تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، ویلي چې د پاکستان د پوځ د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې شوي، لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
د مجاهد په وینا، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د مجاهد په وینا پاکستاني جنګي الوتکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې استوګنې سیمې بمباري کړي او لږ تر لږه درې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
ځايي خلکو هم رسنیو ته خپل ویجاړ شوي کورونه ښوولي او ویلي چې د پاکستان په بمباریو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
تر ټولو ډېره مرګژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ کې اوښتې ده.
ذبیح الله مجاهد وویل، په لومړي برید کې یو سپینږیری او یو ماشوم وژل شوي، خو کله چې خلک د ژغورنې لپاره راټول شول، سیمه بیا بمباري شوه چې له امله یې ۲۸ نور کلیوال ووژل شول او ۱۵۸ تنه ټپیان شول.
دې ته ورته خبره د سیمې اوسېدونکو هم کړې ده.
مجاهد زیاته کړه، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په یوه بل برید کې د یوه ملکي وګړي کور په نښه شوی، چې شپږ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، وژل شوي دي.
هغه همداراز وویل، د کونړ ولایت د مانوګي ولسوالۍ په یوه برید کې یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
په همدې حال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان دا بریدونه غندلي او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې د «دښمنۍ پالیسۍ او له افراطیت سره دوهګوني چلند» بس کړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې وساتي.
حکومت کچیری دغو جنایاتو کی شریک نوی، نو ولی پاکستان سفیر له لاسه ننیسی او د بمبارد ځای ته یی نه بوځی چی دا وګړی ترهګر دی یا ولسی خلک. طالب حکومت باید رز تر زره پاکستانی سفیر له کابل څخه وشړی، غیر له هغه بیا نو واضحه خبره ده چی دا طرحی و د بمبارد پروګرامونه د پښتو او افغانانو د وژلو لپاره دی ـ
ملا یعقوب چیری دی، غچ څه شو؟ کله چی له مسکو څخه راغلی هغه جرات دی څه شو؟
هغه دټولي ملی بودجی ٥١% چی د دفاع وزارت ته تخصيص شویدی چی تر يونیم ميلیارد ډالرو اوړی.هغه په څه شی مصرف کيږي.په پټاټو؟ هغه متل دی.خرڅ د وشه خو دمړي په حق د وه مه رسه