تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) – د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د بېځایه کېدو له سترو بحرانونو سره مخامخ دی. دغه خبرداری د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د افغانستان د وروستي ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ارزونې د راپور پر بنسټ ورکړل شوی، چې په کې د جګړو، اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلونونو، د کډوالو ستنېدو او پر ښځو د محدودیتونو ګډ اغېز د هېواد د بېثباتۍ اصلي عوامل بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د راپور له مخې، افغانستان په یوه وخت له څلورو لسیزو جګړو، کمزوري اقتصاد، د میلیونونو کډوالو له راستنېدو، د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو او د ښځو د ونډې له کمېدو سره مخامخ دی. راپور ټینګار کوي چې د دغو ستونزو ګډ فشار د خلکو پر معیشت او اساسي خدماتو ورځ تر بلې زیاتېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو وویل: «په افغانستان کې بحرانونه معمولاً یو په یو نه رامنځته کېږي، بلکې څو بحرانونه په یو وخت کې پر خلکو اغېز کوي.»
۲۸ میلیونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو عاجز دي
د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي، چې شمېر یې نژدې ۲۸ میلیونو کسانو ته رسېږي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري.
راپور زیاتوي چې د میلیونونو راستنېدونکو کډوالو له امله د څښاک اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، تودوخې او جامو په څېر اساسي اړتیاوو ته لاسرسی لا پسې ستونزمن شوی دی.
همداراز، د راپور له مخې، له ۸۰ سلنې څخه ډېرې افغان کورنۍ په پورونو کې ډوبې دي.
د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو اغېزې
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، اقلیمي بدلون هم د افغانستان بشري وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د اسیا او ارام سمندر لپاره سیمهییزې مشرې، کاني ویګناراجا، ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی، اقتصادي ستونزې او اقلیمي ناورینونه په ۲۰۲۵ کال کې پر افغانستان فشارونه نور هم زیات کړي دي.
هغې ټینګار کړی چې د بشري پراختیا په برخه کې پانګونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهمه ده، په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې په اقلیمي لحاظ په زیانګالو سیمو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی و، څو له هغو کورنیو سره وګوري چې د راستنېدنې او وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
راپور یادونه کوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ختیځ کې یوې زورورې زلزلې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله واړوله او د سیمې زیربناوو ته یې پراخ زیانونه واړول.
پر ښځو محدودیتونه د اقتصاد پر ودې اغېز کوي
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه لا هم نافذ دي، چې د ښځو پر کار، زدهکړو او ازاد تګ راتګ محدودیتونه لګوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام وایي، دغو محدودیتونو د افغانستان د کار ځواک کم کړی او د هېواد اقتصادي ظرفیت یې زیانمن کړی دی.
له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم طالبان د بشري حقونو په بېلابېلو سرغړونو تورن کړي وو. په راپورونو کې ویل شوي چې لسګونه ښځې د لباس د مقرراتو د سرغړونې په تور نیول شوي او امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ډزې کړې دي.
نړیوالې مرستې کمې شوي
سره له دې چې د افغانستان بشري اړتیاوې زیاتې شوي دي، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې نړیوالې مرستې ۱۶.۵ سلنه لږې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي، سټیفن روډریګز، ویلي چې افغانان یوازې لنډمهالو مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې د اوږدمهاله پرمختګ فرصتونو ته هم اړتیا لري.
د هغه په وینا، د کارموندنې، بنسټیزو خدماتو او سیمهییزو بازارونو پیاوړتیا به د کورنیو اقتصاد ښه کړي او خلکو ته به دا زمینه برابره کړي چې خپل ژوند بېرته ورغوي او د خپل راتلونکي کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
د ملګرو ملتونو روانې مرستندویې پروژې
ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې یې د مرستو بېلابېل پروګرامونه دوام لري. په دغو کې د ځانګړي اماني صندوق (Special Trust Fund) له لارې د بنسټیزو خدماتو او زیربناوو ملاتړ، د بشري حقونو او د ښځو د پیاوړتیا پروګرامونه شامل دي.
سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو ګڼې ادارې د کډوالو د بیا مېشتېدو، د زدهکړو او کار فرصتونو د پراخولو او د بېلو شویو کورنیو د یوځای کولو په برخو کې هم فعالیت کوي.