Homeخبرونهامریکا وايي، په هرمز تنګي کې پر بېړیو د ایران د برید...

امریکا وايي، په هرمز تنګي کې پر بېړیو د ایران د برید ځواب یې ورکړی

تاند(چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «امریکايي ځواکونو پر ایران د پراخو او ځواکمنو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.»

سینټکام زیاته کړې چې: «د امریکا دا بریدونه د هغو بریدونو مستقیم غبرګون دی چې ایران په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو کښتیو کړي وو.»

په بیان کې راغلي: «د ایران ښکاره تېری یو بې‌دلیله او خطرناک اقدام دی او د اوربند د هوکړې څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي.»

له بلې خوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سیرک ولسوالي، د قشم ټاپو او بندرعباس په سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په بندرعباس کې د چاودنو غږونه له لرې واورېدل شول او ښايي دا چاودنې د هرمز تنګي په شاوخوا سیمه کې شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي په سیمه کې پر درېیو کښتیو، د قطر د مایع طبیعي ګاز (LNG) د یوه ټانکر په ګډون، بریدونه شوي دي. دوحې تهران پر ټانکر د برید تور پورې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد، د هغه د کورنۍ له غړو څخه...