Homeخبرونهامریکا د ایران پر ضد د نویو بریدونو پیل تایید کړ؛ په...

امریکا د ایران پر ضد د نویو بریدونو پیل تایید کړ؛ په څو ښارونو کې د چاودنو راپورونه

تاند ـ (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په امر یې په ایران کې د هغو هدفونو پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی چې د دوی په وینا، د هرمز تنګي په سیمه کې د ازادې بېړۍ چلونې لپاره ګواښ بلل کېږي. په ورته وخت کې ایراني رسنیو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو او د هوايي دفاع د فعالېدو خبر ورکړی دی.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړې، ویلي، امریکايي ځواکونو د هغو وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره عملیات پیل کړي چې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې کښتۍ چلونې امنیت ګواښي.

له بلې خوا، د ایران «نورنیوز» د پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د اډو پر ضد «دروند ژر» برید په پام کې دی، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) دا ادعا نه ده تایید کړې.

په ورته وخت کې، د اسراییل دولتي شبکې کان راپور ورکړی چې امریکا د ایران پر ضد د خپلو تازه بریدونو له پیل مخکې اسراییل خبر کړی و، څو دغه هېواد د ایران د احتمالي غبرګون لپاره چمتووالی ونیسي.

د ایران مهر خبري اژانس د بندرعباس، کُنارک، چابهار، بوشهر، ایرانشهر او جاسک په ګډون په څو سیمو کې د چاودنو او د هوايي دفاع د فعالېدو خبر ورکړی دی. همداراز میزان خبري اژانس ویلي چې د سیریک په شاوخوا کې هم چاودنې شوې دي.

د ایران دولتي راډیو – ټلوېزیون په ابوموسی ټاپو کې هم د چاودنو راپور ورکړی، خو «نورنیوز» په بوشهر ولایت کې د بریدونو د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې د بوشهر اتومي بټۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

د چابهار د ازادې سیمې اجرائیه رئیس محمد سعید اربابي تایید کړې چې د سمندري ترافیک د کنټرول برج زیانمن شوی او د سیمې یو ګودام هم په نښه شوی، چې د تخلیې چارې یې روانې دي.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې ایران ته خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي چې دا بریدونه د هغو حملو غبرګون و چې یوه ورځ وړاندې پر سوداګریزو بېړیو شوي وو. هغه زیاته کړې، که دا ډول بریدونه بیا تکرار شي، د امریکا ځواب به «تر دې هم سخت» وي.

د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي نوی پړاو وروسته له هغې پیل شو چې درې تېل وړونکې بېړۍ په هرمز تنګي کې په بریدونو کې زیانمنې شوې. ایران د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي «یوازینۍ خوندي لار» د ایران تر مدیریت لاندې مسیر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...