تاند (پنجشمبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د قزاقستان حکومت او غضنفر بانک هوکړه کړې چې د بانکي راکړو ورکړو د اسانتیا له لارې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
قزاقي رسنیو پرون (چهارشنبې) په دې اړه په راپور کې وویل چې د دې موافقې په نتیجه کې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې لا اسانه او پراخې شي.
د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین د دې هوکړې هدف د بانکي همکاریو پراخول، د مستقیمو تادیاتو ممکنول او د دواړو هېوادونو د بانکونو ترمنځ د مالي راکړو ورکړو اسانه کول وبلل.
د قزاقستان د صدراعظم مرستیال، چې په وروستیو کې یې کابل ته هم سفر کړی و، پرون په استانې کې د افغانستان د غضنفر بانک له رئیس محمداسماعیل غضنفر سره وکتل او د بانکي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
ژومانګارین په دې کتنه کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره لازمه ده چې یو باوري بانکي بنسټ رامنځته شي، څو د شرکتونو ترمنځ مالي تادیات په منظم ډول او بېځنډه ترسره شي.
د راپور له مخې، اوس مهال د قزاقستان دوه بانکونه د افغانستان له بانکونو سره د بانکي استازولۍ (Correspondent Banking) اړیکې لري.
د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د پولې هاخوا د مالي تادیاتو حجم په ۲۰۲۵ کال کې نژدې ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د وړم پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز، د توکو او خدمتونو لپاره د تادیاتو ارزښت په همدې موده کې پنځه برابره لوړ شوی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مجموعي حجم د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۳۴۲.۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲.۳ برابره زیاتوالی ښيي.
له دې جملې څخه ۳۳۸.۵ میلیون ډالر د قزاقستان صادرات افغانستان ته جوړوي.
د راپور له مخې، افغانستان ته د غنمو، اوړو، د لمرګلي غوړیو او نورو توکو د صادراتو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې مهم لاملونه بلل شوي دي.
قزاقستان لېوال دی چې له افغانستان سره راکړه ورکړه نوره هم زیاته کړي او د افغانستان په ځینو مهمو پروژو لکه ترانس افغان کې ګډون وکړي څو له دې لارې د جنوبي اسیا له نورو هیوادونو سره راکړه ورکړه وکړای شي.