دوه سوه او پنځوس کاله د مخه د ۱۷۷۶زکال د جولای په څلورمه نېټه امریکایانو له انګلیسانو خپله ازادي واخیستله. د امریکا له ازادۍ لږ د مخه (۱۷۴۷-۱۷۷۲ز) کلونو کې احمدشاه بابا د افغانستان په نوم لویه امپراطوري جوړه کړه. د افغانستان امپراطوري د ولسواکۍ په اساس رامنځته شوله ځکه لویې جرګې د ولسواکۍ په اساس احمدشاه بابا د مشر په توګه وټاکه. د امریکا نوی هیواد هم د ولسواکۍ په اساس رامنځته او جارج واشنګتن د لومړي جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.
له دې نه د مخه شاهي حکومتونه او امپراطورۍ وې. پاچهانو او امپراطورانو به په زور یا په میراثي شکل قدرت نیوه او هر پادشاه او امپراطور به د خپل قدرت په تناسب خپل قلمرو پراخوو. د پاچهانو او امپراطورانو د ناتوانیو له امله به سلطنتونه او امپراطورې وړې کیدلې او له منځه تللې. تر دغه وخته په نړۍ کې د ملت جوړونې یا نیشن سټیټ مفکورې وجود نه درلود. پادشاهیانې او امپراطوریانې به د سیمو، قوم او اشخاصو په نوم یادیدلې. د دې نه د مخه په صدر اسلام کې د مدني میثاق او خلفای راشدینو ټاکنې هم د ولسواکۍ په اساس وې. البته اسلامي امپراطورۍ د عقیدې او دین په نوم رامنځته شوې وې.
سوال دا دی چې ولې د امریکا هیواد رشد وکړ، ولسواکي پکې نهادینه شوله او د افغانستان په شمول ټولې اسلامي امپراطورې په تدریجې ډول کمزورې او سقوط شولې؟
دلته غواړم چې یو څو مهمو ټکو یادونه وکړم. ځکه تاریخ همیشه د عبرت لپاره لیکل کیږي چې راتلونکي نسلونه د تیر تاریخ نه مثبته ګټه واخلي.
که څه هم ۵۹ کسو د امریکا د ازادۍ مسوده امضا کړه او هغه وخت یوازې دیارلس مستعمرو (کالونیو) یا اوسني ایالتونو په شریکه د ازادۍ پریکړه وکړه، خو اوه کسه د امریکا د موسسانو، Founding Fathers په نوم پېژندل کیږي. د دغو اووه کسانو نه په نوبت پنځه کسه جمهور رئیسان شول ځکه د امریکا د ازادۍ په وخت کې اکثره دغه مشران ځوانان و چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۴ کلونو تر منځ و. یوازې د فرانکلن بنجامین عمر اویا کاله و. د جارج واشنګتن عمر ۴۴ کاله او د نورو عمر د دی نه ښکته و. جیمز مونرو ۱۸ کلن و. احمدشاه بابا هم ۲۵ کلن و چې د مشر یا د پاشاه په توګه وټاکل شو. یعنې د امریکا په ازادۍ کې مشرانو، ځوانانو او د منځ عمر لرونکو کسانو ونډه درلوده. په هره ټولنه کې ځوان او زوړ، ټول مهم رول لوبوي. نه ځوانان مشران او نه مشران ځوانان نفي کولی شي. ټولنه په طبقو، قومونو، سمتونو او سیمو ویشل د ټولنې د ثبات لپاره ګټه نه لري. په امریکا کې هم د ډیرو ملکونو، سیمو، نژادونو او مذهبونو کسان اوسیدل خو ټول یې د امریکایانو په نوم یاد کړل. د امریکا د اساسي قانون مسوده د James Madison له خوا تیاره شوه او هغه اوس د امریکا د اساسي قانون د باني په نوم یادیږي چې وروسته د دوه دورو لپاره جمهور رئيس هم وټاکل شو. د امریکا اساسي قانون یوه صفحه دی او وروسته نور ضمایم وراضافه شوي دي. د امریکا په اساسي قانون کې مهمه برخه دا ده چې قدرت په خلکو پورې تعلق لري. یعنې قدرت په یوې ډلې او یا یو شخص پورې تعلق نه لري. د قدرت ویش یا د قواو توازن رامنځته شو او د قدرت صلاحیتونه د فدرالي او ایالتي برخو ترمنځ وویشل شول ځکه قدرت د فساد سبب ګرځي او مطلق قدرت، مطلق فساد رامنځته کوي. د بیان ازادي، او ټول خلک چې په دغه هیواد کې اوسیږي، د قانون په وړاندې یو قسم مسووله او همداشان مساوي وجایب لري.
د امریکا د ازادۍ په وخت کې د دوی بسنټ ایښودونکي د خپل وخت پوځي جنګسالاران، د جایدادونو خاوندان یعنې فیوډالان، تجاران او حقوق دانان و.غلامي په امریکا کې شتون درلود او فیوډالانو له غلامانو سو استفاده کوله. بیا هم دوی په خپل منځ کې داسې توافق ته ورسیدل چې د قدرت په سر به جنګونه نه کوي او ټول به د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق ولري. هیڅوک به د قانون نه لوړ نه وي. هغه وخت رایه اچول یوازې د هغه چا حق و چې سپین پوستی او د جایدادونو خاوندان و. عامو سپین پوستو، تور پوستو او ښځو د رای حق نه درلود. ښځو ته د رای حق په ۱۹۲۰زکال کې یعنې ۱۴۴ کاله وروسته ورکړل شو. غلامي په ۱۸۹۵زکال کې د قانون په اساس له منځه یوړل شوه یعنی د دوی له ازادۍ څخه ۸۹ کاله وروسته. ډیر نور مسایل هم شته چې بحث پرې وشي، خو دوه مسایل ډیر مهم دي چې؛ اول د دوی پرمختګ او د اساسي قانون ضمایم په تدریجي توګه رامنځته شول. د دوی د مشرانو بحث دا و چې یو نسل بل نسل ته کار کوي. د ماضي نه زده کړه، د حال نه استفاده او د راتلونکې لپاره باید کار وشي. د قدرت انحصار او د نفې سیاست له منځه یوړل شو. خپلو استعدادونو او هم د نورې دنیا استعدادونه یې جذب کړل او ویې ویل چې امریکا د مهاجرو خاوره ده او ټول مساوي حقوق د قانون په چوکاټ کې لري. دویمه مهمه مسله د افرادو په عوض دوی د موسساتو یعنې Institutions په تقویه کیدلو کار وکړ او د امریکا و نړۍ په کچه په تیرو ۲۵۰ کلونو کې د بحرانونو نه د فرصت په توګه استفاده وکړه. د موسساتو د تقویه کیدو سره هر قسم ښه او خراب جمهور رئيسان، مشران او د دولتي ادارو مشران دوی درلودل. ښو به کار کاوه او د موسساتو د قوت له امله به خرابو مشرانو انحراف نشو کولی او کوم یو نیم به لکه د اوسني جمهور رئيس غوندې راپیدا شو، موسساتو به د هغه د سرټمبګۍ او یا انحراف مخه نیوله. اوس هم سیاسي، قضایي او اقتصادي موسسات قوي دي چې د اوسني جمهور رئيس د سرټمبهګۍ مخه ونیسي او دوی دا فکر کوي چې د امریکا اوسنۍ بحران به د دوی راتلونکی نور هم قوي کړي.
