Homeخبرونهجرمني وايي، د ۷۸ افغانانو په بېرته استولو یې تر یو نیم...

جرمني وايي، د ۷۸ افغانانو په بېرته استولو یې تر یو نیم میلیون یورو ډېرې پیسې لګولي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د جرمني حکومت وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۷ افغان کډوال افغانستان ته استولي دي. د چارواکو په وینا، له دې ډلې ۷۷ کسان یې په درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ نور دپه عادي الوتنو کې استولي دي.

د جرمني د چارواکو د خپل هیواد د پارلمان د کیڼ ګوند د استازو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې په چارټر الوتنو کې یې د ۷۸ افغانانو په لېږلو یو میلیون او ۶۰ زره یورو لګولي دي.

د راپور له مخې، دا افغانان د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې استول شوي دی.

د حکومت د څرګندونو له مخې، د استوګنې د قانون پلي کول او د کډوالو ایستل د جرمني د ایالتونو مسوولیت دی، خو فدرالي حکومت د دې بهیر ملاتړ کوي.

حکومت همداراز تایید کړې چې د هغو افغانانو د هویت د تثبیت، پاسپورټ او د سفري اسنادو د ترلاسه کولو لپاره، چې د ایستلو له پرېکړې سره مخامخ دي، د طالبانو له استازو سره غونډې کړې دي.

په ورته وخت کې، د جرمني حکومت په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې طالبانو ته د پیسو ورکولو ادعا پکې شوې وه. حکومت ویلي، فدرالي پولیسو د افغان وګړو د هویت د تثبیت لپاره په ترسره شویو غونډو کې طالبانو ته پیسې نه دي ورکړي.

سره له دې، حکومت د ۱۴۰۵ کال د وري د ۲۸مې په ورځ د بن ښار د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې په دفتر کې د ترسره شوې غونډې د جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...