Homeخبرونهملا یعقوب د بدخشان سرحدي سیمې او پوستې ولیدې

ملا یعقوب د بدخشان سرحدي سیمې او پوستې ولیدې

تاند (د چنګاښ ۱۵مه) – د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان شمال ختیځ ته د سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت یو شمېر سرحدي سیمو او پوستو، په ځانګړي ډول د کران او منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو ته لاړ.

د دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا یعقوب د دې سفر په لړ کې له چین او تاجکستان سره د افغانستان ستراتیژیکې سرحدي سیمې او همداراز له پاکستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې ساحې ولیدې. نوموړي د سرحدي ځواکونو د فعالیتونو او چمتووالي ارزونه هم وکړه.

ملایعقوب مجاهد دا سفر په داسي وخت کې کړی چې د طالبانو یو شمېر مخالفو رسنیو پراخ تبلیغات پیل کړي چې په بدخشان کې د طالبانو یو ځايي قوماندان جمعه خان فاتح مرور شوی او په نسي ولسوالي کې یې د احتمالي برید په وړاندې د مقابلې لپاره تیاري نیولې ده.

دفاع وزیر د سرحدي ځواکونو د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسوولیت دی.

یعقوب مجاهد د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو پر پیاوړتیا، د همغږۍ پر زیاتوالي او د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو پر برابرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې هڅې دوام لري.

ملا یعقوب په وروستیو کې مسکو ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د روسیې له چارواکو سره د تخنیکي او پوځي همکاریو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د هغه په وینا، دغه هوکړه به د افغانستان دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي.

ملا یعقوب تر دې مخکې، له پاکستان سره د وروستیو کړکېچونو او پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو ویلي و چې څو میاشتې وړاندې پاکستان په اسانۍ د افغانستان ځینې سیمې بمبارولې، خو طالبان هڅه کوي چې په نژدې راتلونکې کې داسې شرایط رامنځته کړي چې هېڅوک د دې ډول بریدونو جرئت ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب