کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.
په دې سیمینار کې د هېواد ذ بېلابېلو ولایتونو څېړونکو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګپالو، د پوهنتون استادانو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس، فرهاد داوري، د سیمینار د جوړېدو موخې تشریح کړې او ویې ویل چې د میرویس نیکه سیاسي تدبیر، عقلانیت، ولسي انسجام او مشرتابه هغه موضوعات دي چې باید پرې علمي څېړنې وشي او نوی نسل ورسره اشنا شي.
لیکوال او څېړونکي محمدمعصوم هوتک په خپلو خبرو کې د میرویس نیکه پاڅون یو ولسي حرکت وباله او ویې ویل چې دغه پاڅون د بهرني تسلط د پای ته رسولو سبب شو. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول علمي سیمینارونه د تاریخي څېړنو او علمي بحثونو د پیاوړتیا لپاره مهم دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او د تاریخ د مطالعې پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه وویل، افغانانو په تاریخ کې د لویو امپراتوریو پر وړاندې بریاوې خپلې کړې، خو د هغو د ساتنې په برخه کې له ننګونو سره مخامخ شوي او اړتیا ده چې له تاریخه عبرت واخیستل شي.
په غونډه کې، چې د میرویس نیکه پوهنتون د رئیس، محمد واسیع صدیقي، په وینا پیل شوه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کندهار پوهنتون، د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند بشیر دودیال، مورخ او لیکوال ډاکټر نوراحمد خالدي، منډیګک بنسټ او مشهورې شاعرې مېرمن پروین ملال پیغامونه هم ولوستل شول.
د سیمینار په علمي برخو کې لسګونو څېړونکو او استادانو خپلې علمي مقالې وړاندې کړې چې پکې د میرویس نیکه د مبارزې، د هوتکي پاڅون، د هغه وخت د سیاسي او ټولنیزو شرایطو او تاریخي ارزښت په اړه بېلابېل علمي بحثونه وشول.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته د پنل غړو ځوابونه وویل، د سیمینار لنډیز او وړاندیزونه له رسنیو او ګډونوالو سره شریک شول او اعلان وشو چې ټولې علمي مقالې به په ځانګړې ټولګه کې چاپ او خپرې شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو، ویناوالو او همکارانو ته ستاینلیکونه، مننلیکونه او د کتابونو ډالۍ ورکړل شوې.
د تنظیموونکو په وینا، په دې علمي سیمینار کې شاوخوا سل تنو فرهنګپالو، لیکوالانو، استادانو، څېړونکو او ځوانانو ګډون کړی وو.
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.
قدرمنو هېوادوالو د میرویس نیکه اروا دی ښاده اوفردوس جنت یې نصییب شه. دهغه وخت مُدبر ملی قاید او د استقلال داعی او د ګرګین او صفویانو له ظلم د ملت ناجی و. د میرویس نیکه د پوهنتون له رهبری مننه چی د هوتکیانو د دور دبنسټګر او د ملی قیام رهبر او دهغه د پاڅون یاد یی وکړ. ایکاش چی یو بل میرویس مو لرلای. ګرجستانی شین سترګی ګرګین د صفوی له خوا مامور و چی زموږ پرهېوادوالو پاچهی وکړی او شتمنی مو لوټ کړی، قاجاریان، صفویان، ګرګینان، پارسییانرافضیان، او پهلویان هغه مرتده سلسله ده چی تل یی دافغانستان د تفرقی او د فرهنګی او تاریخ د غلا پلان درلود. د آریائیانو افتخار یی ځانته هسی په نوم کمایی او د نه وړتیا سره سره یی آریایی ایران نوم پر ځان کېښود د سیدجمال الدین افغان څخه نیولی تر جامی او البیرونی او نور ټول یی خپل وبلل او د افغانانو تر منځ یی راز راز تفرقی واچولی. حال دا چی افغان مشرانو دوی د قاجار او صفوی له ظلم وژغورل او تراضفهانه یی ورته عمرانی کارونه وکړل. تاریخ به د دوی ناځوان اعمال او مداخلی هیری نه کړی. یو ځل بیا د میرویس نیکه له پوهنتون مننه. الله پاک دی حاچی میرویس نیکه ته بهترین جنتونه نصیب کړی.
ډاکتر لمر،
لوستونکو ته سلام!
کله چې زه د ښوونځي لومړي ټولګې ته ورننوتم، نو یوې فارسې ژبې ښوونکې موږ ته وویل، چې: افغان یعنې آزاد ژوند وکړه او خپلواک مړ شه! بیا د افغان ولس نیکه میرویس خان یاد کړ، چې د افغانستان د آزادي مشر او د ټولو افغانانو نیکه دی! زه د بابا او پلار په معنی پوهېدم، مګر د نیکه مې څه نه و اورېدلي. خپلې مرحومې پلارنی انا ته مې د میرویس نیکه خبره یاده کړه. بېسواده وه، مګر ټولنیزه پوهه یې ډېره مضبوته وه، نو زما د باباګانو او نیکونو سلسه یې راته کتار کړه، چې د میرویس نیکه د ملت د معنوي پلار په معنی پوه شم. مګر وروسته له څو لسیزو مې د ښاغلي سبستاني بارکزي او د جهاني لیکنې ولوسنلې، چې د ډېرو تاريخي شعور یې ورګډوډ کړ، خو تمهید سیلاني بیا د تورکانو او پاړسیانو تاریخ پسې راوسپړو چې د ذهنونو سکون پکې نغښتی دی! میروبس نیکه په ريښتیا د افغان ملت د آزادي او لومړنۍ واکمني مشر وو، نو د فردوس جنت یې نصیب شه! د محمود هوتکي، شاه اشرفپاچایی یې ښه سر مشق وو! الله دې افغانان متحد کړي، له بسټپالي دې ی وساتي او د انسانیت. عزت، عفت لاره دې خپله کړي او ملت ته دې کور، کالي او ډوډۍ برابر کړي او د علم او تحصیلامکانات دې ورته محیا کړي. د غونډې ګډوالو ته الله خیر ورکړي، له کلیشو مو خدای وساته. د افغان ملت په ښېرازي! وسلام