تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د الشرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان یوه باروړونکې بوینګ ۷۳۷-۴۰۰ الوتکه، چې له شارجې څخه کراچۍ ته روانه وه، په عمان سمندرګي کې لوېدلې ده.
د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د الوتکې پیلوټ په ځايي وخت د شپې په ۹:۱۸ بجو د کراچۍ د هوايي ترافیک کنټرول مرکز ته د رادار په سیستم کې د تخنیکي ستونزې راپور ورکړ.
د راپور له مخې، د هوايي ترافیک کنټرول سمدستي د الوتکې عملې ته لازمې لارښوونې وکړې، خو درې دقیقې وروسته، یعنې د شپې په ۹ بجې او ۱۹ دقیقې، د رادار معلوماتو وښودله چې الوتکې په ناڅاپي ډول ارتفاع له لاسه ورکړه او چټک یې مسیر بدل شو.
څو شېبې وروسته له الوتکې سره راډیويي او راداري اړیکه په بشپړه توګه پرې شوه. ویل کېږي چې الوتکه د کراچۍ لوېدیځ ته شاوخوا ۱۵۵ سمندري میله (۲۸۷ کیلومتره) واټن کې، د عمان سمندرګي پر سر ورکه شوې ده.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پېښې د لامل او د الوتکې د عملې د برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او وایي چې څېړنې روانې دي.
په ورته وخت کې، ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې ګواکې ښايي دا الوتکه ویشتل شوې وي، خو تر اوسه دا ادعا د چا له خوا رسماً تایید شوې نه ده.