Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ور وړاندې کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې تېره شپه، د پاکستان متجاوز پوځي رژیم د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه وکړل، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٦ تنه عام ولسي وګړي شهیدان او ١٦٣ نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې له مخې ، یاد وزارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې: «دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې څخه په سلګونو کیلومتره لرې د پاکستان په ځینو ښارونو او ډیرو خوندي سیمو کې رامنځته شويو امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پلان بې‌له کوم معتبر سند او شواهدو افغانستان ته منسوبوي، بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو په موخه پر افغانستان د بې‌بنسټه تورونو د لګولو او د ستونزو د انتقال هڅه کړې ده. او په مکرر ډول یې د زور او نظامي تېري له لارې د دغو ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې ده».

بهرنیو چارو وزارت همداراز ټینګار کړی چې د پاکستان دا ډول چلند نه یوازې د موجودو ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي.

پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د الوتکو هوایي بمباریو کې ۳۶ ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان په بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي

3 COMMENTS

  1. افغانان او نور دولتي چارواکي دې په کابل کې د یوناما لوړپوړي استازي ، د پنجابستان تش په نوم سفیر یا د استخباراتو مشر ، هلته نور مېشت نړیوال دیپلوماتان خصوصا د سعودی او چین استازي له ځان سره د پېښې ځای ته بوځي ، هغوی ته د ټول شواهد او حقایق ور وښیي ، د شهیدانو جنازې دې د هغو مخې ته کیږدي ، آیا دا مظلومان تروریستان دي او که د پنجاب ظالم دیکتاتورنظامیان غواړي ، د خپل بام واورې په افغانستان را واچوي؟ خپلې کورنۍ ستونزې په دغو بمباریو حل کړي .
    همدارنګه د یوناما له لارې دې د پنجاب دا تروریستي اوظالمانه عمل ملګرو ملتونو سازمان ، د امنیت شورا اونورو نړیوالو سازمانونو ته د یو شکایت په شکل وړاندې کړي ، نړیوالې جرمي محکمې کې دې دا ټول شواهد وړاندې او ثبت کړي ، ترڅو د پنجاب دیکتاتوران پکې محاکمه شي .
    له نظامي غج اخیستلو به دا بهتره وي ، چې د نړیوالو له خوا په کلکه غندنه وشي او د دوی دا تور ظالمانه مخ نړیوالوته ښکاره شي او د هغوی له خوا پر دوی فشار راشي .
    له بلې خوا افغانان باید د پنجاب تروریستي دولت په مقابل کې سره متحد شي ، لږ تر لږه د خپل هېواد د فضایي حریم نه باید په کلکه دفاع وکړل شي . که چېرې بیا هم کوم ملي خایین د پنجاب پردې عمل خوشحالي ښکاره کړي، باید د هغوی ټول مال او شته ضبط اوخپله محاکمه کړل شي .
    {وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا} [آل عمران: 103]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...