Homeخبرونهیوې مصرۍ په ۸۳ کلنۍ کې دوکتورا واخیسته

یوې مصرۍ په ۸۳ کلنۍ کې دوکتورا واخیسته

یوه مشهوره مقوله ده چې عمر د علم د ترلاسه کولو لپاره کوم خنډ نه دی. د مصر یوې ۸۳ کلنې مېرمنې، امال اسماعیل عبدو، دا خبره په عمل کې ثابته کړه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، امال اسماعیل عبدو په ټولنپوهنه (سوشیالوجۍ) کې د دوکتورا (PhD) سند ترلاسه کړی او د خپلې بریا له امله یې د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی دی.

راپورونه وایي چې د جولای په پنځمه نېټه نوموړې ته د څېړنیزې مقالې په بدل کې د منصوره پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ټولنپوهنې څانګې له لوري د دوکتورا سند ورکړل شو.

امال اسماعیل عبدو عربي رسنیو ته ویلي چې له ۸۳ کلنۍ وروسته د دوکتورا سند ترلاسه کول د هغو ټولو کسانو لپاره یو پیغام دی چې فکر کوي عمر د هیلو او موخو د پوره کېدو خنډ  کېږي.

هغې زیاته کړه: «عمر یوازې یو شمېر دی. تر هغه چې انسان د فکر کولو او کار کولو توان ولري، باید د خپلو خوبونو د پوره کولو هڅه وکړي. پر الله تعالی هیله او باور د پرمختګ یوازینۍ لار ده. که اراده پیاوړې وي او انسان پر ځان باور ولري، هره هدف ترلاسه کولی شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...