Home+ولې تېرې تېروتنی بیا تکرارېږي؟| سردارولي الکوزی

ولې تېرې تېروتنی بیا تکرارېږي؟| سردارولي الکوزی

تاریخ هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې ترې زده کړه وشي. که ملتونه او واکمنان د تاریخ له تجربو پند وانخلي، نو تېروتنې بیا تکرارېږي او ولس یې دروند قیمت پرې کوي.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته افغانستان د بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو ترمنځ ووېشل شو. په هېواد کې مرکزي حکومت له منځه تللی و او هره سیمه د یوه محلي قومندان تر واک لاندې وه. هغوی شخصي زندانونه لرل، د خلکو په برخلیک یې د خپلې خوښې پرېکړې کولې او هېڅ قانون او حساب ورکوونه نه وه.

هغه کلونه د افغانانو لپاره د وېرې او ناامنۍ کلونه وو. د خلکو عزت، مال او ژوند خوندي نه وو. له بزګرانو به باج او عشر په زور اخیستل کېده، په لویو لارو به پوستې او کمینونه وو، غلا، چور او لوټمار عام وو. هر زورور ځان قانون ګاڼه. زه هغه مهال ماشوم وم، خو د هماغه وخت ډېرې ترخې خاطرې مې تر اوسه په ذهن کې ژوندۍ دي. دعا کوم چې زموږ راتلونکی نسل بیا هېڅکله داسې ورځې ونه ویني.

په همدې ګډوډ وضعیت کې په ۱۹۹۴ کال کې د کندهار له خاورې د تحریک طالبان راڅرګند شو. د هغوی شعار د فساد ختمول، د امنیت ټینګول او د اسلامي نظام جوړول وو. همدغه شعارونه د جګړو ستړي ولس ته د امید څرک ښکارېدل. خلک به دعاوې کولې چې طالبان ژر د دوی سیمو ته ورسېږي او له ظلم څخه یې خلاص کړي.

زه خپله یوه خاطره هم لرم. زموږ د کلي جومات ته یو ځل تبلیغي جماعت راغلی و. په کلي کې اوازه خپره شوه چې طالبان راغلي دي. زه او د کلي نور ماشومان په منډه جومات ته ورغلو. له میلمنو سره مو روغبړ وکړ او بیا مو ترې وپوښتل: «تاسو طالبان یاست؟» هغوی په موسکا وویل: «نه، موږ تبلیغیان یو، طالبان به ان شاءالله ژر راشي.»

دا کوچنۍ خاطره ښيي چې هغه وخت د خلکو په ذهنونو کې طالبان د نجات او امنیت سمبول ګرځېدلي وو.

خو کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ او د هېواد ډېره برخه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته، د خلکو ډېرې هیلې ورو ورو په ناهیلۍ بدلې شوې. زما په اند، ستونزه دا وه چې د ټولنې د اړتیاوو، د زمانې د بدلون او د خلکو د غوښتنو پر ځای، ډېر تمرکز په سختو محدودیتونو او تنګ نظره تفسیرونو وشو. د نجونو او ښځو زده کړې محدودې شوې، ښوونیز او روزنیز بنسټونه کمزوري شول، ډېری ټولنیزې ادارې اغېزمنې شوې او د هېواد د پرمختګ بهیر ټکنی شو.

زه خپله هم د هماغه وخت د مدرسې زده کوونکی وم او د قرآن کریم حفظ مې پیل کړی و، خو د کورنۍ د کډوالۍ له امله پاکستان ته ولاړو او دا ارمان مې نیمګړی پاتې شو.

نن، له درې لسیزو ډېرو تجربو وروسته، لا هم یوه اساسي پوښتنه مطرح ده: ولې له تېرو تجربو زده کړه نه کېږي؟ که تېرو سیاستونو ستونزې زېږولې وې، نو ولې هماغه لارې بیا تعقیبېږي؟

اسلام د اعتدال، حکمت، مشورې او عدالت دین دی. د اسلامي تاریخ ستر علماوو تل د وخت، ځای او د خلکو د اړتیاوو په رڼا کې د ستونزو د حل لارې لټولې دي. نو ایا وخت نه دی رارسېدلی چې د هېواد د پرمختګ، ملي یووالي او نړیوال تعامل لپاره یوه متوازنه او واقع‌بینه تګلاره غوره شي؟

افغان ملت نور جګړه نه غواړي. خلک تعلیم غواړي، کار غواړي، امنیت غواړي، اقتصادي ثبات غواړي او غواړي له نړۍ سره په عزت او متقابل احترام اړیکې ولري. همدارنګه، زموږ ملي او فرهنګي ارزښتونه—لکه حجره، دېره، مېلمه پالنه، رباب، اتڼ او نور دودونه—باید د دې خاورې د هویت د برخې په توګه درناوی شي، نه دا چې د مخالفت په سترګه ورته وکتل شي.

له نړۍ سره سالمې او متوازنې اړیکې د هېڅ هېواد د خپلواکۍ خلاف نه دي؛ بلکې د ملتونو د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده. انزوا یوازې د ولس پر ژوند منفي اغېزې کوي.

تاریخ موږ ته دا درس راکوي چې جګړه ګټونکی نه لري؛ اصلي قرباني یې تل ولس وي. که نن هم د تېرو تجربو له ارزونې او اصلاح څخه سترګې پټې شي، نو وېره شته چې افغانستان یو ځل بیا د بې‌ثباتۍ او شخړو پر لور ولاړ شي. دا هغه څه دي چې هېڅ افغان یې نور نه غواړي.

هیله دا ده چې د تېرو تجربو له رڼا څخه زده کړه وشي، د اعتدال، عدالت، تعلیم او ملي یووالي لاره خپله شي، څو راتلونکی نسل په یوه سوله‌ییز، پرمختللي او باعزته افغانستان کې ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...