شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د جولای ۶ مه د ښکلولو نړیواله ورځ

د جولای ۶ مه د ښکلولو نړیواله ورځ

احمد رقیب

ایا تاسو خبر یاست چې نن د ښکلولو نړیواله ورځ یعني د میني د اظهار نړيواله ورځ ده؟ که نه یاست خبر ، نو خبر شئ چې نن واده لرونکو لپاره له برکته ډکه او رنګینه ورځ ده، خو مجرد مخلوق باید درمل د ماشومانو له لاسرسۍ لري وساتي!!!

په مينه کې چې ښايست، شرافت، ښه اخلاق او خوږې خبرې څومره اغېز لري، هلته د ښکلولو له اهميت نه انکار ناشوني دی. د شونډو لمس کول یا ښکلول د میندو له مینې څخه الهام اخلي، ځینې پوهان په دې باور دي چې دا د انساني فطرت برخه ده. ځکه چې د مور د شیدو رودلو وروسته د انسان شونډې له مثبت چلند سره آشنا او ژور احساس پیدا کړي،

خو ځيني نور پوهان په دې اړه بیا وايي چي په دې عمل کې د ميندو د ماشومانو لپاره په وړوکوالي کې په خپلو غاښو خوراک ماتول او برابرول غټ اغيز لري.

خو چي هر څنګه ده، د انساني آبادۍ ۴۶ فیصده خلګ ښکلولو ته د محبت د علامت په سترګه ګوري او د ميني د سمبول په توګه يی پیژني. خو هغه ثقافتونه چي په هغو کې د ښکلولو دود نشته هغوي بیا نور څه د ميني د اظهار لپاره لټوي. لکه په يوه ثقافت کې د باڼوګانو ايستل د محبت د اظهار يوه بیلګه ده یا د خپل محبوب د بدن بويول هم په ځينو ثقافتونو کې د مينې ظهار یوه طريقه بلل کيږي.

په ازدواجي ژوند کې هم ښکلول مهم رول لوبوي او دې تعلق ته ابديت وربخښي. زموږ په ټولنه کې دا یو ښه عمل نه بلل کيږي خو له نبوي سیرته هم موږ ته دا خبره په اثبات رسيږي چي دا يو سنت عمل دۍ.
له حضرت عائشه رضي الله عنها څخه روایت دئ:

“کان رسول الله يقبلني ويمص لساني وهو صائم”

ترجمه: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به زه ښکلولم په داسي حال کې چي دی به روژه دار و.
نو هغه کسان چي واده لري دا مثبت عمل دې په خپل ژوند کې عملي کړي.

2 COMMENTS

  1. ما چی کله په اروپا کی په عام محضر کی د نر او ښځی تر منځ د شونډانو زبېښل ولیدل نو خپل انډیوال ته می وویل چی دا کسان فقط د پهلوانی ایکټونه کوی او نور ئی هیڅ په وس کی نسته.
    خبره خو دا ده چی د ښکلولو یا مچولو فرهنګ په مختلفو ټولنو کی مختلف محتویات لری.
    زموږ غوندی ټولنو کی مچیده یا ښکلوَل څو بڼی لری ؛
    د والدینو یا مشرانو ښکلوَل
    د اولاد ښکَوَل
    د دوستانو ښکَوَل
    د ماندینی یا میړه ښکلول.
    دا هر یو یو ئی ځانته جلا او بیل خوند او حس لری ( عاطفی مچه، احترامی مچه، روحانی مچه، سِکسی مچه او نور ) .
    امّا
    په غربی ټولنه کی مچه فقط سِکسی انګیزه لری او بس.
    په غربی ټولنه کی د میړه یا ماندینی تر حریم د باندی د بل چا حتی والدینو مچول رواج نلری چی البته نن سبا دا ډول غربی مچی هم د زړه له کومی نه دی بلکه فقط د خطا ایستو آله ده او بس.
    زموږ د ټولنی د یوه غریب کس د مچی ارزښت د ټول مغرب زمین د مچو تر ارزښت ستر او ستر دی.

  2. کله چی طالبان دا خبر ولولی له دی وروسته به حتا کوناټی مچی کوی دطالب خو غوښه نه خوښیږی وازده ډیره خوښوې خینزیر ایبت په غار کی پټ ده او له کوناټو مچکی اخلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب