Homeخبرونهچین په یوازې ۳۸ میاشتو کې د نړۍ تر ټولو لوی ریل‌سټېشن...

چین په یوازې ۳۸ میاشتو کې د نړۍ تر ټولو لوی ریل‌سټېشن جوړ کړ

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) چین په یوازې ۳۸ میاشتو کې د نړۍ تر ټولو لوی د رېلګاډي تمځی جوړ کړی دی. د دې سترې پروژې په بشپړولو کې له لسګونه زره کارګرو او پرمختللو روباټیک ماشینونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د چین د ختیځ رېلګاډی تمځی Chongqing East railway station د مساحت له پلوه اوس د نړۍ تر ټولو لوی ریل‌سټېشن بلل کېږي. دا تمځی شاوخوا ۱.۲۲ میلیون مربع متره مساحت لري، چې د فوټبال د کابو ۱۷۰ میدانونو له مساحت سره برابر دی.

دا تمځی د چین د جنوب لوېدیځ په چونګ‌چینګ (Chongqing) ښار کې جوړ شوی او د عصري زیربناوو د انجینیرۍ یو بې‌ساری شاهکار ګڼل کېږي. ویل کېږي چې دا د نیویارک د ریلګاډو د تمځي، ګرنډ سنترل ترمینل Grand Central Terminal پرتله شپږ چنده او د جرمني د لیپزیک د Leipzig Hauptbahnhof پرتله ۱۵ چنده لوی دی.

د دې تمځي مساحت دومره پراخ دی چې تر ځینو کوچنیو ښارګوټو څخه هم لوی دی او ان د واتیکان تر ټولې خاورې څه باندې دوه برابره زیات دی.

په دې ستر ریل‌سټېشن کې ۲۹ پلیټفارمونه، ۱۵ رېللارې او اته پوړیزه ودانۍ جوړه شوې ده. د ودانۍ بام ۱۶ زره او ۵۰۰ ټنه پولادي جوړښت لري او د ۴۰۰ متره اوږده پلیټفارمونه یې داسې ډیزاین شوي چې د ګڼه‌ګوڼې پر مهال په هر ساعت کې تر ۱۶ زره مسافرو ته خدمت وړاندې کړي او د چین تر ټولو د اوږده واټن چټک رېلګاډی هم پکې تګ راتګ وکړي.

د دې پروژې تر ټولو حیرانوونکې ځانګړنه دا ده چې د رېلګاډي تمځی د یوه غره پر سر جوړ شوی دی. چونګ‌چینګ د خپل غرني موقعیت له امله مشهور دی او د چین له هغو لویو ښارونو څخه ګڼل کېږي چې په کې د دومره ستر ترانسپورتي مرکز جوړول خورا ستونزمن ګڼل کېدل.

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، انجینرانو او کارکوونکو لومړی د غره یوه لویه برخه په چاودنو او کیندنو هواره کړه، څو د دې ستر ریل‌سټېشن لپاره مناسبه ځمکه برابره شي.

د دې پروژې په جوړولو کې شاوخوا ۲ میلیون مکعب متره کانکریټ او ۳۶۶ زره ټنه پولاد کارول شوي دي. همداراز، د جوړولو په بهیر کې تر ۴۰ زرو پورې کارګرو او ګڼو روباټیکو ماشینونو ګډ کار کړی، چې له امله یې پروژه په یوازې ۳۸ میاشتو کې بشپړه شوه.

1 COMMENT

  1. د دومره پراخو معلوماتو راټولول، ترجمه کول او ترتیب ورکول واقعا ډېر کار غواړي. زه د تاند د لسګونو زرو اوسېدونکو له ډلې څخه د یوه لوستونکي په توګه د تاند ادارې څخه مننه کوم چې دومره زحمت وباسي او مونږ ته په وخت، منظم او مفصل معلومات را برابروي. الله تعالی دې په دنیا او اخرت دواړو کې اجر درکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...