Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران او افغانستان په درېیو کلونو کې د ۱۰ میلیارډ ډالرو سوداګرۍ...

ایران او افغانستان په درېیو کلونو کې د ۱۰ میلیارډ ډالرو سوداګرۍ هدف ټاکلی

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) په داسي حال کې چې پاکستان د افغانستان بمبارویو ته دوام ورکوي، ایران وايي، له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه ۱۰ میلیاترد ډالرو ته رسوي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سوداګرو د چارو یوه چارواکي ویلي، ایران او افغانستان پلان لري چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري ۱۰ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

په کابل کې د ایران سوداګریز استازي، حسین روستایي، د دوشنبې په ورځ وویل چې د تېر لمریز کال په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، افغانستان دا مهال د ایران پنځم لوی سوداګریز شریک هېواد دی.

روستایي زیاته کړه، دواړه هېوادونه غواړي د صنعت او کانونو په برخو کې د همکارۍ د پراخولو له لارې په راتلونکو درېیو کلونو کې د ۱۰ میلیارډ ډالرو سوداګرۍ هدف ته ورسېږي.

دا څرګندونې د تهران او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا نښه بلل کېږي. ایران افغانستان ته سونګ، ساختماني مواد، خوراکي توکي او صنعتي محصولات صادروي، او افغانستان د منځنۍ اسیا بازارونو ته د ایراني محصولاتو د لېږد یوه مهمه ځمکنۍ ترانزیټي لار ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...