تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) انسانانو تل د خپلې سیارې، ځمکې، د وروستي برخلیک په اړه لېوالتیا لرلې ده. یوې نوې ساینسي څېړنې د کایناتو د راتلونکو احتمالي پېښو په اړه نوې کړکۍ پرانیستې ده او ښيي چې د ځمکې راتلونکی ښايي حتمي تباهي نه وي.
دا څېړنه د بلجیم په کې یو لیوفین پوهنتون کې ماتس ایسلډیرس تر مشرۍ لاندې شوې او په د Astronomy & Astrophysics علمي مجله کې خپره شوې ده.
د ساینسپوهانو د اټکل له مخې، شاوخوا پنځه میلیارده کاله وروسته به د لمر په مرکز کې د هایدروجن کمېدا پیل شي. له دې وروسته به لمر لومړی په یوه «سور ستر ستوري» (Red Giant) او بیا د «AGB» ستوري په بڼه بدل شي. د دې بدلونونو پر مهال به لمر د خپل اوسني حجم پرتله سلګونه ځله پراخ شي.
پخوا ډېری ساینسپوهانو باور درلود چې د لمر دغه پراختیا به ځمکه په بشپړه توګه په خپل منځ کې راونغاړي او له منځه به یې یوسي.
خو څېړونکو د L2 Puppis ستوري د مطالعې پر بنسټ د ځمکې د راتلونکي په اړه دوه مهم عوامل په ګوته کړي دي:
د لمر د جاذبې اغېز:
که د لمر د پراخېدو پر مهال یې جاذبه پیاوړې پاتې شي، نو ځمکه به ورو ورو ځان ته راکاږي او په پای کې به سیاره لمر ته ورننوځي او له منځه به لاړه شي.
د لمر د کمیت له لاسه ورکول:
که لمر د خپل ژوند په وروستیو پړاوونو کې د خپلې مادې (کمیت) لویه برخه فضا ته وغورځوي، نو جاذبه به یې کمزورې شي. په داسې حالت کې ممکن ځمکه له خپل اوسني مداره ووځي او یوه لرې او نسبتاً خوندي مدار ته ولاړه شي، چې ورسره به د بشپړې تباهۍ له ګواښ څخه وژغورل شي.
د څېړنې مشر، ماتس ایسلډیرس، وايي چې د ځمکې برخلیک د لمر د کمیت د ضایع کېدو د اندازې او د هغه د جاذبې ترمنځ په یوه «حساس توازن» پورې تړلی دی.
که څه هم ساینسپوهان لا هم په ډاډه زړه نه شي ویلی چې پنځه میلیارده کاله وروسته به دقیقاً څه پېښ شي، خو دې نوې څېړنې دا امکان مطرح کړی چې ځمکه ښايي د لمر د وروستیو تحولاتو پر مهال هم خپل موجودیت وساتي.
دا څېړنه نه یوازې د ځمکې د راتلونکي د درک لپاره مهمه ده، بلکې د ستورو او د هغو شاوخوا د ګرځېدونکو سیارو ترمنځ د اړیکو د ښه پوهېدو لپاره هم یو مهم علمي ګام ګڼل کېږي.