د افغانستان مشکل د موسساتو د تقویه کیدو په عوض زیات فکر په اشخاصو و. په لومړي سر کې د اشخاصو رول مهم دی چې د موسساتو د تقویه کیدو لپاره رول ولوبوي، خو وروسته بیا د اشخاصو رول کمیږي او د موسساتو رول قوي کیږي. له بده مرغه د احمدشاه بابا نه نیولې تر اوسه د افغانستان د مشرانو تګلارې په ځان محورې یا فامیل او قبیلې په محور ولاړې وې او ویې نشو کړای چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره ستراتیژيک فکر وکړي او موسسات په تدریجي توګه تقویه کړي. همدا علت دی چې افغانانو او د دوی مشرانو ونشو کړای چې بحرانونه په فرصت بدل کړي بلکې همیشه یې فرصتونه په بحرانونو بدل کړي دي. که د امریکا د هغه وخت شرایط له افغانستان سره پرتله شي، افغانستان په هر لحاظ په ښه موقف کې و چې موسسات دلته باید تقویه شوي وای او د ستراتیژیک فکر له امله به نن لوی افغانستان موجود وای او افغانستان به د بدو ګاونډیانو په منځ کې راګیر نه وای او بحر ته به یې هم لارې درلودلې.
پر ځان محورې بر سیره د افغانانو لوی مشکل دا دی چې یا ایډیل حالت غواړي چې هغه په یو دم او یا په یوه دوره کې ممکنه نه دی بلکې د نظامونو جوړونه لکه د ودانۍ جوړونه ده چې اول یې نقشه جوړیږي، بیا ورته د جوړولو شرایط په مالي او تخنیکي لحاظ برابریږي او بیا تهداب اېښودل کیږي. په هره دوره کې زاړه کارونه تکمیلیږي، نوې کارونه پيلیږي او دا سلسه همداسې دوام پیدا کوي چې په تدریجي توګه یو هیواد د پرمختګ او ترقي په خوا روانیږي. افغانانو همیشه د نظامونو جوړونې ته لکه د شګو د کوټنۍ په سترګه کتلي دي چې یوې دوره کې یو څه جوړ شوي او بلې دورې هغه خراب او له بیخه نړولې دي او بیا یې د شګو نورو کوټنۍ جوړې کړي دي. که ایډیل حالت نه وي، بیا افغانان په بدو حالتونو کې ژوند کوي او ملامتیا په خدای ور اچوي چې د الله تعالی به همدا خوښه او رضا وي. حال دا چې الله فرمایي چې د هغه قوم په حالت کې تغییر نه راولي چې هغه قوم په خپل حالت کې په خپله تغییر رانه ولي.
اوسنی حالت د افغانانو په داخل او بهر کې د دوی د خپل فکرد ایډیالیزم په خپل تصور ولاړ دی او داسې ایډیل فکر پایلې به د پخوا په شان اوس او په هم راتلونکې کې خرابې او منفي وي. د اسلامي نړۍ هیوادونو هم د اسلامي اصولو انحراف وکړ او پایلې یې دا شولې چې نن پرمختللي اسلامي هیوادونه لکه عربان د ځان نه دفاع نشي کولی او یا نورو ته د خپلې دفاع په اړه محتاج دي. په اسلام کې د قدرت میراثي کیدل، د بیت المال نه د ځان په ګټه استفاده او د حاکمانو ظلم د دې باعث شو چې د دې هیوادونو خلک وځپل شول، استعدادونه ووژل شول او یا د خپلو هیوادونو نه فرار ته مجبور کړې شول. د حجته الوداع خطبه د بشري قوانینو د ټولو نه مهمه خطبه وه چې عرب په عجم، عجم په عرب، تور په سپين او سپین په تور برتري نه لري او هغه څوک د الله تعالی په وړاندې نږدې دی چې د ټولو نه زیات تقوی ولري. خو نن په افغانستان کې د دوه زره کاله پخوا په شان په قوم، سمت او ژبه بحثونه دي او افغانان سره ویشل شوي دي. داکثره افغانانو فکرونه د ۲۵۰ کاله خو څه کوي د ۲۵۰۰ کلونو پخوا د قرون اوسطا فکرونه دي. ځکه فکري مثبت تغیر د بل هر څه نه افغانانو ته زیات مهم دی.
دا لنډ معلومات مې د امریکا د ۲۵۰ کلیزې په هکله او هم د افغانستان د ۲۵۰ کلونو سره په لنډ ډول پرتله کړل چې دنیا چیرته لاړه او مونږ کومه خوا روان و او روان یو. عاقبت بخیر.
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول