تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۸مه) په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې نږدې یو مېلیون او ۵۰۰ زره ټُنه خوراکي، ودانیز او نور توکي افغانستان ته وارد شوي او شاوخوا ۶۶زره ټُنه کورني تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د یادې خونې په وینا؛ اوسمهال هره ورځ ۲۴ ساعته دغه بندر د انتقالاتو د لېږد لپاره فعال وي.
خو له بلې خوا سوداګر په دغه بندر کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.
وړاندې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې په تېرې غبرګولي میاشت کې د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸زره او ۸۸۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
له بل پلوه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستان سره د لارو تر بندېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري پراخه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې صادرات ۷۷ سلنه او واردات ۴۳ سلنه زیات شوي دي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۱۴۰۵کال د پسرلي په موسم کې په دغه ولایت کې د شاتو تولید د تېرکال د ورته مودې پرتله زیات شوی. دوی زیاته کړې، چې په دغه موده کې ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي.
طالبانو مسوولانو ویلي، دامهال په کندهار کې د شاتو مچیو ۲۶ سیمهییز او ۴۲ عبوري فارمونه فعال دي چې د کندهار ښار ترڅنګ په ارغنداب، شاهوليکوټ، ژړۍ، پنجوایي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې فعالیت کوي.
د مالوماتو له مخې په تېر ۱۴۰۴کال کې په ټولیز ډول ۴۳ فارمونه فعال وو؛ خو سږکال یوازې د پسرلي تر پایه د فعالو فارمونو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی، چې له امله یې د شاتو تولید هم په څرګند ډول زیات شوی دی.
مسوولان وایي، سږکال یوازې د پسرلي په موسم کې د شاتو تولید ۴۴.۴ مټریک ټنو ته رسېدلی، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله څه باندې ۲۳ مټریک ټنه زیاتوالی ښيي او د کندهار د شاتو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.