعه کې انسان یوازې د تېرو پېښو له حاله نه خبرېږي، بلکې د هغو له پایلو څخه د راتلونکي لپاره د سمې لارې د موندلو فرصت هم ترلاسه کوي.
تاریخ د انسانانو د ښو او بدو کړنو هغه تلپاتې حافظه ده چې ښې کړنې د تقدیر او ستاینې وړ ګرځوي او له ناسمو کړنو څخه د عبرت او زدهکړې زمینه برابروي.
خو د تاریخ ریښتینی ارزښت یوازې د پېښو په ثبت او خوندي کولو پورې نه محدودېږي، بلکې د تاریخي حقایقو په سمه پېژندنه، تحلیل او عادلانه بیان کې هم نغښتی دی. په همدې اساس، د تاریخ لیکونکي پوهه، امانتداري، عدالت، د لید زاویه او د پېښو د دقیق تحلیل وړتیا هغه مهم معیارونه دي چې د تاریخ د اعتبار او ارزښت کچه ټاکي.
که تاریخي پېښې له حقیقت او واقعیت سره سمې، هر اړخیزې او له تعصب څخه لرې ولیکل شي، نو تاریخ د راتلونکو نسلونو لپاره د هدایت، عبرت او سمې لارې د موندلو یوه باوري سرچینه ګرځي؛ خو که د تاریخ په لیکنه کې حقیقت، امانت او عدالت له پامه وغورځول شي، نو د پېښو د تحریف او د دروغو د ګډېدو زمینه برابرېږي.
تاریخ د پخوانیو پېښو د خوندیتوب یو سپیڅلی آرشېف دی چې لوستونکو ته د ښو او بدو حالتونو او شرایطو د تفکیک زمینه برابروي، ترڅو لوستونکي وکولای شي د تور او سپین ترمنځ حقیقي لار ومومي.
بشریت هغه مهال خپل مسیر په ریښتني توګه وموند کله چې د دوی کړنې د قلم او لیکنې له اړخه د کتابونو لمنو ته په ريښتنې توګه دننه شوې، ښه یې د ستاینې له اړخه تقدیر شول او له بدو څخه یې بیا د عبرت په هدف د نیوکې میدان ته ټیل وهل شول. هدف دا چې تاریخ یې د پټولو لپاره داسې څه نه درلودل چې د لوستونکو سترګې پرې پټې کړي.
د تاریخ اهمیت د تاریخ لیکونکي له پوهې، امانتدارۍ، عدالت او د لید د زاویې ترڅنګ د حقایقو او واقعیتونو د غوره تحلیل له شرایطو سره د تناسب له ځواک سره په پراخه کچه اړیکه لري؛ یعنې څومره چې د تاریخ لیکوال د پورتنیو ښېګڼو له لوړ حد څخه برخمن وي، په هماغه کچه به یې د تحلیل احاطه پراخه وي، مسائل او پېښې به د ټولو جهتونو له متناسب انعکاس سره، د وخت او شرایطو په ښه فهم، د لیکنې برخه وي.
برعکس، که په تاریخ کې د پورتنیو معیارونو تومنه ونه ساتل شي، نو په تاریخ لیکنه کې د دروغو احتمال ته زمینه برابریږي.
د اسلام وتلی عالم ابن خلدون «رح» وایي: «لکه څرنګه چې په خبرو کې د دروغو او ریښتیا امکان شته، ځکه خو په تاریخ کې هم د دروغو او ریښتیا امکان دی».
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې تاریخ د بشریت د تېر ژوند یوازې یو ثبت شوی روایت نه دی، بلکې د انسانانو د تجربو، بریاوو، تېروتنو او عبرتونو یو ژوندی میراث دی.
د تاریخ له پاڼو څخه د حق او باطل، سمې او ناسمې لارې او ښو او بدو کړنو د پېژندنې لپاره هغه مهال سمه ګټه اخیستل کېدای شي چې تاریخي پېښې په امانتدارۍ، عدالت، پوهې او هر اړخیز تحلیل سره ثبت او بیان شوې وي.
د تاریخ لیکونکي دنده یوازې د پېښو روایت کول نه دي، بلکې هغه باید د وخت او شرایطو په درک، د حقایقو په موندلو او د بېلابېلو اړخونو په متوازن انعکاس سره د تېر وخت حقیقي انځور وړاندې کړي. ځکه که د تاریخ په لیکنه کې شخصي تمایلات، تعصب، ناپوهي او له حقیقت څخه واټن ځای ونیسي، نو تاریخ خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکوي او د حقیقت پر ځای د ناسمې پوهې سرچینه ګرځي.
له همدې امله، د ابن خلدون «رح» خبره چې په تاریخ کې د ریښتیا ترڅنګ د دروغو امکان هم شته، موږ دې ته متوجه کوي چې د تاریخي روایتونو په ارزونه کې باید له ژور فکر، علمي لید او حقیقتموندنې څخه کار واخیستل شي.
په حقیقت کې، هغه تاریخ چې په قلم کې یې امانت، په لید کې یې عدالت او په تحلیل کې یې حقیقت وي، د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې رڼا ده؛ خو هغه تاریخ چې له دې معیارونو خالي وي، د حقیقي ښکلا پر ځای د تورتم میراث له ځان سره لري.