Homeخبرونهم. م: د کډوالو یوه کښتۍ ۲۵ ورځې په سمندر کې سرګردانه...

م. م: د کډوالو یوه کښتۍ ۲۵ ورځې په سمندر کې سرګردانه وه، ۱۴۴ سپرلۍ یې مړه یا ورکه شوې

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د موریتانیا د سواحلو ترڅنګ د کډوالو د کښتیو د څو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کډوال او پناه غوښتونکي مړه یا ورک شوي دي. دا پېښه له لوېدیځې افریقا څخه د اروپا د کنري ټاپوګانو پر لور د اتلانتیک سمندر له خونړیو او خطرناکو ناورینونو څخه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د جولای له ۱۴مې تر ۱۸مې پورې د موریتانیا د نوادیبو له بندري ښار څخه د ژغورنې درې هڅې وشوې، چې په پایله کې یې د بېلابېلو هېوادونو ۳۸۷ کډوال او پناه غوښتونکي په خوندي توګه ساحل ته راوستل شول.

تر ټولو خونړۍ پېښه د هغې کښتۍ وه چې د ګامبیا له بوفولوتو سیمې څخه د هسپانیا د کنري ټاپوګانو پر لور روانه شوې وه. د دې سفر واټن شاوخوا ۹۰۵ سمندري میله (۱٬۶۷۷ کیلومتره) دی.

دا بېړۍ له ۲۵ ورځو راهیسې په سمندر کې سرګردانه وه او بالاخره د شنبې په ورځ وموندل شوه، خو له ټولو سپرو کسانو څخه یوازې ۳۸ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

د کډوالو لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په همدې کښتۍ کې ۱۴۳ نور کسان مړه یا ورک شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...