Homeخبرونهد ایران، امریکا او سیمې د وروستیو پوځي پرمختګونو مهم جزئیات

د ایران، امریکا او سیمې د وروستیو پوځي پرمختګونو مهم جزئیات

تاند(چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) پر ایران د امریکا د حملو د نوي پړاو د یوولسمې شپې په درشل کې د امریکا ولسمشر له ایران سره د جګړې په ترڅ کې د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه د انتقادونو د کمولو لپاره د افغانستان او عراق په شمول په نورو جګړو کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو لیست خپور کړ.

ټرمپ پر خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲ زره، د عراق په ۹ کلنه جګړه کې ۴ زره او ۶۰۰، د ویتنام په ۱۹ کاله او ۵ میاشتنۍ جګړه کې ۵۸ زره او ۲۲۰، د کوریا په ۳ کاله او یوه میاشت جګړه کې ۳۶ زره او ۵۸۴، د وینزویلا په یو ورځینۍ جګړه کې هیڅ او د ایران په ۴ میاشتنۍ جګړه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر: د ایران د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي چې له ایران سره د جګړې ټول لګښت تر اوسه ۳۷ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه دا څرګندونې د امریکا کانګرس د بودجې کمېټې ته د حاضرېدو پر مهال وکړې.

د هغه په وینا، دا شمېر له هغې شمېرې، چې دوې میاشتې پخوا اعلان شوی و، کابو ۸ میلیارده ډالره زیات شوی دی.

هېګسېت څرګنده کړه چې په دې ارقامو کې د روان مالي کال تر پایه، یعنې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې اټکل شوي لګښتونه هم شامل دي.

دا لومړی ځل دی چې د ایران او امریکا د جګړې له بیا پیل وروسته د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت او د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مشر جنرال ډن کین د کانګرس د بودجې کمېټې ته حاضر شوي او د استازو پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي دي.

د عراق په کوردستان کې د ایران د مخالفو کورد ډلو پر مرکزونو تازه بریدونه

د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ځواکونو د عراق د کوردستان په کورواکه سیمه کې د اسلامي جمهوریت د مخالفو کورد وسله‌والو ډلو پر مورچلو تازه بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، د سلیمانیې ولایت د ازمر غر سیمه د څو زورورو چاودنو شاهده وه.

په وروستیو میاشتو کې د ایران سپاه پاسداران او پوځ څو ځله د اربیل او سلیمانیې په شاوخوا کې د مېشتو کورد وسله‌والو ډلو پر اډو بریدونه کړي دي.

د خاتم‌الانبیا قرارګاه د ایران پر اتومي مرکزونو د احتمالي برید په اړه خبرداری

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د خاتم‌الانبیا قرارګاه په یوې خبرپاڼې کې خبرداری ورکړی چې که امریکا د ایران پر اټومي تأسیساتو برید وکړي، جګړه به ټولې سیمې ته وغځېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په داسې حالت کې به د ایران د وسله‌والو ځواکونه د امریکا، د هغې د متحدانو او ملاتړ کوونکو ټولې ګټې وولي.

دا خبرداری وروسته له هغه خپور شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو، په ځانګړې توګه د سې‌شنبې په ورځ، یو ځل بیا ګواښ وکړ چې امریکا به ډېر ژر د ایران د «کلنګ غره» په نوم تر ځمکې لاندې اتومي تأسیسات په نښه کړي.

ویل کېږي چې ایران د نطنز ترڅنګ د کلنګ غره په ژورو کې یو بل اتومي مرکز لري، چې د ډېر ژوروالي له امله یې آن د مورچل ماتوونکو بمونو پر وړاندې هم د مقاومت احتمال مطرح کېږي.

ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر «کلنګ غره» د برید ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی چې متحده ایالات به ډېر ژر د ایران د «کلنګ غره» په نوم تر ځمکې لاندې تاسیسات په نښه کړي.

ټرمپ ویلي، امریکا به دغه مرکز «ډېر ژر او په خورا سخت ځواک» وولي او زیاته کړې یې ده: «هغوی د دې د مخنیوي لپاره هېڅ نه شي کولی.»

د «کلنګ غر» د ایران د زاگروس غرونو په لړۍ کې تر ځمکې لاندې یوې پراخې تأسیساتي مجموعې ته ویل کېږي. لوېدیځ چارواکي باور لري چې دا مرکز د ایران له اتومي پروګرام سره تړاو لري، خو ایران تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعاوو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې د امریکا کار له ایران سره لا پای ته نه دی رسېدلی، او واشنګټن به د اړتیا په صورت کې نور اقدامات هم وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

سپاه: په کویت کې مو د امریکا راداري سیستمونه ویشتلي

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په وروستیو بریدونو کې یې په کویت کې د امریکا څو راداري سیستمونه له منځه وړي دي.

د سپاه د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د لومړني خبرداري یو رادار، د علي السالم هوايي اډې شاوخوا یو تاکتیکي راداري مرکز او د کویټ د بوبیان ټاپو یو بل راداري سیستم په نښه او ویجاړ شوي دي.

تر اوسه د کویت حکومت او د امریکا چارواکو د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په بحرین کې د امازون شرکت د ډېټا پر مر کز د برید ادعا

د ایران سپاه پاسداران (IRGC) ادعا کړې چې د دوی هوايي ځواک د څو کروز توغندیو په وسیله د بحرین په خاوره کې د امریکايي شرکت امازون د معلوماتو (دیټا) مرکز په نښه کړی او له منځه وړی دی.
د سپاه پاسداران په وینا، په دغه برید کې د امریکا د هوايي دفاع ځینې سیسټمونه هم په نښه شوي دي.
خو تر اوسه پورې د بحرین حکومت، د امریکا چارواکو او د امازون شرکت د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د دې ادعا خپلواکه تایید هم نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...